په داسې حال کې چې ژمی پیل شوی او هوا ورځ تر بلې په سړیدو ده، یونیسیف په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب د خطر د زیاتیدو خبرداری ورکړی.
د ملګروملتونو دې اړوندې ادارې په خپل تازه راپور کې چې د مرغومي په شپږمه خپور شو ویلي دي چې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب خطر به لا زیات شي ځکه وړاندوینه کیږي چې د لا نینا La Niña اقلیمي حالت د ۲۰۲۴ له دسمبر څخه د ۲۰۲۵ کال تر فبروري پورې دوام وکړي.
اټکل کېږي چې په راروان پسرلي کې به په افغانستان کې د ورښتونو کچه کمه شي.
د هواپېژندنې د نړیوال سازمان WMO د ویبپاڼې د معلوماتو له مخې لا نینا هغه طبیعي اقلیمي پدیده ده چې په هرو ۳ تر ۵ کلونو کې یو ځل رامنځته کیږي او په ترڅ کې یې د آرام سمندر په پراخو مرکزي او ختیځو استوايي برخو کې د سمندر د سطحې تودوخه په دوره یې ډول ټیټېږي او یخ یې وهي.
یونیسیف ویلي چې د دې اقلیمي پدیدې له امله به د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ کلونو تر منځ د ژمي په موسم کې د مجموعي اورښت کچه له اوسط څخه ټیټه وي او تمه کیږي چې دا شرایط د ۲۰۲۵ کال د پسرلي فصل تر پایه دوام وکړي.
یونیسیف د خوړو د نا امنۍ د احتمالي زیاتیدو د ځینو نورو عواملو لکه د خوندیتوب د امکاناتو د کموالي، خراب اقتصادي وضعیت، لومړنیو خدمتونو ته د نه لاسرسي، طبیعي خطرونو، د اقلیم له امله د رامنځته کیدونکو ټکانونو او همدارنګه د سیمه ییزو سیاسي تحرکاتو یادونه کړې چې په خبره یې د افغانانو د رغېدنې پروړتیا منفي اغیز کوي.
په عین حال کې یوشمیر بې وزلې کورنۍ وايي چې خپلو ماشومانو ته د خواړو برابرولو ته حیران دي.
بېوزلې کورنۍ شکایت کوي چې نه شي کولای خپلو ماشومانو ته خواړه برابر کړي.
د کابل اوسیدونکې، ذکیه چې د شپږو ماشومانو یواځینې سرپرسته ده، وايي "له غرمې نه چې شپې ته ډوډۍ پاتې کیږي زه خپله یې نه خورم چې ماشومانو ته مې پاتې شي او دوی ماړه شي. دوی هم نه مړېږي. ډوډۍ او چای راوړي ځان ته، بوره نه وي چې په چایو کې یې واچوي. یو یې ډوډۍ خوري یو یې نه خوري، وضعیت مو ډیر خراب دی."
د کندهار ولایت یوه اوسیدونکې چې نه غواړي د کورنۍ ستونزو له امله یې نوم یې په راپور کې واخیستل شي هم وايي "کونډه ښځه یم، اته اولادونه لرم، د خلکو کالي مینځم، د کور کارونه یې کوم، تشنابونه یې مینځم، په کور کې دومره څه نه لرم چې یوه ډوډۍ یا بل څه پرې واخلم. د خلکو له کورونو وچه ډودۍ راوړم خیشتوم یې او اولادونو ته مې ورکوم."
دا بېوزلۍ کورنۍ په داسې حال کې د اقتصادي ستونزو له کبله شکایت کوي چې د یونیسیف د اټکل له مخې ۱۴.۸ میلیون خلک به چې د افغانستان د ټولو وګړو۳۲ سلنه جوړوي د ژمي په میاشتو کې د خوړو شدید نه خوندیتوب تجربه کړي.
یونیسیف ویلي چې دا کسان به د ۲۰۲۴ کال له نومبر میاشتې څخه د ۲۰۲۵ کال تر مارچ میاشتې پورې د خوراکي توکو بشري مرستو ته بیړنۍ اړتیا لري.
د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو ایف پي هم د ډسمبر په ۲۴ مه پر خپله اېکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي و، چې بې رحمه ژمی پیل شوی او په سږکال دوی کولای شي له یوازې شپږ میلیون افغانانو سره مرسته وکړي.