د کابل ښار د مکروریانونو یو شمیر اوسېدونکي په دې ساړه ژمي کې د خپلو کورونو د تودولو لپاره له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
روغتیا نړیوال سازمان (دبلیو اچ او) د تیرې یوې میاشتې په موده کې په افغانستان کې د یو لک او لس زره مورده شدیدو تنفسي ناروغیو « ای ار ای» د ثبت خبر ورکړی دی.
د ایران د یوه جګپوړي امنیتي چارواکي دې هیواد کې د بې اسنادو بهرنیو اتباعو او پر کار د هغوی د ګمارونکو پر وړاندې د سختو اقداماتو خبرداری ورکړی دی.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د دېره افغان کډوالو لپاره د پاکستان د حکومت د هغه ضرب الاجل په رانژدې کېدو چې د ډسمبر له ۳۱ وروسته د «ان او سي» له ځانګړو اسنادو پرته هلته د اوسېدو اجازه نه ورکول کېږي، افغان کډوال سخت اندیښمن کړي دي.
له ماشومانو سره د ملګرو ملتونو د مرستې صندوق- یونیسیف خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب ښايي لا زیات شي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په روان میلادي کال کې چې یو څو ورځې یې پاتې دي، د رسنیو د ازادۍ ځپل په شدت سره روان وو.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمشنري وايي، چې د بېوزلو افغانانو د لاسنیوي لپاره پر څوکلنې ستراتیژۍ کار کوي.
د افغانستان په پکتکیا ولایت کې د پاکستان د پوځ له هوایي برید دوه ورځې وروسته پاکستان په رسمي توګه ومنله چې دغه برید یې ځواکونو کړی دی. په دغه برید کې چې د طالبانو حکومت سخت غبرګون ښکاره کړی دی.
د کابل پوهنتون یو شمېر محصلان وايي چې د روان کال له جوزا میاشتې راهیسې د دوی بدل اعاشه نه ده ورکړل شوې.
۴۵ کاله وړاندې پرهمدې ورځ د مرغومي « جدي» شپږمه پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان پوځي یرغل وکړ.
ایراني چارواکو د ايران په تهران کې یوه پېژندل شوې "کافې" چې په یو افغان کډوال پورې اړوند وه، تړلې، ايراني پوليس د دې کار لامل له قانوني اسنادو پرته د کارګرانو ګومارل او د جواز نشتوالی يادوي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي په افغانستان کې د ولسوالیو ۷۲ سلنه اوسیدونکي ثانوي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
نور راوښيه