د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

د مکروریانونو اوسېدونکي: د بلاکونو د تودوخې سیسټم کار نه کوي


د کابل د مکروریان د استوګنې بلاکونه
د کابل د مکروریان د استوګنې بلاکونه

د کابل ښار د مکروریانونو یو شمیر اوسېدونکي په دې ساړه ژمي کې د خپلو کورونو د تودولو لپاره له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

د ژمي د موسم له پیل او د هوا له سړېدو سره هم مهاله د کابل ښار د مکروریانونو ی شمیر اوسېدونکي د بلاکونو د مرکز ګرمیو د سیسټم د غیر فعال حالت په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره وايي د یخنۍ له امله سختو ستونزو سره مخ دي.

هغوی نن (د مرغومی ۷مه) له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی د خپلو کورونو د تنودولو لپاره هیڅ اسانتیاوې نه لري او ماشومان یې ناروغان شوی دي.

د دوی په خبره د طالبانو د واکمنۍ راهيسې دا درېم ژمى دى چې د خپلو اپارتمانونو د مرکز ګرمیو له غیر فعال حالت شکایت کوي، خو په خبره یې چا یې تر اوسه غږ نه دی اورېدلی.

د مکروریانونو اوسېدونکي وايي چې له تېرو نژدې درې نیمو کلونو راهیسې د بلاکونو د مرکز ګرمیو سیسټم کار نه کوي.

د کابل د مکروریانونو یوې اوسېدونکې پلوشې ازادي راډیو ته یې وویل"زموږ ستونزې په مکروریانونو کې ډېرې دي، مرکز ګرمۍ فعالې نه دي، زه د ساه لنډۍ سخته ناروغي لرم، د پښو او ملا تکلیف لرم او په څوکۍ په ناسته لمونځ کوم. د ټولو مکروریانو د خلکو ستونزې په ژمي کې ډېرې دي، ځکه موږ نشو کولی خپل کورونه ګرم کړو. ماشومان مې هم تل ریزش او ټوخېږي."

د مکروریانونو یوه بل اوسېدونکي جمشید بیا ازادۍ راډیو ته یې وویل"موږ ۴۵ کاله کېږي چې دلته اوسېږو. مخکې مرکز ګرمۍ فعالې وې، خو اوس سیسټم غیر فعال دی. هڅې روانې دي چې دا سیستم فعاله شي، خو تراوسه بې پایلې دي موږ ته اجازه نشته چې د لرګیو بخارۍ کېږدو، خونې کانکریټي دي او یخې دي، موږ له ګازه کار اخلو."

د بلاکونو اوسېدونکي وايي چې د خپلو کورونو د تودولو لپاره له ستونزو سره مخامخ دي.

د کابل د مکروریانونو د بلاکونو یو شمېر وکیلان تاییدوي چې د بلاکونو د تودوخې د سیسټم کار نه کوي، خو دوی د موضوع د حساسیت له کبله د دې موضوع په اړه له ازادي راډیو سره خبرې ونه‌ کړې.

د کابل د مکروریانونو د مرکز ګرميو د ریاست د ساتنې او مراقبت امر انجینر محمد انور هم په دې اړه يې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د کابل د مکروریانو د اوسېدونکو شکایتونه په داسې حال کې دي چې له دې مخکې د طالبانو حکومت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په خپله اکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي وو چې د ژمي په را رسېدو، د مکرويانو د استوګنيزو بلاکونو په ګډون د ښارګوټو او شخصي ودانیو خاوندان مسؤلیت لري چې ټول ګرمونکي سیستمونه ګازي یا برقي کړي چې د هوا له ککړتیا مخنیوی وشي.

XS
SM
MD
LG