پاکستان د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې ډیورند کرښې ته څیرمه د سې شنبې د ورځې هوایي برید رسماً تایید کړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ نن پنجشنبې په اسلام آباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې پاکستان د استخباراتي معلوماتو پربنسټ دغه عملیات په هغو سرحدي سیمو کې کړي چې ورڅخه د پاکستان اتباعو ته تروریستي ګواښ متوجه و.
دا لومړی ځل دی چې اسلام آباد د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د هغه هوایي برید پخلۍ کوي چې د طالبانو د حکومت د مرستیال ویاند حمدالله فطرت په وینا د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۱ کسان پکې وژل شوي او ۶ نورټپیان دي.
له بلې خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوی وایي چې د سې شنبې په شپه د پکتیکا په برمل ولسوالي کې د پاکستاني الوتکو په برید کې په لسګونو ملکیان وژل شوې دي.
یوناما نن په یوه بیان کې وویل چې نړیوال قوانین پوځي ځواکونه اړباسي چې د عملیاتو پرمهال د نظامي او ملکي کسانو توپير وکړي او داسې هڅې وکړي چې ملکیانو ته زیان ونه رسیږي.
چارواکو او ځايي اوسیدونکو هم ویلي چې د وژل شویو او ټپیانو اکثریت په سیمه کې دیره وزیرستاني کډوال دي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي نن په کابل کې پرافغانستان د پخواني شوروي د یرغل د ۴۵ کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا پر دې ټینګار وکړچې د پاکستان پوځ د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د سې د ورځې ناوخته برید کې هغه وزیرستاني کډوال په نښه کړې چې له کلونو راهیسې په دې سیمه کې اوسي.
«پرون نه ابله ورځ د پاکستان واکمنو په پکتیکا کې په بې وزله وزیرستاني مهاجرو باندې بمبار وکړ. د پاکستان واکمنو ته دا پیغام ورکوو چې دا هیڅ توره نه ده چې تا څو ماشومان شهیدان کړل، تا ښځې او سپین ږیري شهیدان کړل او کورونه دې پرې وران کړل. دا کوم شجاعت نه دی، دا هیڅ میړانه نه ده. همدغه وزیرستانیان وو چې لس کاله مخته دې په وزیرستان کې کورونه ور ړنګ کړل. تا پسې را واخیستل او تا یې مینه ورتباه کړه.»
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ یادونه کړې چې دغه عملیات د افغانستان د خاورې دننه په سرحدي سیمو کې د ترهګرو ډلو په وړاندې ترسره شوي او زیاته کړې یې ده چې د پاکستان امنیتي ځواکونه او د قانون پلي کوونکي ادارې په منظم ډول د ترهګرو په وړاندې عملیات مخ ته وړي او چمتووالی ورته په خورا احتیاط سره نیول کیږي.
میرمن بلوچ پرته له دې چې د کومې مشخصې ډلې نوم واخلي څرګنده کړه چې "د ترهګرو عناصرو له خوا پاکستان او د دې هیواد اتباعو ته ګواښونه متوجه دي او د دې هیواد د وګړو ساتنه یې د حکومت لومړیتوب دی.
له دې مخکې یوشمیرپاکستاني چارواکو چې په رسنیو کې یې نومونه نه دي په ډاګه شوي ادعاوې کړې چې په دغو هوایي بریدونو کې په سیمه کې د ترهګرو پټن ځایونه په نښه شوي او د تحریک طالبان پاکستان ډلې غړي پکې وژل شوي دي.
د طالبانو د حکومت یو شمیرجګپوړو چارواکو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د پوځ د دغه هوایي برید په وړاندې سخت غبرګونونه ښودلي او د بهرنیو چارو وزارت یې هم پرون چهارشنبې له غرمې وروسته په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ او په برمل ولسوالۍ کې ډیورند کرښې ته څیرمه د پاکستان د پوځي الوتکو د بمبارد له امله یې ورته خپل شدید احتجاج لیک وسپاره.
دې وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې چې مرستیال ویاند یې حافظ ضیا احمد په خپله ایکسپاڼه يا پخواني ټویټر کې خپره کړې، د پاکستان د پوځ تېری غندلی او د پاکستان سفارت ته په ډاگه شوې، په داسې حال کې چې د پاکستان د ملکي حکومت استازی محمد صادق خان په کابل کې د افغان حکومت له چارواکو سره په خبرو بوخت و، د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان د حریم نقضول او د ملکیانو شهیدانول د ځانگړو پاکستاني کړیو له خوا د دواړو هېوادونو اړیکو کې د بې باورۍ د رامنځ ته کولو هڅه ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم نن دې ټکي ته اشاره وکړه او کابل ته د دې هیواد د ځانګړي استازي له سفر سره په یوه وخت دغه بمباري یې د ډیپلوماتیک عرف خلاف او د پاکستان ملکي حکومت ته سپکاوی وباله.
«دوی باید سنجیده سیاست خپل کړي. ماته دې د ټولې دنیا په سیاسي اصولو کې دا راوښیي چې یو هیواد بل هیواد ته سیاسي پلاوی ولیږي، سیاسي استازی دی ولیږي، هغه دې هلته په خبرو بوخت وي، هغه دې مذاکرات کوي، هغه دې نزدیکت راولي او هغه دې په هغه ځای کې د خبرو او مذاکراتو په میز ناست وي او ته د شا له خوا طیارې پسې ور والوزوې، بمبار وکړې، دا د تا د خپل هییت بدنامي نه ده. دا د تا د خپل هییت توهین نه دی، دا د تا خپل ملکي حکومت ته په سپک نظر کتل نه دي!؟»
که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټینګار وکړچې پاکستان د افغانستان بشپړتیا او حاکمیت ته درناوی کوي خو د طالبانو د دفاع وزارت له دغه برید وروسته د سې شنبې په ورځ په خپره کړې اعلامیه کې هغه د افغانستان پرخاورې ښکاره تیری بللی.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې د پرله پسې سرحدي نښتو له امله ترینګلې شوې دي او اسلام آباد په وار وار له کابل څخه غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر وړاندې اقدام وکړي چې په خبره یې په پاکستان کې د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې څخه کار اخلي. خو د طالبانو حکومت دا تورونه تل په کلکه رد کړي دي.