د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

د امریکا مرستیال ولسمشر د هغې پرېکړې دفاع وکړه چې امریکا ته یې د کډوالو ورتلل ځنډولي


د امریکا ولسمشر او مرستیال یې
د امریکا ولسمشر او مرستیال یې

د متحدو ایالاتو مرستیال ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغې پرېکړې دفاع وکړه چې امریکا ته یې د کډوالو ورتلل ځنډولي دي. جي ډي وینس تازه سي بي اس سره په مرکه کې ویلي، امریکا ته ټول ورغلي کډوال په سمه توګه نه دي ارزول شوي چې په دغه هېواد کې د امنیتي ګواښونو د پېښېدو لامل شوي.

د امریکا مرستیال ولسمشر د افغان کډوالو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:

«زه باور نه لرم چې دا ټول کډوال دې په بشپړه توګه ارزول شوي وي، داسې شواهد شته چې ښیې ځینو یې حتی د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو نیت درلود، د مرستیال ولسمشر په توګه زما لومړنۍ اندیښنه امریکایي وګړو ته د پاملرنې په اړه ده،اوس چې موږ پوهیږو چې موږ د ډیریو کډوالو پروګرامونو سره د ارزونې ستونزې لرو،موږ په بشپړ ډول نشو کولی په زرګونو غیر ارزول شوي خلک خپل هیواد ته راولو.»

ښاغلي وینس د دې بهیر د نیمګړتیاوو د بېلګې په توګه د امریکا په اوکلاهوما کې مېشت افغان د ناصر احمد توحیدي قضیې ته اشاره وکړه، چې نوموړی د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ د ترهګریز برید پر پلانولو تورن شوی دی.

کوسوو کې لوبغاړي
کوسوو کې لوبغاړي

د امریکا د فدرال څېړنو یا “اف بي ای” د راپورونو په اساس، ناصر احمد توحیدي، په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا د کډوالۍ په ځانګړې ویزې ( SIV) ورغلی دی.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېرې دوشنبې په ورځ د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه د لوړې تر مراسمو وروسته، د ګڼو نورو فرمانو د لاسلیک په ګډون تر ۹۰ ورځو پورې امریکا ته د ټولو کډوالو د ورتګ لړۍ هم وځنډوله.

د ټرمپ دغې پرېکړې له ۴۰ زرو د زیاتو افغانانو چې امریکا ته یې د تګ ټول اړین کارونه بشپړ شوی وو، دغه هېواد ته د کډوالۍ بهیر ګډوډ کړ.

د امریکا دغه افغان همکاران چې د دوی په خبره تېر شل کاله یې په افغانستان کې له امریکا سره په بېلابېلو برخو کې کار کړی، ازادي راډیو سره یې خبرو کې اندېښنه وښوده چې د ټرمپ د دغه اجرایي فرمان له اعلانولو وروسته په بد وضعیت کې دي.

د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکایانو اړوند د کډوالو په یو کمپ دېره افغان چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل:

«زما مېرمن، اولادونه، لورګانې او زامن ټول له پاکستانه مخکې امریکا ته ورسېدل، زه دلته یوازې پاتې یم، اوس معلومه نه ده چې څه به کېږي، معلومداره خبره ده چې ټول ډېر زیات اندېښمن یو.»

په البانیا کې مېشته افغانه او د ښځو د حقونو فعاله فاطمه اعتمادي بیا وایي چې د ټرمپ له دې پرېکړې وروسته یې تنظیم شوې الوتنه ځنډول شوې ده.

«د ټرمپ په راتګ ټولې الوتنې مختلې شوې،د ټولو وضعیت کړکېچن او ستونزمن شوی،موږ هیله مند یو چې د امریکا حکومت او ولسمشر یې د افغانانو وضعیت چې په خپل هېواد کې امن نه دي، درک کړي،او زموږ د کډوالۍ د دې وضعیت ستونزې دې کمې کړي.»

دوی وايي په تېرو دریو کلونو کې یې کېسونه له امنیتي، روغتیایي او په افغانستان کې له امریکا سره د همکارۍ په څېر ټولې چارې په بشپړ او هر اړخیز ډول ارزول شوي او یوازې الوتنو ته په تمه دي.

د راپورونو له مخې، د ټرمپ له دې فرمان وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغو سازمانونو او بنسټونو مالي ملاتړ هم درولی چې له کډوالو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کولې.

د ډونالد ټرمپ له لوري د کډوالو د پروګرام ځنډولو پریکړې په ځانګړې توګه د امریکا د پخوانیو پوځي افغان متحدینو په اړه په متحده ایالاتو کې د ځینو قانون جوړوونکو او د بشري حقونو ډلو سختې نیوکې هم پارولي دي.

XS
SM
MD
LG