د ارزګان ولایت مرکز ترينکوټ ښار د مساحت له پلوه کوچنی دی، خو ګڼه ګوڼه او د نقلیه وسایلو شمېر په کې ورځ تربلې زیاتېږي. د دې ښار استوګن وايي په ښار کې د نقلیه وسایلو د منظمو تم ځایونو د نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
په دې وروستیو کې په کندهار کې د فرنیچر د تولید صنعت په بېساري ډول پرمختګ کړی دی. اوس مهال د دې ولایت تر ۷۰ سلنه فرنیچر تولیدات محلي دي، چې پخوا به له بهرنیو هېوادونو واردېدل.
د ۲۰۲۴ میلادي کال له پای ته رسېدو سره همهاله، په افغانستان کې یو شمېر د ښځو د حقونو ملاتړي خوځښتونه وایي چې ښځې او نجونې د نوي کال له پیل سره هم له ګڼو خنډونو او ستونزو سره مخامخ دي.
په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د نظامي مقاومت له ډلو د "افغانستان د ازادۍ جبهې" په نوم ډلې ادعا کړې چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې یې د طالبانو د حکومت پر اهدافو بریدونه د جغرافیې له پلوه پراخ شوي دي.
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د کال لومړۍ واوره شوې، لارو، کوڅو، او واټونو سپینې جامې اغوستې، او خلک د ځانګړو دودونو په ترسره کولو سره د ژمي د موسم د لومړۍ واورې هرکلی کوي.
ډیورند کرښې ته څېرمه برمل ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو له بمبارۍ او ورته له بیلابیلوغبرګونونو نېږدې لس ورځې ورسته، تازه د پاکستان د دفاع وزیر ادعا کړې چې د طالبانو حکومت ورڅخه له سرحدي سیمو د تحریک طالبانو پاکستان (ټي ټي پي) ډلې د انتقال لپاره پیسې غوښتې دي، هغه ادعا چې د طالبانو حکومت رد کړې ده.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دوه زره پنځه ویشتم کال کې د سوداګرۍ د کچې خوار کمیدو ته د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې اندیښنه ښکاره کړې ده.
د امریکا په نیو اورلینز ښار کې پر خلکو د موټر خیژولو پرونۍ پیښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵ ته پورته شوی دی.
یو شمېر افغان مېرمنې وايي، د طالبانو له خوا د دوی پر کار او فعالیتونو محدودیتونو د دوی اقتصادي ستونزې ډېرې کړې دي. دغو مېرمنو له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې دوی ۲۰۲۴ زیږدیز کال په سختو او له ننګونو ډک اقتصادي حالاتو کې تېر کړ.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون (ای اف جې) د ۲۰۲۴ کال په وروستۍ ورځ د دې موضوع په څرګندولو زیاته کړې چې د یاد کال په ترڅ کې په ټوله نړۍکې ۱۲۲ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
د ۲۰۲۴ په جریان کې، بریتانیا ته د کوچنیو کښتیو له لارې د غیرقانوني کډوالو په رسېدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، چې افغان کډوالو یې تر ټولو لویه برخه جوړوله.
په افغانستان له لوړو زده کړو فارغ شوي یو شمېر ځوانان وايي له فراغت وروسته د بېکارۍ له ستونزو سره مخ دي. دوی وایي، بیکارۍ دومره تنګ کړی چې له ناقانونه لارو له هېواده د تیښتې لټه کوي.
نور راوښيه