د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي او عام هېوادوال پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځي یرغل په اړه تقریبا یوه خوله دي او وايي دغه یرغل په افغانستان کې د غمیزو پیلامه وه.
د کابل ښار اوسېدونکی رحیم الله پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځي یرغل د پایلو په اړه ازادي راډیو ته وویل:
«د جدي شپږمه هغه خونړۍ ورځ ده چې د هېڅ افغان له یاده به ونه وځي، دوی چې کله راغلل په کلیو يې بمبارونه وکړل، قتل عام ویې وکړ او کله چې ښارونو ته راننوتل د خلکو کلتور او عننعات یې تر پښو لاندې کړل، له دوی موږ ډېرې بدې خاطرې لرو، د بشر ضد داسې کارونه یې کړي چې نه هېردونکي دي.»
د مزارشریف ښاراوسېدونکې زحل هم د ورته نظر لري:
«په همدې ورځ باندې روسانو د افغانستان په خاوره تیری وکړ له هماغې ورځې راپه دې خوا د افغانستان د خلکو د بدبختیو ورځې شروع شوي دي، افغانان یې بدبخته کړل، ډېر خویندې او میندې یې بورې کړې، انسانان ووژل شول او ټولو خلکو ته د سرومال تاوانونه واوښتل.»
۴۵ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ کال د مرغومي«جدي» په شپږمه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو پر افغانستان پوځي یرغل وکړ، د حفیظ الله امین د وخت حکومت یې ړنګ او ببرک کارمل یې واک ته ورساوه.
پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځي یرغل له کبله د افغانانستان په ګوټ ګوټ کې د افغانانو وسله واله مبارزه پیل شوه.
شوروي ځواکونه له نژدې یوې لسیزې جګړې وروسته د ۱۳۶۸ کال د سلواغې « دلو» په ۲۶ مه د جینوا د تړون له مخې چې د ۱۹۸۸میلادي کال د اپریل میاشتې په ۱۴ نېټه لاسلیک شو له افغانستانه ووتل.
د راپورونو له مخې پر افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د شاوخوا لس کلن یرغل له کبله څه باندې يو ميليون افغانان ووژل شول، کابو درې ميليونه نور ژوبل اوټپیان شول په ميليونونو افغانان د نړۍ گوټ گوټ ته کډوال شول، افغانستان له پراخې ويجاړۍ سره مخامخ شو او د پرمختگ په برخه کې کلونه کلونه شاته ولوېد او د جګړې په اور کې وسوځېده.
د طالبانو حکومت په دې مناسبت په خپور شوي بیان کې د شوروي اتحاد د برید د غندني ترڅنګ ویلي چې افغانانو ته خپله ازادي او استقلال ارزښت لري او د خپلې عقیدي په دفاع کې له هرڅه تیر دي.
د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري نن په خپور شوي بیان کې همدا شان راغلي چې د مرغومي پیښه راتلونکې نسلونه دې متوجه کوي چې باید د خپل دین او وطن څخه د دفاع په لار کې د اسلافو لار تعقیب کړي او د هرډول تجاوز او ظلم پر وړاندې په میړانه ودریږي.
په ورته وخت کې د پخواني شوروي اتحاد د پوځي یرغل د ۴۵ کلیزې په مناسبت په کابل کې جوړې شوې ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په پکتیکا کې د پاکستان وروستي هوايی برید ته په اشارې سره وویل چې په ټکو یې «افغانستان ته له سپک نظر کولو وړاندې باید د شوري اتحاد له واکمنو سره مشوره وکړي.»
د سیاسي چارو کارپوه او په جرمني کې د پوهنتون استاد محمد اسحاق اتمر پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځي یرغل په اړه ازادي راډیو ته وویل:
«پر افغانستان د شوروي یرغمل دواړو افغانانو او شوریانو ته بدمرغي راوړه، دغه پوځي یرغل له دواړو خواوو قربانۍ واخیستې، د شوروي په شاوخوا لس کلنه دوره کې ګڼ افغانان قرباني شول، بنسټونه لمنځه ولاړل او د مهاجرتونو لړۍ له بده مرغه پیل شوه چې ترننه دوام لري په ټوله کې دا ویلی شم چې د پخواني شوروي اتحاد پوځي یرغل یو لوی مصیبت وه.»
له دې ټولو سره سره ځینې هېوادوال له ډلې یې د لغمان ولایت اوسېدونکی عبدالمتین بیا وايي:
«هو دا سمه ده چې دوی پرافغانستان یرغل کړی خو دا واقعیتونه هم باید ووایو چې په ډیریو ولایتونو کې یې کارونه هم کړي دي او بله خبره دا چې دوی خو په خپله خوښه نه و راغلي، په افغانستان کې یې خلک لرل هغوی وهڅول چې راشي ځینې کړیو ورسره همکاري وکړه او راتګ ته یې خوشحاله وو.»
د سیاسي چارو بل کارپوه طارق فرهادي بیا له ازادي راډيو سره په خبرو کې سپارښتنه کوي چې افغانان باید د تاریخ له مهمو پړاوونو زده کړه وکړي او د یوبل په منلو سره ټول د داسې یوي قوي نظام په رامنځته کې کولو کې هڅه وکړي چې د خپلو خلکو او خاورې د دفاع سربیره نړۍ ورسره د دښمنۍ پرځای د مثبت تعامل لاره غوره کړي.