د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست، نور جلال جلالي پرون (چهارشنبه د ډسمبر ۲۵ مه) په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، د افغانستان له ۴۰۰ ولسوالیو څخه یوازې په ۹۳ کې یې روغتیايي مرکز شته.
نوموړي زیاته کړه، د ولسوالیو اوسیدونکي د ډیرو وړو ستونزو لپاره هم په لوړو لګښتونو او له سختو لارو څخه په تیریدو د ولایتونو مرکزونو ته مراجعه کوي.
په همدې حال کې د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو یو شمیر اوسیدونکي په خپلو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو له نشتوالي او روغتيايي خدمتونو ته د نه لاسرسۍ په اړه شکایت لري.
د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ اوسیدونکي لعل ګل له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې دوی په خپله سیمه کې د روغتیايي مرکز د نشتوالي له امله اړ دي چې د درملنې لپاره اوږد مزل وکړي.
«دلته چې ناروغ پیدا شي موتړ کې یې کینوو او جلال اباد ښار ته یې وړو ۵ ۶ زره افغانۍ یواځې په کرایه کې ځي، زموږ په سیمه کې کلینیک نشته چې د ناروغانو درملنه پکې وشي.»
د جوزجان ولایت د لب جر کلي اوسیدونکی علاودین هم ورته شکایت لري.
«روغتیايي مرکزونه دومره لرې دي چې خلک ریکشا یا سراچه کرایه کوي او خپل ناروغ د شپې وي که د ورځې وي مرکز ته وړي، یو کلینیک ته ډیره شدیده اړتیا ده دلته.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو لویې کمېشنرۍ ویلي و چې ۱۳،۲ میلیونه افغانان د ۳۴ ولایتونو په داسې سیمو کې اوسېږي چې آن په یو ساعت واټن لاره کې هم لومړنیو روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
د روغتیا نړیوال سازمان همکارې ادارې (هیلت کلستر) هم راپور ورکړی و چې دا مهال په افغانستان کې ۱۷عشاریه ۹۰ میلیونه وګړي بشري-روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.
خو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو د پراخولو په اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده له خوا په ولسوالیو کې د ۳۱۸ روغتونونو د جوړولو لپاره بودجه ځانګړې شوې ده او تعمیراتي چارې به یې عملا پیل شي.
د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت د پالیسۍ معین، محمد حسن غیاثي په همدې کنفرانس کې وویل، د دې وزارت د شمیرو له مخې اوسمهال دا برخه د ښځينه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ نه ده.
خو د طالبانو د مشر د یوه شفاهي فرمان له مخې د افغانستان د طبي زده کړو په ټولو انسټېټیوټونو کې د ښځینه زده کونکو پر زده کړو بندیز بیا په ملي او نړیواله کچه روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسۍ او همداراز د روغتیايي برخې د ښځينه کارکوونکو د کمښت په برخه کې اندیښنې راپارولي دي.