د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

له اسلام آباده د افغان کډوالو د ایستلو د مهلت رانژدې کېدل او د افغانانو اندېښنې


پاکستان د ۲۰۲۳ کال په نوامبر میاشت کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر پیل کړ (عکس له آرشیف څخه)
پاکستان د ۲۰۲۳ کال په نوامبر میاشت کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر پیل کړ (عکس له آرشیف څخه)

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د دېره افغان کډوالو لپاره د پاکستان د حکومت د هغه ضرب الاجل په رانژدې کېدو چې د ډسمبر له ۳۱ وروسته د «ان او سي» له ځانګړو اسنادو پرته هلته د اوسېدو اجازه نه ورکول کېږي، افغان کډوال سخت اندیښمن کړي دي.

په پاکستان کې د دېره افغان کډوالو پروړاندې د ننګونو په دوام د پاکستان د حکومت هغه ضرب الاجل چې د ډسمبر له ۳۱ مې وروسته به د «ان او سي» یا عدم مسوولیت د اسنادو له لرلو پرته په پلازمېنه اسلام آباد کې افغان کډوالو ته د اوسېدو اجازه ورنه کړل شي د افغان کډوالو جدي اندیښنې پارولي دي.

دوی وايي په داسې حال کې چې د پاکستان د حکومت اعلان شوي مهلت ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي خو له هڅو سره سره یې لاهم د ان او سي اسناد نه دي ترلاسه کړي.

په پاکستان کې دېره افغان کډوال وايي چې له هڅو سره سره یې تراوسه ان او سي اسناد نه دي ترلاسه کړي.

د اسلام اباد په فیصل ښارګوټي کې یو افغان کډوال چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل "د پاکستان حکومت که له نورو ګوندونو سره هم خپلمنځي ستونزې ولري نو قربانیان یې افغان کډوال دي او په وړو خبرو دوی زندانونو ته اچوي. په وروستي اقدام کې دوی افغانان دې ته مجبوره کړي چې باید د اوسېدو لپاره ان او سي سند واخلي په داسې حال کې چې ټول معلومات چې پولیس ورته اړتیا لري د پولیسو د ثبت په فورمونو کې شته خو بیا یې هم یوه پروسه پیل کړې ده."

پاکستانی پولیس د یوه افغان کډوال اسناد ګوري (عکس له آرشیف څخه)
پاکستانی پولیس د یوه افغان کډوال اسناد ګوري (عکس له آرشیف څخه)

په اسلام اباد کې میشت یو بل افغان کډوال سمیع الله بیا وايي چې د ان او سي سند د ورکړې د بهیر په اړه افغان کډوالو سره ډیر معلومات نه دي شریک شوي" دغه بهیر لا تراوسه دقیق نه دی چې یوازې د ویزو لرونکي کسان او که د کورنۍ ټول غړي دغه سند ترلاسه کولای شي. په دې اړه کړنلاره او پالیسي معلومه نه ده. له هغه وروسته چې اعلان شوی نور موږ څه نه دي اوریدلي."

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي دي چې له ان او سي اسنادو پرته افغانان دې له اسلام اباد څخه ووځي.

خو په اسلام کې بل مېشت افغان کډوال امید بیا چې د دغه سند د اخیستلو لپاره اړوندې ادارې ته مراجعه کړې وايي"دوه ورځې وړاندې هغه دفتر ته چې خلکو ته همدا خدمتونه وړاندې کوي د ان او سي کارت د جوړولو لپاره ولاړم. هلته دومره ګڼه ګوڼه وه چې له څو ساعته انتظار وروسته هم نوبت را ونه رسيد. يو څوک چې ويزه او پاسپورټ ولري ولې بايد دومره په عذاب شي؟ نه پوهېږم چې افغانان به کله له دغو ستونزو خلاصيږي."

امید وايي د دې سند د ترلاسه کولو لپاره باید د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اړوند د "ډیپټي کمېشنر" د مرستیال دفتر ته چې د اسلام اباد په جي ۱۱ سيمې کې دی مراجعه وشي.

په اسلام اباد کې میشت افغان کډوال داسې مهال دا اندېښنې څرګندوي چې دوه ورځې مخکې- دمرغومي په پنځمه، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته یو ځل بیا ویلي چې له اسنادو پرته افغانان دې له اسلام اباد څخه ووځي.

نقوي دغه شان زیاته کړې که افغان کډوال غواړي په اسلام اباد کې واوسي باید تر ټاکلې مودې د پاکستان د کورنیو چارو له وزارت څخه د ان او سي سند واخلي.

د یادونې ده چې په لومړي ځل د ان او سي سندونو د اخېستو اعلان د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په اسلام اباد کې د تیرې نومبر میاشتې په وروستیو کې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان چې اوس په زندان کې دی، د پلویانو په لاریون کې د افغانانو د نیولو له ادعا سره هممهاله کړی و.

XS
SM
MD
LG