په ایران کې د افغان کډوالو پر استوګنه او کار د محدودیتونو په دوام تازه د ایران یوه جګپوړي امنیتي چارواکي اعلان کړی چې په دې هېواد کې د بې اسنادو "بهرنيو وګړو" استوګنه جرم دی. ایراني چارواکي او رسنۍ د "بهرنیو او غیر قانوني وګړو" اصطلاح په دې هیواد کې د دېره افغان کډوالو لپاره کاروي.
د ایران تسنیم خبري آژانس د پنجشنبې په ورځ د مرغومي ۶مه د پولیسو د عمومي قوماندان د ځای ناستي سردار قاسم رضایي له قوله راپور ورکړی چې د دغو غیر قانوني وګړو په کار ګمارنه هم جرم دی.
هغه په کیش ټاپو کې په یوې غونډه کې له مسؤلینو غوښتنه وکړه چې په ځانګړي ډول په سیاحتي سیمو لکه کیش کې دې دې مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي.
تازه محودیتونو په ایران کې دېره افغان کډوالو اندېښمن کړې دي.
په ایران کې دېره یوشمېر افغان کډوالو له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې د ایراني چارواکو د تازه اعلان په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ایران یوه جګپوړي امنیتي چارواکي په دې هیواد کې د غیر قانوني وګړو استوګنه او کار جرم بللی دی.
صفی الله، چې په کیش کې اوسېږي وايي"یو کال کېږي چې زه په کیش کې یم. د امام خمیني په بلوار کې په یوه فابریکه کې کار کوم. دلته شرایط ډېر سخت دي. افغانانو ته هېڅ اجازه نه ورکوي او وایي تجارتي ښار دی او نه غواړو افغانان نظم ګډوډ کړي. هغه ځای چې زه کارپکې کوم، د یوه افغان دى. کنه ایرانیان د پولیسو له وېرې هېڅوک کار ته نه نیسي."
د تهران د پاکدشت سیمې اوسېدونکی احمد زبیر وایي څو ورځې مخکې پولیسو په دې سیمه کې فابریکې د افغانانو د ګومارنې په جرم وتړلې او هغوی یې له کاره وایستل. نوموړی وايي"فابریکې یې په بشپړ ډول تړلې دي او ویلي یې دي چې نور افغانان نه ګوماري. حالت ډېر خراب دی او اوس مو کار لټوو چې وګورو په نورو سیمو کې پیدا کېږي که نه. افغانان هره ورځ ايستل کېږي او وضعیت هېڅ د پخوا په څېر نه دی."
یو شمېر افغان کډوال چې په کیش او نورو سیمو کې اوسي، وایي پر افغانانو د ژوند کړۍ تنګېږي او اکثره فابریکې افغانان په کار نه ګوماري.
ايراني چارواکي د دې هیواد پر اقتصاد او زیربناوو د بهرنیو وګړو د فشار په اړه پرله پسې اندېښنې څرګندې کړې دي.
د ایران د کار وزارت د بهرنیو وګړو د استخدام څانګې اعلان کړی چې که څوک د دوی په وینا غیر قانوني کارګران وګوماري، نو د هرې ورځې په بدل کې به شاوخوا ۱.۲ میلیون تومان (۲۰ ډالر) جریمه ورکوي.
حکومت څو ځله د غیر قانوني کډوالو د ځپلو هڅې کړې دي او اقتصادي ستونزې یې د دې اقداماتو لامل ګڼلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ٢٠٢١ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بېا واکمنېدو وروسته ایران ته د افغان کډوالو ورتګ ډېر شو.
ډېری دا کسان د سیاسي بې ثباتۍ، تاوتریخوالي او اقتصادي ستونزو له امله دې هیواد ته پناه وړې.
ایراني چارواکو مخکې ویلي وو، چې د ۲۰۲۵ کال تر مارچ میاشتې پورې به له دې هیواده له دوه میلیون ډېر افغان کډوال وباسي.