د طالبانو له یوه غړي سره د دوو امریکايي وګړو تر تبادله کېدو ورسته اوس د امریکا د بهرنیو چار وزیر وايي، که طالبان له هغه څه چې وړاندې ويل شوي "نور امریکايي يرغمل" ولري امریکا ښايي د طالبانو د جګپوړو مشرانو پر سر "ډېره لویه جایزه" وټاکي.
مارکو روبیو پرون ناوخته، د دلوې په ۶مه نېټه په ایکس /پخوانی ټویټر کې ولیکل:
"اوس مې واورېدل چې طالبانو تر راپور شوي شمېر زیات امریکايي یرغمل نیولي دي. که دا خبره ریښتیا وي، موږ باید د طالبانو پر لوړپوړو مشرانو سملاسي یوه ډېره ستره جایزه وټاکو، ښایي له هغې هم لویه چې د اسامه بن لادن لپاره مو ټاکلې وه."
په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې له ترهګریزو بریدونو وروسته، متحدو ایاتونو د القاعده د مشر اسامه بن لادن د نیولو یا وژل کېدو لپاره د ۲۵ میلیونو ډالرو جایزه ټاکلې وه.
که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه جزییات نه دي ورکړي چې څومره امریکایان دا مهال له طالبانو سره یرغمل دي خو همدا څو ورځې مخکې د جنورۍ په ۲۱ مه د طالبانو حکومت او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ د یوه افغان او دوو امریکايي اتباعوو د تبادلې او خوشې کولو په اړه راپورونه ورکړل شول چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا موضوع تایید کړه..
له خوشي شویو امریکایانو یو یې رایان کاربېټ و، چې د کورنۍ په وینا یې، له ۲۰۲۲ کال راهیسې د طالبانو په بند کې و او د بل هغه نوم یې وېلیم مک کینټي ښودل شوی دی.
راخلاص افغان شوی بندي چې خان محمد نومېږي د نشه توکو په قاچاق او د ترهګریزو کړنو په تړاو په امریکا کې په عمري بند محکوم شوی و.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، دوه نور امریکایي اتباع، جورج ګلزمن او محمود شاه حبیبي لا هم د طالبانو په بند کې دي. خو طالبان د افغان الاصله امریکایي محمود شاه حبیبي د نیولو خبره ردوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د بهرنیو د چارو د وزیر د تازه څرګندونو په تړاو هم د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
په ورته وخت کې د افغان الاصله امریکایي محمود شاه حبیبي کورنۍ بیا د امریکا له نوي حکومته غواړي چې د طالبانو له بنده د حبیبي د خلاصون موضوع دې په خپلو لومړیتوبونو کې ونیسي.
د محمد شاه حبیبي ورور احمد شاه حبیبي نن ازادي راډيو ته په لیکلي پیغام کې ویلي «له پرلپسې غوښتنې سره سره د امریکا پخواني حکومت د حبیبي د خلاصون موضوع جدي ونه نیوله خو هیله لرو چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره له ځنډ پرته د حبیبي د خلاصونه په برخه کې اقدامات وکړي.»
د سیاسي چارو پوهان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په اړه بیلابیل نظرونه لري.
د نړیوالو چارو پوه له دې ډلې طارق فرهادي په افغانستان کې د بهرنیانو یرغمل ساتل د افغانستان په ګټه نه بولي وايي، د طالبانو حکومت باید له ځنډ پرته د امریکا له نوي حکومت سره دا ډول مسایل حل کړي:
نوموړي ازادي راډیو ته وویل:
«اوس به هرو مرو په افغانستان کې امریکايي یرغمل شوي کسان موجود وي کنه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا ډول څرګندونې نه کولې، افغانستان باید د امریکا له نوي حکومت سره چې په امریکا کې هم د لویو بدلونونو پلان لري د قطر او اماراتو له لارې اړیکې ولري او له ځنډ پرته دا ډول مسایل حل وفصل کړي، ځکه چې په افغانستان د بهرنیانو یرغمل ساتل د افغانستان په ګټه نه دي او باید ژر خلاص شي.»
د سیاسي چارو پوه حکمت الله حکمت بیا وايي د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې تر ډېره پر طالبانو د متحدو ایالتونو د فشار یو هڅه ده.
نوموړي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
« د امریکا له لوري دا ډول ګواښوونکې خبرې د هغه فشار سلسله ده چې افغانان یې باید مثبته و ارزوي، ځکه کوم تغیرات چې موږ تمه لرله چې په تېرو څه باندې دریو کلونو کې راشي له بده مرغه په دې برخه کې پرمختګ نه دی شوی نو ځکه دې ټولو مسایلو ته پام د امریکا نوې اداره غواړي چې په دا ډول پر طالبانو فشار راوړي چې دوی ځینو غوښتنو ته غاړه کیږدي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې پر طالب مشرانو د لویو جایزو د ټاکلو خبره کوي چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لیست کې د ۵۸ طالب چارواکو نومونه له وړاندې موجود دي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تور لیست کې شامل دی او د دغه هیواد د پلټنو فدرالي ادارې (FBI) داسې معلومات، چې د سراج الدین حقاني د نیولو لامل شي د لس میلیونو ډالرو انعام ټاکلی دی.
خو همدا درې ورځې مخکې سراجالدین حقاني او د طالبانو حکومت د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق د دوهم ځل لپاره متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ او هلته یې د دغه هېواد له مشر شیخ محمد بن زاید النهیان سره یې لیدلي و.
د یادونې ده چې تازه د جنایي نړیوالې محکمې څارنوال، کریم خان، د پنجشنبې په ورځ، د دلوې ۴مه اعلان وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو د یو شمېر مشرانو، په ځانګړې توګه د هغوی د مشر ملا هبتالله اخونزاده او د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو غوښتنه یې کړې ده. د طالبانو دا مشران په بشري جنایتونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د پراخو تبعیضونو په تور تورن دي.
خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې جنایي محکمې د څارنوال دې غوښتنې ته په غبرګون کې وویل چې دا اقدام په سیاسي انګېزه دوه ګونی چلند دی.