د افغانستان د نارینه وو کرکټ له لوبډلې سره د پرېکون پر وړاندې لسګونه افغانانو د بریتانیا د پارلمان مخې ته لاریون وکړ او په خپلو شعارونو کې یې کرکټ د افغانانو یوازینۍ خوښي وبلله.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو شمېر مسوولان د طالبانو د حکومت د امنیتي ادارو له خوا له سوداګرو او پانګوالو سره د ناسم چلند او د دوی د ځورونې په اړه اندیښنه ښيي.
د پاملرنې نړيوال سازمان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینټ وايي چې په نړیوالو خبرو اترو او پریکړو کې باید د افغان کډوالو غږونه واورېدل شي.
د بشري حقونو څار سازمان د کرکټ له نړیوالې شورا « ICC» د افغانستان د غړیتوب د ځنډولو غوښتنه کړې ده.
سپینه ماڼۍ وايي، په افغانستان کې پراخ بشري ناورین او د ژور اقتصادي سقوط احتمال ته په پام د دغه هیواد په تړاو دې اعلان شوی بیړني وضیعت د امریکا د ولسمشر له خوا د روان کال د فبرورۍ له ۱۱مې نیټې وروسته پورې وغځول شو.
د اروزګان ولایت فني او مسلکي کسان په دې باور دي چې ځوانان باید د ښوونځي او پوهنتون له زده کړو سره سره د کسب او کار زده کړې هم وکړي. د دوی په وینا، داسې مهارتونه د ځوانانو لپاره ډېر ارزښت لري.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې روان ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې تر پنځه لکه ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي.
د طالبانو حکومت د افغانستان او پاکستان تر منځ د سرحدي بازارونو د جوړولو وړاندیز رد کړی دی. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دې هیواد له لوري ایران او افغانستان سره د سرحدي بازارونو د جوړولو وړاندیز شوی و چې افغانستان دغه وړاندیز رد کړی دی.
په دې ورستیو کې د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې درنې واورې، طوفانونه او بارانونه شوي چې مرګ ژوبله یې رامنځته کړې ده.
د اروپایي ټولنې د سرحدونو اداره وایي، تېر ۲۰۲۴ کال کې اروپا ته په ناقانونه لارو د کډوالو ورتګ ۳۸ سلنه کم شوی دی.
نور راوښيه