ښاغلي ټرمپ د دې اقدام موخه په متحده ایالاتو کې د ناقانونه وګړو شدید کمول ښودلې.
ځینو دغو کډوالو ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي، له ډېرو کړاوونو زغملو وروسته یې تر متحده ایالاتو ځانونه رسولي او وېرېږي چې بېرته ستانه نه کړل شي.
د دغو کډوالو له ډلې په امریکا کې مېشت یوه چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، "په شاوخوا یوې، دوو میاشتو په موده کې له لسو تر دولسو هېوادونو په ډېرې سختۍ له ځنګلونو راتېر شوو، بالاخره د مکسیکو له پولې امریکا ته ننوتو او د ارام ساه مو واخیسته چې یو امن ځای ته ورسېدو، خو ډارېږو چې دولت موږ بېرته افغانستان ته ونه شړي، ځکه زموږ لپاره به سخته وي او باوري یو چې هلته ژوند نه شو کولای."
که افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي له امنیتي او اقتصادي ستونزو سره به مخ شيد کډوالو د حقونو فعالان
د دغو پناه غوښتونکو له ډلې یو بل هم چې د موضوع د حساسیت له امله نه غوښتل راپور کې یې نوم او غږ خپور شي ازادي راډیو ته په لیکلي پیغام ویلي، د امنیتي ستونزو له امله اړ شوی چې له ناقانونه لارې امریکا ننوځي او په ټکو یې افغانستان ته به یې د بېرته ستنولو په صورت کې بیا ژوند له ګواښونو سره مخ شي.
د کډوالو د حقونو یو شمیر فعالان هم په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، که افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي له امنیتي او اقتصادي ستونزو سره به مخ شي.
د یونان د کډوالو د ټولنې مشر او د اروپا په کمیسیون کې د کډوالو د چارو د کارپوهانو د کمیټې غړي یونس محمدي ازادي راډیو ته وویل، "که دا کډوال افغانستان ستانه کړل شي، لومړی خو به دوی خپلې د ژوند ټولې شتمنۍ له لاسه ورکړي یعنې له معیشتي اړخه دوی ته هلته ژوند ستونزمن دی او بل لوري ته ښایي ډېری یې په افغانستان کې سیاسي ستونزې ولري ځکه هغه کسان دي چې له مخکني حکومت یا بهرنیو ځواکونو سره یې همکاري درلوده نو ښایی ستونزې یې تر اقتصادي او ټولنیزو ننګونو زیاتې وي."
دا په داسې حال کې ده چې رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ (فبرورۍ ۲۱مه) راپور ورکړ چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اجرایوي فرمان له پلي کېدو وروسته د پنجشنبې په ورځ د ۱۳۵ پناه غوښتونکو یوه ډله چې ډېری یې اسیايي وګړي دي له امریکا نه کاسټاریکا ته استول شوي دي.
رویټرز د کاسټاریکا د امنیت د وزیر مرستیال عمر بادیلا په حواله راپور ورکړی چې دا کډوال چې د افغانستان، ازبکستان، چین، ارمنستان، ترکیې، روسیې، جورجیا، ویتنام، اذربایجان، ایران، اردن، قزاقستان او ګانا هیوادونو دي، په دغه هیواد کې د یوې میاشتې لپاره د پاتې کیدو اجازه ورکول کیږي او په دې موده کې به یې چارواکي په داوطالبانه توګه هېواد ته د ستنولو همغږي وکړي.
ښایي ډېری یې په افغانستان کې سیاسي ستونزې ولري ځکه هغه کسان دي چې له مخکني حکومت یا بهرنیو ځواکونو سره یې همکاري درلوده نو ښایی ستونزې یې تر اقتصادي او ټولنیزو ننګونو زیاتې ويد کډوالو د چارو پوه
کاسټاریکا ته د دغو شړل شویو پناه غوښتونکو په ډله کې د افغانانو شمېر ۹ تنه ښودل شوی دی.
له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي چې د پانامه حکومت له امریکا څخه د ایستل شویو کډوالو یوه ډله چې افغانان هم په کې شامل دي، د دغه هېواد د پلازمېنې له یوه هوټله د دارین په نوم په ځنګل کې یوه مرکز ته لېږدولي دي.
دا ځنګل چې د پانامې په سویل کې دی، په دې وروستیو کلونو کې د هغو کسانو د کډوالۍ مسیر ګرځېدلی چې غواړي متحده ایالاتو ته ننوځي.
رویټرز خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۰مه د پانامې د امنیت وزارت په حواله راپور ورکړی چې د پانامې په یوه هوټل کې د ۲۹۹ کډوالو له ډلې ۱۳ تنه یې بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه کړل شوي، ۹۷ تنه یې د دارین په ځنګله کې یو پناه ځای ته انتقال شوي او پاتې ۱۷۵ نور یې لا هم د پانامې په همدې هوټل کې مېشت دي.
په دې پناه غوښتونکو کې هم له افغانستان، چین،هند، ایران، نیپال، پاکستان، سریلانکا، ترکیې، ازبکستان او ویتنام کسان شامل دي.
په مکسیکو کې یو افغان کډوال چې په پانامه کې د افغان کډوالو له وضعیته خبر دی او د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته یې وویل، دوی په بد وضعیت کې دي، دومره بد چې اړېږي خپل هېواد ته ستانه شي.
تر اوسه د هغو افغان کډوالو د شمېر په اړه هم جزییات نه دي ورکړل شوي چې د دارین ځنګله ته لېږدول شوي دي.