د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې په اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده کړو د ملاتړ په موخه اسلامي هېوادونه او نړیوال سازمانونه راټول شوي دي. په ناسته کې به د طالبانو له خوا په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیزونه په اړه هم خبرې وشي.
یو شمېر کسان چې ادعا کوي د کورنۍ غړي یا خپلوان یې تېرو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي اوس له نړیوالې ټولنې عدالت غواړي او وايي دوی ته باید غرامت هم ورکړل شي. دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې تور لګولی چې د بهرنیو ځواکونو په بېلابېلو عملیاتو کې یې د کورنۍ غړي په قصدي ډول وژل شوي.
یوشمېر افغان میرمنې وايي، چې پر ښځینه حمامونو بندیز د میندو او کوچنیو ماشومانو ژوند په ځانګړې توګه په ژمي کې ستونزمن کړی دی. دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په کورونو کې د حمام کولو لپاره کافي امکانات نلري.
د خیبر پښتونخوا په پیښور ښار کې یوې محکمې د شاوخوا دوو میاشتو لپاره افغانستان ته د افغان سندرغاړو او هنرمندانو د ستنولو پریکړه وځنډوله. دغې محکمې تېره ورځ چارواکو ته امر کړی ترهغې چې د یادو افغان هنرمندانو د پناه غوښتنې د کېسونو په اړه پریکړه نه وي شوي دوی دې افغانستان ته نه ستنوي.
د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د نجونو د زده کړو په اړه نړیوال کنفرانس پیل شو. په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د نجونو د زده کړو په اړه په کې بحثونه کېږي. له تعلیم محرومې افغان نجونې او د ښځو د حقونو فعالانې له دې ناستې تمې لري چې پر طالبانو به فشارونه وارد کړي څو نجونو ته د تعلیم زمینه برابره شي
د هرات ولایت اوسېدونکی عبدالبصیر (۲۳) کاله مخکې د کار او خپل واده د لګښت برابرولو لپاره ایران ته تللی و چې هلته معتاد شو، خو اوس یې خپله کوژدنه او اولادونه له لاسه وتلي او تش لاس خپل کلي ته راستون شوی دی.
د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وایي، د نجونو د زده کړې په اړه په اسلام آباد کې د اسلامي نړۍ د استازیو په غونډه کې به د افغان نجونو او ښځو د زده کړې په ملاتړ خپل غږ اوچت کړي.
د بشري حقونو یو بنسټ وايي، وروستیو تحولاتو ته په پام داسې ښکاري چې ۲۰۲۵م کال به هم د بشري حقونو له اړخه د افغانستان لپاره ښه کال نه وي.
د افغانستان پاسپورټ یو ځل بیا په نړۍ کې د بې اعتباره پاسپورټونو په نوملړ کې راغلی دی. د هنلي موسسې د تازه راپور پر بنسټ د افغانستان پاسپورټ لرونکي کولای شي یوازې د نړۍ ۲۶ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي. یو شمېر افغانان بیا د پاسپورټونو د وېش په لړۍ کې د فساد د موجودیت په اړه ادعاوې کوي.
د کرکټ نړیواله شورا «ICC» وايي د افغانستان کرکټ بورډ په دې هېواد کې د « طالبانو» د پالیسو لپاره مسول نه شي ګڼل کیدای. د کرکټ مشهوري ویب پاڼې «کرک انفوCricinfo» د کرکټ د نړیوالې شورا د یو ویاند قوله لیکلي چې د افغانستان کرکټ او لوبغاړو ته د هغه څه له کبله سزا نه ورکوي، چې دوی یې مسئول نه دي.
تېره شپه یو ځل بیا پاکستاني ځواکونو د کونړ سرکاڼو او دانګام ولسوالیو باندې د توپونو په لسګونو ډزې کړې دي. د طالبانو د حکومت یوې سرچینې ازادی راډیو ته دا بریدونه تایید کړل او ویې ویل دوی هم په غبرګون د پاکستاني پوځيانو ځینې اهداف ویشتلي دي.
د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون په اسلام آباد کې د افغان وګړو د ډله ییز توقیف په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
نور راوښيه