د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۴ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

امریکا کې د افغانانو د بیا مېشتېدنې د پروګرام احتمالي بندېدو اندېښنې راپارولي


البانیا ته د لېږدول شویو افغانانو یوه ډله - عکس له ارشیف څخه
البانیا ته د لېږدول شویو افغانانو یوه ډله - عکس له ارشیف څخه

متحده ایالاتو ته د افغانانو د انتقال او بیا مېشتېدنې د پروګرام د بندېدو په اړه خپرو شویو راپورونو، د دغه پروګرام په شرایطو د برابرو کسانو ترمنځ اندېښنې راپارولې دي.

رویټرز خبري اژانس د چار‌شنبې د فیبرورۍ ۱۹مه راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړوندې ادارې ته، چې د افغانانو د بیا مېشتېدنې پروګرام څاري، ویل شوي چې د اپرېل تر میاشتې پورې د دې پروګرام د بندېدو لپاره طرحه چمتو کړي.

د CARE دفتر احتمالي بندیدو ته چمتووالی

د رویټرز د راپور له مخې، د افغانانو د بیا مېشتېدنې د پروګرام "CARE" دفتر د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د امریکا د چټکې وتنې پر مهال د یوې موقتي ادارې په توګه جوړ شو، خو وروسته په اکتوبر ۲۰۲۲ کې دا دفتر دایمي شو.

رویټرز زیاتوي، چې دا دفتر تر اوسه ۱۱۸ زره افغانان امریکا ته انتقال کړي دي، خو اوس د تړل کېدو له خطر سره مخ دی. د دې احتمالي بندېدو په صورت کې به نږدې ۲۰۰ زره افغانان له بیا مېشتېدنې بې برخې شي.

رویټرز لیکي، چې د دې طرحې له مخې به د قطر او البانیا هغه مرکزونه وتړل شي، چې د CARE له خوا چلول کېږي. په دغو مرکزونو کې شاوخوا ۳۰۰۰ افغانان اوس هم د امریکا د بیا مېشتېدنې لپاره انتظار باسي.

د سرچینو په وینا، په دغو مرکزونو کې له ۲۰ ډېر بې سرپرسته ماشومان شامل دي، چې باید د خپلو والدینو سره یوځای شي. دوی د اوسېدو اسانتیاوې، خواړه او د ژوند نور لومړني خدمات ترلاسه کوي.

ناڅرګند برخلیک ته اندېښنې

د امریکا د کډوالۍ کیس لرونکي ډېری افغانان، چې په میاشتو یا ان له کلونو راهیسې په افغانستان او نورو هېوادونو کې د لیږد په تمه دي، اوس له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

محمد یونس بصیري، چې په قطر کې په کمپ کې دېره دی او امریکا ته د تګ کیس لري، ازادي راډیو ته وویل:

"زه خپله په یو رواني حالت کې یم، د تشویش له امله خوب نه لرم، ستونزې زښته زیاتې دي او ټول خلک اندېښمن دي. ځینې وايي چې موږ له قطر نه کوم بل ځای ته لېږدوي او ځینې بیا بل څه وایي، خو دقیق معلومات نشته چې څه کېږي."

په پاکستان کې افغان کډوال ایمل هم ورته اندېښنه لري:

"دا ډېر یو بد خبر دی او زما پر روح او روان یې ډېر اغېز کړی. متحده ایالات او هغوی ته تړلي بنسټونه ښه پوهېږي چې دلته اوسېدونکو کسانو لپاره افغانستان ته بېرته ستنېدل انتخاب نه دی."

د اغېزمنو افغانانو شمېر

رویټرز د امریکایي چارواکو په حواله لیکلي چې د دې پرېکړې له امله به:

  • ۱۱۰ زره کسان چې لا هم په افغانستان کې دي، او د "SIV" او کډوالۍ د دوسیو د ارزونې پروسه یې روانه ده.
  • ۴۰ زره کسان لا له وړاندې تایید شوي او د قطر او البانیا له لارې امریکا ته د لیږد لپاره انتظار باسي.
  • ۵۰ زره نور افغانان په شاوخوا ۹۰ هېوادونو کې، چې نیمایي یې په پاکستان کې دي، د امریکا د اسنادو د پروسس په تمه دي.

رویټرز د افغانانو د افغان ایواک (AfghanEvac) په نوم چې د افغانستان څخه د ایستل کیدونکو افغانانو د ملاتړ یوه اداره ده د مشر شاون وندایور له قوله لیکي:
"د دې پروګرام بندېدل به یوه شرمناکه پرېکړه وي. دا به د امریکا له افغان متحدینو، له هغو امریکایي سرتېرو چې د دوی لپاره یې جګړه وکړه، او د امریکا له ژمنې سره خیانت وي."

سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه رسمي دریځ نه روښانه کړی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته، د کډوالو د بیا مېشتېدنې پروګرام ۹۰ ورځو لپاره ځنډولی و، څو د بهرنیو مرستو مؤثریت وڅېړي او دا یقیني کړي چې د امریکا د بهرني سیاست سره سمون لري.

همداراز، ټرمپ د پناه غوښتونکو لپاره د الوتنو لګښتونه هم لغوه کړي، چې دا د هغو افغانانو د امریکا ته د تګ چانسونه کموي، چې امریکا کې د بیا مېشتېدنې اسناد یې ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG