د دوی له ډلې یوې چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل"په يوه شېبه کې زموږ د دريو کلونو ټول اميدونه له منځه ولاړل او راته ویې ويل چې ټول مالي ملاتړ چې موږ کاوه نور يې نه شو کوى ځکه چې د امریکا د نړیوال پرمختګ اداره USAUD بنده شوې ده. اوس هېڅ نه پوهېږو چې څه وکړو. که موږ بېرته افغانستان ته ولېږي په بد حالت کې يو. د تحصيلي بنديزونو سربېره له سختو امنيتي ستونوزو سره هم مخ کېږو."
په عمان کې يوه بله افغانه محصله چې دې هم د خپل نوم نه ښودلو په شرط له آزادۍ راډیو سره خبرې وکړې وايي چې پر امنيتي ستونزو سربېره دا نه شي کولى پرته له هېڅ لاسته راوړنې څخه بېرته افغانستان ته ستنه شي.
دا وايي"موږ اول په افغانستان کې زده کړې کولې. بيا مو په ډېرو ستونزو او مشکلاتو سره دا درې مياشتې کېږي چې ځانونه تر عمانه را ورسول خو تېره شپه خبر شوو چې زموږ بورسیې د USAUD له خوا بندې شوي او موږ بېرته افغانستان ته لېږي. موږ په ډېرو هيلو دلته راغلي وو چې درس مو ووايو داسې بې لاسته راوړنې بېرته افغانستان ته نه شو تللى."
افغانانې د میډلیسټ کالج په بېلابېلو برخو کې درس وايي
په میډلیست کالج کې د افغانو نجونو محصلانو شمېر ٨٣ تنو ته رسېږي چې ٨ تنه يې د ماسترۍ او ٧٥ نورې يې د لېسانس د دورو محصلانې دي. دوی چې په بېلابېلو برخو لکه د سېول انجينرۍ، کمپیوټر ساينس او اقتصاد په برخو کې پر زده کړو بوختې وې وايي چې اوس په بې برخليکه حالت کې دي او له نړيوالو سازمانونو د ملاتړ غوښتنه کوي."
" ډبليو اس اي" یا د ښځو د تحصيلي بورسيو صندوق جې د امريکا د نړیوالې پراختيايي ادارې USAUD له خوا تموېلېده د متحده ايالاتو د هغو ٦٠٠٠ پروګرامونو له ډلې يو دى چې په ټوله نړۍ کې نجونو ته د لوړو زده کړو امکان برابروي.
د هغو شواهدو او اسنادو له مخې چې له عمان څخه دغو نجونو محصلينو له آزادي راډيو سره شريک کړي ياده اداره نور خپل فعاليت دروي. په دې شواهدو کې راغلي چې ياده اداره به افغانستان ته د دغو محصلينو د لېږولو ټول مصارف او چمتوالي پر غاړه لري.
د افغان نجونو د تحصیل بندېدل او اغیز یې
د ښځو د حقونو فعالان وايي، د دې نجونو زدکړې د دوى مسلکي راتلونکى په مستقيم ډول اغېزمنوي او نړيواله ټولنه بايد د دوی له ملاتړ څخه لاس وانه خلي.
له دې ډلې طاهرې کريمي آزادي راډيو ته وويل"په ريښتيا هم ډېره سخته ده چې دوى زحمت ايستلى ځانونه يې تر عمان پورې رسولي له کورونو لرې دي په دوى به سخته تېره شي، ملګرو ملتوتونو ته د افغانستان وضعیت ښه معلوم دى په دې برخه کې بايد ملګري ملتونه او هغه هېوادونه چې مخکې يې له افغانستان سره همکاري درلوده مرسته وکړي او د افغانستان راتلونکى په پام کې ولري. په دې برخه کې بايد ملګري ملتونه او خيريه بنسټونه افغانستان هېر نه کړي."
تر دې مخکې د افغانستان د امریکایي پوهنتون (AUAF) ځینو محصلانو هم ازادي راډیو ويلي وو چې درسونه یې ځنډول شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنوري په شلمه د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه له لوړې وروسته، په یوه اجراییوي فرمان کې، د افغانستان په ګډون، ټولو هېوادونو ته د امریکا بهرنۍ مرستې وځنډولې چې د ګڼو افغانانو ژوند یې اغیزمن کړ.