فرانسوي چارواکو په افغانستان او ترکیه کې د میټامفټامین د « کریستال» په نوم د تولیدېدونکو نشه یي توکو د قاچاق او تولید په اړه انديښنه ښودلې ده.
د ایران په کرمان ولایت کې یو شمېر مېشت افغان کډوال وایي، د دغې هیواد په یاد ولایت کې د افغانانو بانکي حسابونه تړل شوي او درانه مالیات پرې لګولي شوي دي. د دغو کډوالو په خبره، هغه کسان چې د خپلو بانکي حسابونو د کنګلېدو د لغوه کولو لپاره بانکونو ته ورغلي، مالیاتي ادارو ته ورپېژندل شوي.
په افغانستان کې د سختې بې وزلۍ له کبله یو شمېر میرمنې اړې شوي چې خپل ویښته وپلوري. دوی وايي اوږده او هغه ویښتان چې رنګ شوي نه وي په ښه بیه پلورل کیږي. د ښځو د حقونو فعالان د ښځو او میرمنو له لوري د ویښتو پلورل په افغانستان کې د اقتصادي کړکیچ د زیاتوالي ښکاره بیلګه بولي.
د افغانستان دخبريالانو نړيوال فدراسیون "اى اف جي" او د افغانستان د خپلواکو خبريالانو ټولنه (اې اى جي يو) په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د افغان خبري اژانس په خبريال، مهدي انصاري باندې لګېدلي تورونه لغوه او نوموړی سم دستي خوشي کړي.
د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د خوست ولایت د شیخ زاید پوهنتون ادارې ته د دې پوهنتون د ۱۷ استادانو د منفکۍ مکتوب استولی دی. د شیخ زاید پوهنتون ځینو استادانو چې د منفک شوو استادانو په نوملړ کې یې نومونه شامل دي، ازادي راډیو ته یې وویل، "ټول د شرعیاتو پوهنځي استادان منفک شوي دي".
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)، په داسې حال کې چې افغانستان له سخت ژمي سره مخامخ دی، د خلکو د ساتنې او روغتیا لپاره یو لارښود خپور کړی دی.
افغان سوداګر وايي چې د پاکستان له لارې د مالونو ترانزیت یې شاوخوا اتیا سلنه کم کړی او پر ځای یې د منځنۍ اسیا او ایران پر لارو اتکا کوي. د دوی په وینا اوس افغانستان تر ټولو ډېره راکړه ورکړه له ایران سره لري.
د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت له راټیېدو وروسته ځیني خلک او هټیوال « دوکانداران» د خوراکي توکو له لوړو بیو شکایت کوي. د طالبانو ترکنټرول لاندې د افغانستان بانک د دوشنبې د معلوماتو پربنسټ د یوه ډالر د پیر او پلور بیه ۷۴ افغانیو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې تېره اوونۍ شاوخوا ۷۰ افغانۍ وه.
له زده کړو راګرځول شوې افغان نجونې په "اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده کړو" په اړه له دوه ورځنۍ ناستې وروسته، د طالبانو لخوا پر زده کړو د محدودیتونو پر دوام نیوکه کوي. دوی وايي کله چې نوره اسلامي نړۍ زده کړې روا بولي نو طالبان د افغان نجونو پر زده کړو د بندیز لپاره څه توجیه لري؟
د افغانستان له پوهنتونونو یو شمېر فارغ شوي کسان او د زده کړو د برخې ځینې فعالان د طالبانو د حکومت دې اعلان ته په اشارې سره چې وايي د دیني مدرسو زرګونو فارغانو او « دیني عالمانو» ته د لیسانس او ماسټرۍ سندونه ورکوي د اندیښنې وړ بولي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتروایي، سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې ځینې روغتیایي، ښوونیزې، خوراکي او د سرپناه لپاره بشري مرستې د قطع کېدو له خطر سره مخ دي. " اوچا " په یو تازه راپور کې اندېښنه ښودلې چې د بودجې نشتوالي په افغانستان کې د دوی پر دغو ژوند ژغورونکو مرستو ژوره اغېزه کړې ده.
د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم په اړه د رامنځته شویو لانجمنو بحثونو سربيره د کرکټ نړیوالې شورا په اتلانو جام کې د افغان ټيم حضور تاریخي یاد کړی. نړیوالې شورا د یکشنبې په ورځ د اتلانو جام لپاره د افغانستان د پنځلس کسیز سکواډ/نوملړ یادونه کړې.
نور راوښيه