خبرونه
د ایران د خصوصي سکتور استازو له طالب چارواکو سره کتلي دي
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د ایران د خصوصي سکټور استازو د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ د کچې لوړولو او نورو مسایلو اړوند خبرې اترې کړې دي.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یکشنبې په ورځ د دلوې په ۷ مه نېټه په یوه خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو له چابهار بندره د اعظمي ګټې اخیستنې، افغانستان د بې کیفیته سوداګریزو توکو او د پولو پر کوچینو بازارونو بحثونه کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د ایران د خصوصي سکټور استازو په دې لیدنه کې په افغانستان کې د کانوتو، کرنې او صنعت برخو کې پانګونې ته لېواتیاښودلې ده.
د ایران د خصوصي سکټور استازي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په مشرۍ د یو لوړپوړي پلاوي په ترکیب کې پرون کابل ته تللي دي.
عراقچي کابل ته د خپل یوه ورځني سفر په ترڅ کې د طالبانو د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو او نورو موضوعاتو خبرېکړي او بیا د ورځې په پای کې د مازدیګر چای لپاره د کابل یو رسټورانت ته تللی وه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پاکستاني پوځ وايي بلوچستان کې یې د وسلوالو برید شنډ کړی
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په بلوچستان ایالت کې یې د وسله والو یو برید شنډ کړی دی.
پوځ نن په یوه بیان کې وویل چې اسلامپالو وسله والو هڅه کوله په چاودېدونکو توکو بار یو موټر په قلعه عبدالله ولسوالۍ کې د پوځ په پوسته کې والوزوي، خو بیان زیاتوي چې د پوځ سرتېرو د بریدګرو مخه ونیوله او په نتیجه کې یې موټربم د پوستې له دېوال سره ولګېد او وچاودېد.
د پوځ د بیان له مخې په دې برید کې دوه پاکستاني سرتېرې ووژل شول.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وخت ناوخته پر پوځ او امنیتي ځواکونو حملې کېږي چې مسوولیت یې یا د پاکستاني طالبانو تحرک ټي ټي پی او یا د بلوڅ بېلتونپالو د پوځ په نوم ډله مني.
په بیلابېلو ولایتونو کې د سختې واورې او ورښت وړاندوینه شوې
د افغانستان د هواپېژندنې اداره اټکل کوي چې نن او سبا به د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې واورې او بارانونه ووري.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت نن پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې په کونړ، نورستان، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، تخار، بدخشان، کندز، بغلان، میدان وردګو، پروان، سمنګان، بامیان، بلخ، سرپل، غور، فاریاب، جوزجان او بادغیس ولایتونو او همداراز په سالنګونو کې به د واورې کچه د ۱۰ او ۴۰ سانتي مترو او د باران کچه د ۱۵ او ۲۵ م. م ترمنځ وي.
همدې وزارت په یوه جلا بیان کې ویلي دي چې نن او سبا (د سلواغې لسمه) په سالنګونو او د هېواد په لویدیځو، جنوبي او شمال ختیځو سیمو کې د سختو بادونو اټکل کېږي. د شوي اټکل له مخې د دې بادونو سرعت به په ساعت کې د ۵۰ او اتیا کیلومترو ترمنځ وي.
د افغانستان کرکټ بورډ د علي رضا اساهي له کورنۍ سره غمشریکي وکړه
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس میرویس اشرف او د دې ادارې یو شمېر کارکوونکو د دوشنبې په ورځ، د دلوې د میاشتې اتمه نېټه، د علي رضا اساهي کور ته لاړل او د هغه له اولادونو او نورو د کورنۍ غړو سره یې غمشریکي وکړه.
ویل شوي چې د افغانستان کرکټ بورډ د علي رضا اساهي د کورنۍ د ملاتړ لپاره درې زره امریکایي ډالر ځانګړي کړي دي.
تر دې وړاندې د ملي لوبډلې لوبغاړو، راشد خان ، ګلبدین نایب، او رحمن الله ګربز، هم د علي رضا اساهي له کورنۍ سره د مرستې ژمنې کړې وې.
رضا اساهي، چې د نړۍ د باډي بیلډینک په برخه کې دوه ځله د مخکښو اتلانو په کټګورۍ کې قهرمان پاتې شوی و، د دلو طمیاشتې په څلورمه نېټه د کابل په ښار کې د زړه حملې له امله ومړ.
د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر د موسیقۍ الې او د ښځو وېښته سوځولي
د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت خبر ورکړی چې د موسیقۍ یوشمېر الې او د ښځو ۹۰۰ کیلوګرامه وېښته یې سوځولي دي.
د یاد وزارت په یوه تازه بیان کې ویل شوي چې د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د شکایتونو د اورېدو د ریاست کارکوونکو دا موسیقي الې او وېښته ترلاسه کړي وو. وزارت زیاته کړې چې دا توکي یې په وروستیو ورځو کې سوځولي دي.
دا لومړی ځل دی چې طالبان د ښځو د وېښتو د سوځولو خبر ورکوي، خو د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، څو ځله یې د موسیقۍ الې سوځولي او ویجاړ کړي دي.
د نجونو پر تعلیم بندیز؛ د جهادي مدرسو اغېز او د بشري حقونو مرکز خبرداری
په یوه تازه څېړنه کې چې د افغانستان د بشري حقونو مرکز خپره کړې، په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم د بندیز په اړه د جهادي مدرسو د منفي او خطرناک اغېز په اړه خبرداری ورکړل شوی دی. د څېړنې په وینا، دا مدرسې د افغان ځوانانو پر ذهنیتونو جدي اغېز لري.
د یاد مرکز له خوا خپره شوې څېړنه، چې "د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې باکیفیته زده کړو ته د ښځو د لاسرسي" تر عنوان لاندې ترسره شوې، وايي چې طالبانو د ښوونځیو تعلیمي محتوا بدله کړې او ځینې مهم مسایل یې ترې لرې کړي دي. په څېړنه کې دا هم ادعا شوې چې په افغانستان کې د جهادي مدرسو شمېر تر رسمي اعلان شویو شمېر څو ځلې زیات دی.
د طالبانو د پوهنې وزارت په دې اړه ویلي چې په ټول افغانستان کې څه باندې ۲۱ زره مدرسې فعالې دي.
د افغانستان د بشري حقونو مرکز د پرځېدلي جمهوري نظام د لوی څارنوال فرید حمیدي، د طالبانو له خوا د منحل شوي د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د پخوانۍ مشرې سیما سمر، او د همدې کمیسیون د یوه کمیشنر موسی محمودي له خوا جوړ شوی دی.
د بنګلدېش د اورګاډي د شبکې د کارکوونکو اعتصاب ټول ریلونه ودرول
په ټول بنګلدېش کې د اورګاډي تګ راتګ نن وروسته له هغه ودرېد چې د اورګاډي د شبکې کارکوونکو د تقاعد په تنخواګانو او نورو امتیازونو کې د زیاتوالي غوښتنې لپاره اعتصاب پیل کړ. دې اعتصاب لسګونه زره مسافر اغېزمن کړي دي.
د بنګلدېش د اورګاډي د کارکوونکو د ټولنې مشر، سیدالرحمان، وویل چې اعتصاب وروسته له هغه پیل شو چې د نوبل د سولې د جایزې ګټونکي محمد یونس په مشرۍ له موقت حکومت سره د دوی خبرې بېنتیجه پاتې شوې. نوموړي زیاته کړه چې اعتصاب به تر هغه وخته دوام وکړي چې غوښتنې یې ونه منل شي.
د ۱۷۰ میلیونه وګړو لرونکي بنګلدېش دولتي اورګاډي شبکه په کال کې شاوخوا ۶۵ میلیونه مسافر لېږدوي، او د دې شبکې درېدلو پراخ اغېز پرېښی دی.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د یوناما درې میاشتنی راپور رد کړ
د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر یوناما هغه راپور رد کړی چې وايي د افغان ښځو پر حقونو محدودیتونه زیات شوي دي.
یوناما د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر او ډسمبر میاشتو په اړه په یوه درې میاشتني راپور کې ویلي چې په دې موده کې واکمنو طالبانو پر ښځو او نجونو محدودیتونه زیات کړي دي. په راپور کې د ښځو پر تعلیم د بندیزونو، د طبی علومو په موسسو کې د ښځینه زدهکړو د مخنیوي، او د امربالمعروف د قانون د تطبیق په اړه اندېښنه څرګنده شوې، چې د یوناما په وینا د ښځو او نجونو اساسي آزادۍ زیانمنوي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت نن پر خپله ایکس / پخواني ټویټر پاڼه په یوه بیان کې دا راپور رد کړی او اندېښنې یې بېبنسټه بللې دي. په بیان کې د یوناما د راپور هغه برخه له حقیقته لیرې بلل شوې چې وايي ښځې نهشي کولای له شرعي محرم پرته بازار ته ولاړې شي. وزارت ویلي چې د امربالمعروف په قانون کې په دې اړه د هېڅ راز محدودیت یادونه نه ده شوې.
د امربالمعروف وزارت له یوناما غوښتي دي چې د طالبانو هغه مثبت اقدامات، لکه د مهر، میراث، جبري ودونو او کورني تاوتریخوالي په برخه کې، له پامه ونه غورځوي.
ازبکستان ومنله چې د حیرتان- مزارشریف د ریلګاډي عملیاتي چارو ته دوام ورکړي
ازبکستان د افغانستان د طالبانو له حکومت سره موافقه وکړه چې د حیرتان-مزار شریف پر ریللارې د ریلګاډي د تګ راتګ د عملیاتو او ساتنې قرارداد اوږد کړي.
د ازبکستان د ترانسپورت وزارت پرون وویل چې دا موافقه تاشکند ته د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ریللارو د ادارې د مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده د سفر او د ازبکستان د ترانسپورت له وزیر الهام مخاموف سره په کتنه کې وشوه.
د طالبانو د ریللارو د ادارې مرستیال د جنورۍ له ۲۱مې څخه تر ۲۳مې پورې په تاشکند کې و.
په دې کتنه کې د ترانس-افغان ریللارې د پروژې په کار کې د چټکتیا او د راتلونکو مرحلو د پلان په اړه هم بحث وشو.
ترانس افغان هغه پروژه ده چې ازبکستان د افغانستان له لارې له پاکستان سره نښلوي.
د نوي تمدید شوي قرارداد له مخې به، د ازبکستان د ریللارو د ګډ شرکت یوه فرعي اداره، سوګدیانا ټرانس LLC، د حیرتان-مزار شریف ریل پټلۍ مدیریت ته دوام ورکړي. دا ریللار په ۲۰۱۰ کال د ۱۲۹ میلیون ډالرو په لګښت جوړه شوې وه او د بشپړېدو له وخته د سوګدیانا ټرانس له خوا اداره کېږي.
د افغان کډوالو په اړه له تاجکستانه د م.م. غوښتنه
ملګروملتونو ویلي چې تاجکستان باید د افغان کډوالو ایستل ودروي.
ملګروملتو دا غوښتنه وروسته له هغې وکړه چې تاجکستان تېره میاشت لسګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستول.
د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې دوی معلومات ترلاسه کړي چې د دسمبر په میاشت کې له تاجکستان څخه لږ تر لږه ۸۰ افغان کډوال افغانستان ته ایستل شوي دي. دغه اداره زیاتوي چې ډېری ایستل شویو کسانو قانوني اسناد او د کډوالۍ کارتونه هم لرل.
دا اداره زیاتوي چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه شاوخوا ۹ زره افغان کډوال په تاجکستان کې مېشت وو.
د افغانستان د ښځو د کرکټ جلاوطنه لوبډله مسابقه کوي
د استرالیا د کرکټ د ادارې اجرايي ريیس پرون (دوشنبې) په ملبرن کې د افغانستان د ښځو د کرکټ د جلاوطنه لوبډلې د یوې نمایشي مسابقې د تابیا خبر ورکړ.
د افغانستان د ښځو کرکټ لوبډله به، چې په استرالیا کې له مېشتو افغان کډوالو څخه جوړه ده، د پنجشنبې په سهار د مېلبرن په جنکشن اوول کې د وِدهاؤټ بورډرز XI پر وړاندې شل اوریزه لوبه وکړي.
دا لومړی ځل دی چې دوی د طالبانو له واک ته رسیدو او له خپل هېواد څخه له وتلو وروسته په یوه لوبډله کې رایوځای کېږي.
د دې ټیم نیمایي لوبغاړې په کانبیرا کې او نیمايي نور په مېلبرن کې اوسي.
د استرالیا د کرکټ د ادارې اجرايي ريیس نیک هاکلې د افغانستان د ښځو د ټیم د مسابقې اعلان په داسي حال کې وکړ چې دوې افغان لوبغاړې ناهیده څپاند او فیروزه امیري یې ترڅنګ ولاړې وې.
ده هیله څرګنده کړه چې دا مسابقه به افغان لوبډلې ته د نورو مسابقو لاره هواره کړي.