د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو واورو د اورېدو او طوفانونو له امله د سالنګ د لویې لارې بندېدو مسافر او موټرچلوونکي له سختو ستونزو سره مخامخ کړي.
دوى وايي د ډېرې واورې او د لارې د بندېدو له امله اړ شوي چې ساعتونه په یخنۍ کې تېر کړي.
د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس، د چهارشنبې په ورځ ناوخته پر خپله ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) ليکلي چې د سالنګ لویه لار د شپې ۱۱ بجې د مسافر وړونکو او باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې، او له خلکو یې غوښتنه کړې چې تر بل اعلان پورې دې له سفر کولو ډډه وکړي.
که څه هم نوموړي د پنجشنبې په ورځ د دې لارې د بېرته پرانېستل کېدو خبر ورکړ، خو ځینې موټر چلوونکي وايي چې لا هم دا لاره نه ده خلاصه شوې.
شیرین آغا، چې یو موټر چلوونکی دی، ازادي راډيو ته يې وویل:
«موږ چې راغلو، لاره بنده وه. د شپې له خوا د سالنګ جنوبي خوا خلاصه وه، خو شمالي خوا ته واوره اورېده. موټر درول شوي، او تر اوسه، چې د ورځې یوه بجه ده، لاره نه ده خلاصه شوې. په هوټلونو کې ډېره ګڼه ګوڼه ده، ځای نشته، خلک وږې دي، مسافر سخت په تکلیف دي، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان ډېر په ستونزو کې دي.»
د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس د چهارشنبې په ورځ ناوخته په خپله اکس پاڼه کې دغه راز لیکلي چې د سختو واورو د اورېدو او طوفانونو له امله د بامیان ولایت یو شمېر لارې هم بندې شوي دي.
حقشناس زیاته کړې چې د قوناق کوتل سړک (د ورس ولسوالۍ له مرکز څخه تر قوناق کوتل پورې) د کوتل شاتو لار (په یکاولنګ کې له دیوالي دشت څخه د پنجاب ولسوالۍ تر مرکزه) او دغه شان د ده سیاه درې سړک (د پنجاب ولسوالۍ له ده سیاه درې څخه تر پل بند شوی پورې) د سختو واورو او طوفان له امله د ترافیکو پر مخ تړل
د خوست-کابل لویه لاره هم د سختو واورو له امله، د چهارشنبې له شپې، د پکتیا ولایت د تیری کوتل په سیمه کې بنده شوې ده.
شوي دي.
د بامیان ولایت د ورس ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، حفیظ، د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ په ٢٠ ازادي راډيو ته وویل چې د سختې واورې له امله، څو ساعته په یوې لاره بند پاتې وو.
«زه خپله شاوخوا درې ساعته بند پاتې شوم، موټر په سخته تګ راتګ کاوه. زموږ په موټر کې سپين سرې ښځې او ماشومان ول، موټر نه شو تلای، نو موږ مجبوره شو چې ښځې او ماشومان له موټر ښکته کړو او هغوی تر کوتل شاطو پورې پلي ولاړل. واوره ډېره اورېده.»
دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د پکتیا ولایت کې د طالبانو حکومت ځايي چارواکي وایي، د خوست-کابل لویه لاره هم د سختو واورو له امله، د چهارشنبې له شپې راهیسې، د پکتیا ولایت د تیری کوتل په سیمه کې بنده شوې ده.
ځايي چارواکو ویلي، چې درنې واورې شاوخوا درې کیلومتره سړک بند کړی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې د سختو واورو او طوفانونو له امله د سالنګ لویه لاره او د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو لارې تړل د موټرو او مسافرو پر مخ تړل کېږي، بلکې د روان ژمي پر مهال، دا لارې څو ځله بند شوي او مسافرین او موټر چلوونکي یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د چهارشنبې په ورځ د حوت په لومړۍ نېټه د افغانستان په ۲۶ ولایتونو او سالنګونو کې د واورې د اوریدو او طوفانونه خبردارى ورکړى دی.