د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې تر مراسمو او د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ د مرستو د بندولو له لنډ مهالي اعلان وروسته په افغانستان کې د افغانيو په وړاندې د ډالرو بیه نوره هم لوړه شوې ده.
پرون شنبه ناوخته د کابل په شهزاده سراکی کې یو ډالر په ۷۹ افغانۍ بدلیده خو نن یکشنبه له غرمې وروسته یو ډالر په ۸۲ او ان ۸۳ افغانیو تبادله شو.
یوه اوونۍ مخکې د یو ډالر بیه ۷۳ افغانۍ وه.
که څه هم د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک پرون په یوه بیان کې ویلي چې د بیو د ثبات او د افغانۍ د ارزښت د ساتنې لپاره اړین اقدامات کوي، خو یو شمیر افغانان وايي د افغانۍ په وړاندې د ډالرو د بیې لا لوړېدو د لومړینو خوراکي موادو په بیو هم اغیز کړی دی.
د ننګرهار یوه اوسېدونکي اجمل زاخیل ازادي راډيو ته وویل:
«له کله چې ټرمپ د مرستو د بندیدو اعلان کړی په افغانستان کې یې د افغانیو په ارزښت منفي اغیز کړی چې ورسره سم په بازارونو کې د توکو بیې هم په بې سارې ډول لوړې شوي دي.»
د کابل د لومړینو خوراکي موادو پلورنکي هم دا خبره تایدوي.
د دوی په وینا وړمه ورځ د یوې بورې قزاقي اوړو بیه ۱۳۸۰ افغانۍ وه خو نن یکشنبه دا ۱۵۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده، دغه شان یو من بوره پرون په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېده خو نن په ۳۸۰ افغانۍ پلورل کیږي.
دوی وايي د غوړیو او وریژو په بیو کې هم زیاتوالی راغلی دی، پرون شنبه د یو ۱۶ لیتره غوړیو بیه ۱۷۸۰ افغانۍ وه او نن یکشنبه دا بیه ۱۹۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده او یوه درې نیم منۍ بورې اوله سیله وریجې وړمه او پرون ورځ ۲۱۵۰ افغانۍ وې نو نن په ۲۴۰۰ افغانۍ پلورل کیږي.
د پلازمینې کابل یو اوسېدونکې غوث الدین د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې د بیو د کنترول لپاره اقدامات وکړي:
«که څه هم د ډالرو بیه د نړیوالو اقتصادي شرایطو پورې تړلې ده خو حکومت باید لږ ترلږه داخلي بازار ته پام وکړي او د بیو د کنترول اقدامات وکړي، د اړینو توکو لپاره بیې تنظیم کړي او د سوداګر نظارت وکړي، که بیې دغسې په خپل سر لوړې شي عام ولس ته یې زیان ډېر زیات دی، او فقر ورسره نور هم زیاتیږي.»
د افغانستان په بازرانو کې د لومړنیو خوراکي اوکو د بیو د کنترول په اړه د طالبانو تر کنترول لاندې د کابل ښاروالۍ مرستیال ویاند حکمت الله میوندي د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک اعلان کړی چې سبا دوشنبه ۲۵ میلیونه ډالره لیلاموي، دغه بانک د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ هم د افغانیو د ثبات ساتلو په هدف ۲۰ میلیونه ډالره لیلام کړي وو، خو د اقتصادي چارو یو شمېر پوهان وايي د پولي ثبات لپاره د ډالرو لیلامول لنډمهالی چاره ده او د اوږد مهال لپاره ګټه نه لري.
د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي پخواني استاد بشر دودیال ازادي راډيو ته وویل:
«د دایمې ثبات لپاره باید داسې تدابیر ولرو چې هغه د یو منظم او سنجول شوي اقتصادي پلان له مخې دا ثبات رامنځته شي، موقتا د ډالرو لیلام، یا په صرافیو فشار راوړل یا خلکو ته ویل چې ډالر وانه خلي دا ټول کاذب او موقتي اغیزې لري خو په لویه کې هیڅ ګټه نه لري.»
په افغانستان کې د د افغانیو په وړاندې د ډالرو بیه وروسته له هغې لوړه شوه چې د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو اجرايی فرمان په ترڅ کې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ د ۹۰ ورځو لپاره بهرنې مرستې بندې کړې او بیا د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ټولو استازولیو ته سپارښتنه وکړه چې په دې اړه تر نوې پرېکړې دې هیڅ سند او موافقه نه لاسلیکوي.
د اقتصادي چارو شنونکي د ډالرو په وړاندې د افغانیو په لا لوېدو کې د ډونالډ ټرمپ له لوري افغانستان ته د نغدي ډالري کڅوړو پر لېږد نیوکه او دغه شان د امریکا د کانګرس له لوري د یوې داسې تګلارې غوښتنه چې له مخې یې د طالبانو د مالي مالاتړ مخه نیسي هم بې اغیزې نه بولي.