د پاکستان جټ الوتکو د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۲۵مه په پکتیکا ولایت کې د افغانستان پر خاوره بمباري وکړه چې لسګونه کسانو ته پکې مرګژوبله واوښته.
اسحق ډار وايي پاکستان اړ و، چې د ځان د دفاع لپاره د خپلو ګاونډیو هېوادونو په وړاندې دا ډول عکس العمل وښيي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله ایکس پاڼه د ښاغلي ډار د مرکې هغه برخه خپره کړې ده چې نوموړی د افغانستان په اړه یوه پوښتنه ځوابوي.
ډار وايي"پاکستان به هر ډول برید- مهمه نه ده چې له کوم هېواده وي، بې ځوابه پرې نه ږدي. تاسو ولیدل چې موږ دوه وار مجبوره شوو د ګاونډيو هېوادونو په وړاندې عکس العمل وښیو. هېڅ هېواد باید خپله خاوره پرې نه ږدي چې ترهګریزه استفاده ترې وشي. موږ په دې باندې د یوې تګلارې په توګه باور لرو. موږ ژمن یو چې زموږ هېواد هم باید د هېڅ هېواد پر ضد د ترهګرۍ د فعالیتونو لپاره ونه کارول شي. اوس موضوع دا ده چې تحریک طالبان پاکستان چې د دې فتنو لوی عوامل دي د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې دي. موږ د افغانستان خیر ښېګڼه غواړو، سوکالي یې غواړو خو یو تضمین هم غواړو چې خاوره یې زموږ پر ضد د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي."
پاکستان به پر خپله خاوره هېڅ ډول برید بې ځوابه پې نه ږدي.
ښاغلی ډار دا هم وايي چې دوی بیا بیا د طالبانو له حکومت سره غږېدلي څو اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي خو په خبره یې طالب چارواکو له تمې سره سم اقدامات نه دي کړي.
هغه په عین حال کې وویل چې پاکستان په افغانستان کې د خلکو سوکالي او نیکمرغي غواړي او په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
که څه هم پاکستاني چارواکو ویل چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په وروستیو کې يې پر افغان خاوره په بمباریو سره د دوی په خبره ترهګر په نښه کړي خو ملګرو ملتونو او د طالبانو حکومت تایید کړه چې وژل شوي او ټپيان ملکیان او تر ډېره وزیرستاني کډوال وو.
د طالبانو حکومت د دغو بریدونو په غندلو سره تایید کړه چې د پاکستان پوځ په پکتیکا کې د ډسمبر د ۲۵مې په بمباریو کې لږترلږه ۴۶ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپيان کړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف ویلي و، چې لږترلږه ۲۰ ماشومان هم په وژل شویو کې شامل دي.
د پاکستان له دې برید وروسته د څو ورځو لپاره په پکتیکا او ځینو نورو سرحدي سیمو کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ نښتې روانې وې چې دواړو خواوو ته پکې مرګژوبله هم واوښته.
د طالبانو حکومت په عین حال کې ویلي چې دوی چاته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې پر نورو هېوادونو بریدونه وکړي.
پر برمل د پاکستان برید ۴۶ کسان چې ۲۰ ماشومان هم پکې وو، ووژل.
طالب چارواکو بیا دا ادعا هم کړې چې د داعش یا اسلامي دولت ډلې پر ضد د دوی د بریدونو تر زیاتېدو وروسته دا ډله پاکستان ته اوښتې او هلته روزنیز کمپونه لري.
که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحق ډار پر افغان خاوره د بریدونو لوی علت د ترهګرو فعالیتونه یادوي خو پاکستاني پوله ساتي له څو کلونو راهیسې د افغانستان پر سرحدي سیمو په تېره پر کونړ او ننګرهار توغندیز بریدونه کړي دي. په دې لړ کې تر ټولو تازه بریدونه د ننګرهار پر ګوشتۍ او خاص کونړ ولسوالیو شوي دي چې لا هم روان دي.
دا بریدونه له تېرې اوونۍ راهیسې هغه مهال پیل شول چې طالب ځواکونو د یوه زغره وال ګاډي لپاره ځای جوړاوه او پاکستاني ځواکونو یې مخه ونیوله. له دې پېښې وروسته دواړو خواوو پر یو بل بریدونه وکړل او په دوام یې پاکستاني ځواکونو د افغانستان خوا ته توغندیز بریدونه وکړل.
د دغو بریدونو تر ټولو ډېر تاوان په سرحدي سیمو کې مېشتو افغان ملکیانو ته رسیږي چې اړ دي د خپل سر او مال د خوندي ساتلو لپاره کډه وکړي او بې برخلیکه پاتې شي.