د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې د شاه و عروس بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه بند چې د جوړېدو چارې یې د پخواني جمهوري نظام پر مهال پيل او طالبانو بشپړې کړې، پرون سه شنبه د طالبانو د کابینې لوړپوړو غړو افتتاح کړ.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق "یونیسف" اعلان کړی چې په ۲۰۲۴ کال کې یې څه باندې اوولس زره افغان ماشومان له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي دي.
په پاکستان کې مېشتې افغان کورني او د کډوالو شورا وایي د دغه هېواد حکومت له پرون راهیسې ګڼ افغانان نیولي دي. د نیول شویو افغانانو شمېر ۸۰ تنه دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې اجرایوي مشره وایي، له سختو محدودیتونو او بنديزونو سره سره لا هم افغان ښځې خپل غږ پورته کوي، خپلې کیسې بیانوي او د بدلون لپاره هلې ځلې کوي.
د ملګروملتونو د ښځو څانګه وايي، په دې ورستیو کې په افغانستان کې د ښځینه کارکوونکو لپاره ننګونې زیاتې شوې دي.
په داسي حال کې چې پر واخان د پاکستاني پوځ د حملې په اړه په ټولنیزو رسنیو کې اوازې خپرې شوي، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د واخان په اړه د چین له سفیر سره کتلي او د پاکستان د استخباراتو ريیس تاجکستان ته تللی دی.
د اروزګان ولایت ۶۴ روغتیايي مرکزونو ته د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت طبي وسایل او درمل ورکړل شول.
د افغانستان په هرات کې پر هریرود سین د پاشدان بند د کار له پیلیدو کابو یوه میاشت وروسته ایران د دغه بند په اړه اندېښنه ښکاره کړه. هریرود سین د افغانستان له مرکزي سیمو سرچینه اخلي او پاشدان بند د ایران له پولې ډېر لیري هرات ښار ته څېرمه موقعیت لري.
د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې تاریخي ځایونه او لرغونې آبدې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخامخ دي. دوی نن دوشنبه له ازادي راډيو سره په خبرو کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د لرغوني تاریخي اثارو د ساتنې په برخه کې دې جدي پاملرنه وکړي.
یو شمېر افغان سوداګر ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې په افغانستان بانک کې له خپلو بانکي حسابونو تعین شوې اندازه پیسې نه شي ایستلی. د طالبانو د حکومت تر کنټرول د افغانستان بانک د بیان له مخې چې یو نیم کال وړاندې یې خپور کړی وه په میاشت کې له شرکتي حسابونو د ۴۰ زرو ډالرو ایستل تعین شوي.
د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت دغو موسسو او انجوګانو ته خبرداری ورکړی چې که د دوی امر ونه مني او ښځې پر دندو وګماري، جوازونه به یې لغوه کړي. اکبر همغږې کوونکې موسسې په حواله راغلي چې په روغتیا او پوهنه برخه کې ښځینه کارکوونکې له دې بندیزه مستثنی دی.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ۲۰۲۴ کال د افغان ښځو او نجونو پر حقونو له ځپونکو اقداماتو سره مل و. په دې کال کې د یوه قانون له مخې د ښځې غږ " عورت" وبلل شو او له نجونو د تحصیل د دوام یوازینۍ هیله، چې په نیمه عالي طبي موسسو کې زده کړې وې، هم واخیستل شوه.
نور راوښيه