د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې دا څو ورځې واورې اوریږي چې د ګڼو سیمو مواصلاتي لارې یې تړلي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملې ادارې په تېره میاشت کې په افغانستان کې د خوراکي او غیر خوراکي موادو په بیو کې د زیاتوالي خبر ورکړی دی.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې دننه یو شمیر کارګران بهر کې د کار لپاره د ویزو له مشکل سره مخ دي، د طالبانو حکومت ورته د اسانتیاوو برابرولو په اړه د همغږۍ ناسته کړې ده.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د خال لګولو یا خالکوبۍ او ټټوکارانو پر وړاندې ننګونکى وضعیت. ځينې ټټو کاران وايي په تېرو درېيو کلونو کې په خپلو کارونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي او ان څو ځله یې د نیول کېدو او شکنجې له وېرې خپل کاري ځایونه بدل کړي.
د افغانستان ډېری کورنۍ د اقتصادي ستونزو او بې وزلۍ له امله اوس په کوڅو کې په وچې شوې ډوډۍ خواړه او توکي نه اخلي. په افغانستان کې له پخوا راهیسې دود و چې یو شمېر خلکو به وچه شوې ډودۍ ساتله او د کور په کوڅه کې به یې پرې د سر خاوره "ګل سر شوى" یو شمیر خواړه یا هم د کور لوښي اخیستل.
د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد د دغه هیواد امنیتي ځواکونو په تیرو څلور ورځو کې تر ۲۰۰ پورې افغان کډوال نیولي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد د اسلام په چوکاټ کې د افغان میرمنو له حقونو څخه د دفاع لپاره خپله ژمنتیا څرګنده کړې خو یو شمیر افغان میرمنو بیا ورته غبرګون ښودلی.
د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویلي چې په تېرو دریو کلونو کې یې په افغانستان کې دیني مدرسو او ښوونځیو ته نژدې زر نوې ودانۍ جوړې کړي دي.
نور راوښيه