په افغانستان کې نیول شوی پخوانی کاناډایي پوځي له شاوخوا دوه نیمې میاشتې زندان وروسته پرون یکشنبه ( د سلواغې په ۷مه) د قطر په منځګړیتوب ازاد شوی دی.
رویټرز خبري اژانس لیکلي چې ډاویډ لاویري ( David Lavery ) د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۱۱مه کابل کې نیول شوی و، خو زیاته کړې ده چې د هغه د نیولو لامل لا هم روښانه نه دی.
په کاناډا کې ملکي چارو ته د پخوانیو پوځیانو د انتقال شبکې چې ډاویډ لاویري ورسره کار کاوه، پخوا ویلي و چې دغه سرتیري د بشري چارو په موخه کابل ته وخت نا وخت سفرونه کول.
بل لورته د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي پرون پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې له ډاویډ لاویري سره یې خبرې کړي او په وینا یې هغه قطر ته رسیدلی دی.
نوموړې په دې برخه کې د خپل قطري سیال له همکارۍ او منځګړیتوب نه مننه کړې ده.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغه کاناډایي داسې مهال ازاديږي چې تېره اونۍ طالبانو په افغانستان کې دوه زنداني امریکایان په امریکا کې له یوه افغان زنداني سره تبادله کړل.