ندیم د پنجشیر ولایت اوسیدونکی او د کابل پوهنتون د حقوقو محصل دی.
هغه ادعا کوي چې له اوو میاشتو راهیسې یې بدل اعاشه نه ده ترلاسه کړې.
ده ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو حکومت ورته له جوزا میاشتې راهیسې بدل اعاشه نه ده ورکړې او په وار وار اړ شوی چې د موټر د کرایې او ورځني لګښت لپاره له ملګرو او خپلوانو پور واخلي.
«زه په کوته سنګي سیمه کې په کرايي کوټه کې اوسیږم، د میاشتو راهیسې مې کرایه نه ده ورکړې، باور وکړئ په شپو شپو وږی ویده شوی یم، یوه ملګري مې راته ضمانت کړی و اوس د کار اخر دی باید کرایه ورکړم ځکه کور ته روان یم، د میاشتو راهیسې یې محصلین سرګردانه کړي دي، یو محصل په نارامه فکر او وږي نس څنګه درس ووايي.»
د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محصل عبدالرازق وايي: «ز د غور ولایت څخه یم، له دې امله چې په دولتي لیلیه کې ګڼه ګوڼه ده، او په هر اطاق کې له لسو کسانو زیات اوسیږي، او درس نه ویل کیږي، زه شخصي ليليې ته ولاړم، باید د ليليې پیسې دولت ورکړي وای. اوس چې سمستر ختم دی، او غواړم چې کور ته ولاړ شم ، د ليليې مالک موږ ته د تلو اجازه نه راکوي. یوازې د غبرګولي میاشتې د اعاشې بدل حواله شوی.»
يو شمېر نورو محصلانو هم ازادي راډيو ته وويل، چې په کابل کې په شخصي ليليه او يا په کرايي اطاقونو کې ژوند کوي او له مياشتو راهيسې يې کرایه نه ده ورکړې او ډېرى يې په ضمانت په کرايي اطاقونو کې پاتې دي.
د دوی په خبره، ان د ځان لپاره، درې وخته ډوډۍ هم نه شي برابرولی.
دغه محصلان وايي، څو څو ځله يې د کابل پوهنتون له ریاست او د محصلانو چارو معاونیت ته خپلې ستونزې مطرح کړې، خو تر اوسه يې د قناعت وړ ځواب نه دى ترلاسه کړى.
دوی دا هم وویل، چې نور دوی ته هیڅ څوک پور نه ورکوي او په ورځو ورځو په وږې ګیډۍ ازموینې ته ځي.
ازادي راډیو د محصلانو ستونزې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له ویاند حافظ ضیا هاشمي سره شریکې کړې، خو هغه په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.
خو د کابل پوهنتون د مالي او حسابدارۍ برخې مرستیال عين الدين عظيمي په یوه غږيز فایل کې چې ازادي راډيو ته رسیدلی د نومبر په ٢٢مه یې محصلانو ته ډاډ ورکړى و، چې د دوى حقوق به ډېر ژر ورکړل شي، خو له يوې مياشتې د زیاتې مودې په تیریدو سره، لا هم د دوی پیسې نه دي ورکړل شوي.
هغه زیاته کړې: «د بدل اعاشې ستونزه حل شوه، او د څو میاشتو حواله ترتیب او تنظیم شوې. شنبې او یکشنبې د کنترول او لاسلیک له مرحلو وروسته، مالیې وزارت ته ځي. هغه محصلانو ته چې انديښمن و او آمريت ته راتلل، ډاډ ورکول کیږي چې ستونزې حل شوي دي.»
په همدې حال کې د زده کړو د برخې فعال محمد حلیم همراز ازادي راډيو ته وویل: «د ښوونکو او محصلینو د اعاشې او اباتې ستونزه تل په افغانستان کې شته، له بده مرغه زموږ د لوړو زده کړو برخې کسان هیڅ کله په ټول ذهن او ارامه زړه ټولګیو ته نه دي تللي، تل یې د اقتصادي ستونزو سره سره خپلې لارې ته دوام ورکړی څو د زده کړې څراغ تل روښانه پاتې شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت، د لوړو زده کړو وزارت، په دې وروستیو کې په خپله ایکس پاڼه د طالبانو د مشر د فرمان په هکله خبر ورکړی چې ویل کیږي د ټولو هغو استادانو او دولتي تحصیلي بنسټونو لپاره چې، په بیلابیلو ولایتونو کې په تدریس او زده کړو بوخت دي او مسافر دي، اعاشه او اباته منظوره شوې.
د کابل پوهنتون د محصلینو د معلوماتو له مخې، دوی د کور د کرایې او ورځني لګښت لپاره په میاشت کې ۱۸۰۰ افغانۍ او په هر سمستر کې ۷۲۰۰ افغانۍ ترلاسه کولې.
هغه محصلان چې له لرې ولایتونو څخه مرکز ته راځي او نه غواړي چې په دولتي لیلیه کې ژوند وکړي، دغه میاشتنۍ پیسې له دولت څخه د بدل اعاشې په نوم له حکومت څخه ترلاسه کوي.