په افغانستان کې یو شمېر ښځې او نجونې وايي چې "تر امر ثاني" عبارت دوی لپاره د نابرابرۍ او د دوی د بشري حقونو څخه د انکار سمبول ګرځېدلی.
د ازادي راډیو د مشال څانګې په سیمه کې د پولیسو د یو چارواکي هدایت له قوله ویلي چې دا برید د شنبې په سهار وختي دوه بجو د مکین سیمه د لټه سر په امنیتې پوسته شوې دی.
د بې پولو خبريالانو ټولنې RSF په افغانستان کې له یوه کال څخه په لږه موده کې د ۱۲ دولتي او شخصي رسنيو د بندېدو خبر ورکړی دی.
د یلدا یا څيلې شپه چې د اریایانو یو پخوانی کلتوري جشن دی چې د مني د وروستۍ شپې او د ژمي د پیل په توګه په افغانستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ځینو نورو هېوادونو کې نمانځل کېږي.
د طالبانو حکومت عدلیې وزارت د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ځمکو د وېش، د دولتي ځمکو د اجارې او د راستنېدونکو صنعتکارانو او سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په برخو کې د دریو قوانیو د تصویب خبر ورکړی دی
ایمرجنسي روغتیايي سازمان وايي، د ډېری ترافیکي پېښو علتونه له سړک څخه د موټرو اوښتل، له دیوالونو سره ټکر، یا په سیندونو کې لویدل، د سړکونو خراب وضعیت، لوړ سرعت، په لاره کې د ځمکې ښوییدنه او د مقرراتو نه مراعتول دي.
ګڼ افغانان وايي د کابل- کندهار پر لویه لار د زیاتو ټرافیکي پېښو اصلي علت هغه ستونزې او سرغړونې دي، چې له کلونو وروسته هم حل شوې نه دي.
ملګري ملتونه په افغانستان کې د ملیونونو افغانانو په باب اندېښنه لري، چې له بېوزلۍ کړېږي او په هغوی کې نوي راستانه شوي یا هم بېځایه شوي کسان شامل دي.
نور راوښيه