د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

د ایران حکومت په تهران کې د افغانانو یوه مشهوره کافي بنده کړه


ایراني چارواکو د ايران په تهران کې یوه پېژندل شوې "کافې" چې په یو افغان کډوال پورې اړوند وه، تړلې، ايراني پوليس د دې کار لامل له قانوني اسنادو پرته د کارګرانو ګومارل او د جواز نشتوالی يادوي.

په ايران کې د افغان کډوالو پر ژوند او کار د محدوديتونو له زياتېدو سره، د دغه هېواد په پلازمېنه تهران کې د "خانه‌ يې کابل" په نوم کافې چې په تهران کې د افغان کډوالو د راټولېدو یو نامتو ځای و، تړل شوې.

تسنیم خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړى چې دغه کافې د ډسمبر په ٢٥ د ايران د اماکنو د پوليسو له خوا د دې لپاره تړل شوې چې "بې اسناده بهرني اتباع" يې په کار ګومارلي و.

راپور زياتوي چې دغه کافې د هغو افغان کډوالو د راټولېدو ځای و چې د اوسېدو قانوني اسناد ېې نه درلودل.

د روان کال د ثور په میاشت کې د ایران حکومت د غیرقانوني بهرنیو کارګرو په ګومارلو جریمه ولګوله.

د ایران د کار وزارت د بهرنیو اتباعو د استخدام څانګې ویلي و چې، که څوک غیرقانوني کارګر وګوماري، هره ورځ به شاوخوا ۱.۲ میلیونه تومان (نژدې شل ډالره) جریمه کېږي.

چارواکو همداراز هغو کسانو ته چې د اسنادو پرته کډوال پر کار ګوماري، د سختو مجازاتو خبرداری هم ورکړی.

د ايران په تهران کې د" خانه کابل" کافې چې مولوي بازار ته نږدې موقعیت لري له څو کلونو را په دې خوا فعاله وه.

په ایران کې یو شمېر مېشت افغانان د دې کار لامل د افغانانو د ځورولو او بېرته ستنولو لپاره يوه پلمه ګڼي.

په ايران کې يو افغان کډوال چې د نوم له ښودلو ډډه کوي آزادي راډيو ته يې وويل:

"د ايران په تهران مولوي کې يو بازارک دى چې افغاني کلتوري وسايل پکې پېرل او پلورل کېږي همدې بازار ته څېرمه د کابل په نوم يوه کافې جوړه شوې وه چې ټول کارکوونکي يې افغانان وو او ډېرى افغانانو هلته ناسته پاسته لرله موده کېږي چې د ايران د روغتیا وزارت افغانانو ته کارت نه ورکوي په همدې دليل افغانانو ته له هر اړخه بېلابېلې ستونزې جوړوي "

په ايران کې بله افغانه کډواله حکيمه مهدوي چې له دوه نيم کالو راپه دې خوا په تهران کې ژوند کوي ازادي راډيو ته يې وويل:

"په ټوله کې يوه ارامه فضا ښه مېلمه پالنه يې درلوده د تړل کېدو دليل يې څرګند دى د دې لپاره چې موږ اتباع يو حق نه لرو چې ان خپل يو وړوکى تجارت خلاص کړو زه دوه نيم کاله کېږي چې دلته يم دوى دا نه شي ليدى چې افغانان خپل يو وړوکى کاروبار جوړ کړي او د دوى کسب او کار ترې اخلي"

په ايران کې يوه بله افغانه کډواله صديقه هم وايي چې په ايران کې د افغان کډوالو د کار پر وړاندې بنديزونه ډېر شوي.

"هغه څوک چې کاري جواز و نه لري په ايران کې فعاليت نه شي کولى او د ايران له حکومت څخه د کار جواز اخيستل ډېر سخت دي که څوک يې اخلي هم د ايراني په نوم يې اخلي کومه ازادي چې افغان کاريګر په افغانستان کې يې لري په ايران کې يې نه لري"

همهاله د ایران د پارلمان د شوراګانو او کورنیو چارو کمیسیون غړي، ابوالفضل ابوترابي، د کډوالو لپاره د یوې پېژندپاڼې او بانکي کارت د معرفي کولو پلان اعلان کړى. نوموړى وايي، یاد کارت به د شخصي او مالي معلوماتو ټولې برخې په یو بریښنايي سیسټم کې سره یوځای کړي.

ابوترابي تسنیم خبري اژانس ته ويلي: "دغه دوه اړخیز کارت به په یوه خوا د بانکي اسانتیاوو او په بل اړخ کې د کډوال د پېژندنې معلومات، او لس شمېرې اقامتي کود، ولري."

تر دې وړاندې د ايران، د "یزد" ولایت پولیسو اعلان کړی چې، ۱۹ سوداګریز مرکزونه یې د غیرقانوني کډوالو د ګمارلو له امله تړلي .

د ایران د راډیو تلویزیون د خبري اژانس د ډسبمر د لومړۍ نېټې د راپور له مخې، د یزد ولایت پولیسو او د عامه ځایونو د نظارت رييس، علي اکبر طباطبایي ویلي، دا مرکزونه له هغه وروسته وتړل شول چې هلته د اوسېدو او کار قانوني اسناد نه لرونکي بهرنیان په کار ګومارل شوي وو.

تر دې مخکې د میزان په میاشت کې په لورستان، تهران، کرمانشاه او اذربایجان ولایتونو کې په کرنیزو ځمکو، تولیدي شرکتونو، د خوراکي موادو په فابریکو او د ودانیزو پروژو په برخو کې د افغان کارګرانو ګومارل منع شوي وو.

XS
SM
MD
LG