د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۴ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

د ایران په سمنان کې د یوه ایراني له وژل کیدو وروسته د افغان کډوالو خلاف اعتراضونه پارېدلي


وروسته له هغې چې د ایران په مهدیشهر سمنان کې یو افغان د یوه ۲۸ کلن ایرانی ځوان په وژل کېدو تورن شو، دغه هېواد کې د افغان کډوالو پر ضد اعتراضونو زور اخیستی.

په ټولنیزو رسنيو کې خپرې شوې ویډیوګانې، چې په تېرو دوو ورځو کې لاس په لاس کېږي، لیدل کېږي چې لسګونه اعتراض کوونکي چې ویل کېږي د سیمې اوسېدونکي دي، افغان کډوال په "مرګ ګواښي".

دا اعتراضونه وروسته له هغې پیل شوي چې ایراني رسنیو دا خبر خپور ورکړ.

خو د تهران د پولیسو قوماندان عباسعلي محمدیان تازه ویلي چې د دغه ځوان، قاتلان "بهرني وګړي" نه ‌دي. نوموړي تایید کړې چې "د ټولنیزو رسنیو له لوري خپرې شوې اوازې ناسمې دي، قاتلان بهرنیان نه‌دي."

په ایران کې چارواکي او رسنۍ افغان کډوالو ته د " بهرنیو اتباعو" اصطلاح کاروي.

له دې پېښې وروسته، د ایران امنیتي چارواکو اعلان وکړ چې له مهدیشهر ولسوالۍ څخه به ۲,۵۹۵ افغان کډوال وایستل شي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د دوشنبې په شپه ۱۰۰ تنه افغانان له دغه ځایه ايستل شوي دي.

دې اعتراضونو افغان کډوال اندېښمن کړي دي.

په سمنان ولایت اوسېدونکی دمېشت محمد صادق،، ازادي راډيو ته وويل:

"حالت داسې شوی چې که ډېره اړینه اړتیا نه وي، موږ له کوره نه‌ شو وتلی. دا د یوه یا دوو ورځو ستونزه نه ده، که همداسې دوام وکړي، موږ به څه خورو؟ پولیس ټول ښار نیولی، هر افغان پسې ګرځي، بې‌ګناه او ګناه‌ګار ټول له ستونزو سره مخ دي."

په سمنان بل مېشت افغان جواد علي‌بخش، وایي چې پولیس هر افغان نیسي او شړي يې:

"له هغه وخته چې ویل شوي یو شمېر افغانانو یو ایرانی وژلی، وضعیت ډېر خراب شوی دی. پولیس هر ځای افغانان نیسي او شړل کېږي. لا معلومه نه ده چې دا قتل ریښتیا د افغانانو کار دی او که نه. خو که جرم شوی هم وي، یوازې مجرم باید مجازات شي، نه دا چې ټول افغانان له هېواده وباسي."

په تېر یو کال کې، ایران د افغان کډوالو د شړلو بهیر چټک کړی، او د راپورونو له مخې، سلګونه زره کسان بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

د کډوالو د همغږۍ مرکز (MMC) د فبرورۍ پر ۵مه په یوه راپور کې ویلي، افغان کډوال له ناوړه وضعیت سره مخ دي، چې په سیمه کې د دوی د زیانمتیا ډېرېدل په ګوته کوي.

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) مخکې ویلي و چې یوازې د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه تر دسمبر میاشتې پورې، له ایران څخه څه باندې ۱.۲ میلیونه بې‌اسناده افغان کډوال خپل هیواد ته استول شوي دي.

XS
SM
MD
LG