د خبریالانو د یوه بنسټ راپور ښيي چې په ۲۰۲۴م کال کې چې ختمېدو ته یې یو څو ورځې پاتې دي، په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو له حقونو د سرغړونو ۱۸۱ پېښې ثبت شوې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په راپور کې راغلي، چې په دغو مواردو کې د طالبانو د محدودیتونو د نه رعایت په تور د رسنیو د فعالیت د بندولو ۱۸ پېښې او د خبریالانو د نیولو لسګونه موارد ثبت شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د بهرنیو اړیکو او عدالت غوښتنې د کمېټې مسوولې سمیې ولیزاده تېره شپه ازادۍ راډیو ته وویل، چې افغان خبریالانو او رسنیو ته ۲۰۲۴م کال تر ټولو بد و:
"د رسنیو د ازادۍ د ځپلو بهیر په شدت ګړندی شوی دی. د هغو شمېرو له مخې چې موږ ترلاسه کړي، په افغانستان کې د خبریالانو او داخلي رسنیو له حقونو څخه د سرغړونو پېښې د تېر کال پر تله اته سلنه زیاتې شوي او ۵۰ خبریالان نیول شوي، چې دا د اندېښنې وړ خبره ده."
د افغانستان د خبریالانو مرکز په راپور کې چې پرون پنج شنبه خپور شو راغلي، چې د نیول شویو خبریالانو له ډلې لږ تر لږه پنځه تنه یې له دوو تر پنځو کلونو بند محکوم شوي دي.
د راپور په یوه برخه کې راغلي، په ۲۰۲۴م کال کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون له خپرېدو سره د ډول- ډول مطبوعاتي دستورالعملونو خپرېدو، د رسنیو د ازادۍ ځپل، تازه او پېچلې مرحلې ته داخل کړي دي.
طالبانو د دغه نوي قانون له مخې د افغانستان په څو ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د تصاویرو خپرول منع کړي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په وینا، طالبانو په ۲۰۲۴م کال کې رسنیو ته اووه تازه دستورالعملونه ابلاغ کړي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا (یوناما) تېره میاشت په یوه راپور کې ویلي وو، چې د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو له بشري حقونو د سرغړونو ۳۳۶ پېښې یې مستندې کړې دي.
د یوناما د راپور له مخې دغه پېښې د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې له ۱۵مې د ۲۰۲۴م کال د سپټمبر میاشتې تر ۳۰مې پورې دي، چې په هغوی کې د خپلسرو نیونو ۲۵۶ موارد، د شکنجې او ناوړه چلند ۱۳۰ پېښې او د ګواښلو ۷۵ موارد شامل وو.
په همدې حال کې په پاریس کې، د بې پولې خبریالانو د بنسټ د جنوبي اسیا د برخې مسوولې سیلیا مرسیر (Celia MERCIER) ازادۍ راډیو ته ویلي، چې طالبانو د رسنیو او خبریالانو ځپل زیات کړي دي:
"په تېرو درېیو کلونو کې د افغان خبریالانو ټکول په پرله پسې ډول زیات شوي او د رسنیو ازادي په ۲۰۲۴ کال کې تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېده. د طالبانو رژيم خبريالان په نښه کړي د هغوی د نیولو او تر محاکمې مخکې یې د توقیف شمېر څو برابره زيات کړى دى. د طالبانو حکومت په ناسمو پلمو خبریالان د مجرمانو په څېر نیولي او زنداني کړي دي. موږ د هغو قوانينو او مقرراتو د زياتوالي شاهدان يو چې له مخې یې د افغان خبريالانو د کار شرايط لا خرابوي او سانسور پیاوړی کوي.»
د طالبانو د یوه تازه دستورالعمل له مخې چې د ۲۰۲۴م کال په سپتمبر میاشت کې یې رسنیو ته لېږلی، په ژوندۍ بڼه د سیاسي خپرونو خپرول او د رسنیو له خوا د طالبانو حکومت د قوانینو او پالیسیو نقد کول منع شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې د دغه امر له مخې رسنۍ نه شي کولي له هغو کسانو سره خبرې وکړي، چې د طالبانو حکومت له خوا تایید شوي نه وي.
طالبانو لا د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغه راپور په باب څه نه دي ویلي، خو پخوا یې ویلي وو چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې رسنۍ ازادې دي.
په خوست کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ د ۲۰۲۴م کال په فبروري میاشت کې له رسنیو سره د ښځو هر ډول ټلیفوني تماسونه منع کړل.
طالبانو تر دې مخکې د هلمند ولایت په محلي رسنیو کې د ښځو د ږغ خپرېدل منع کړي وو.
د جمهوریت په کلونو کې د افغانستان یوه د پام وړ لاسته راوړنه، په دغه هېواد کې د بې شمېره ازادو رسنیو فعالیت و.
خبریالان او د رسنیو د ملاتړ بنسټونه وايي، چې د طالبانو حکومت په بېلابېلو پلمو په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د ازادانه فعالیت مخه نیولې ده.