ډونالډ ټرمپ لږ تر لږه درې ځله وویل چې د طالبانو له خوا د امریکايي تجهیزاتو د پوځي رسم ګذشت لیدل یې سخت غوسه کوي.
ټرمپ د امریکا له خوا طالبانو ته د مالي مرستو یادونه وکړه او ویې ویل: «تاسو پوهیږئ چې امریکا هر کال افغانستان ته له شاوخوا دوه تر دوه نیم میلیارد ډالره مرسته ورکوي، په داسې حال کې چې امریکا په خپله مرستو ته اړتیا لري.»
هغه څرګنده کړه که دا مرستې دوام مومي، طالبان باید د امریکا پاتې وسلې بېرته وسپاري.
ټرمپ زیاته کړه: «هغوی دا وسلې خرڅوي. که موږ هغوی ته دا مقدار پیسې ورکوو، نو زموږ تجهیزات دې بېرته راوسپاري. هغوی ټانکونه، موټر، وسلې، د شپې دوربینونه لري، حتی له هغو څخه ښه چې موږ یې لرو—بالکل نوي، مستقیم له بکس څخه راوتلي. دا د باور وړ نه ده.»
ټرمپ تر دې پخوا هم څو ځلي ویلي و چې د متحدو ایالاتو د میلیاردونو ډالرو نظامي تجهیزات په افغانستان کې پاتې شوي دي.
نوموړي مخکې د پاتې وسلو ارزښت ۸۰ میلیارده ډالره اټکل کړی و.
هغه د خپل حکومت چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې دا موضوع وڅېړي او تعقیب یې کړي.
طالبانو د ولسمشر ټرمپ دغه غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې دا وسلې او تجهیزات چې له پخواني حکومت څخه دوی ته پاتې دي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش په څیر ترهګرو ډلو په وړاندې د مبارزې لپاره ضروري دي.
له اوکراین څخه د ټرمپ غوښتنه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اوکراین څخه هم وغوښتل چې هغه ملیارډونه ډالر بیرته ورکړي چې متحدو ایالتونو د روسیې د بشپړ یرغل په وړاندې د دفاع لپاره دې هیواد ته ورکړي دي.
ولسمشر ټرمپ د محافظه کارو غونډې ته په وینا کې وویل، «هڅه کوم چې پیسې بیرته ترلاسه کړم یا یې خوندي کړي."»
ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې د واشنګټن او کیف ترمنځ د هغې معاملې پرسر د خبرو اترو په ترڅ کې کړي چې پراساس به یې واشنګټن ته اجازه ورکول کیږي چې د اوکراین معدني زیرمو ته لاسرسۍ ولري.
په دې زیرمو کې هغه عناصر هم شامل دي چې د بریښنایی موټرو او د بیټرۍ په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د شنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې له اوکراین سره د طبعي زیرمو په اړه د مخکینۍ وړاندیز شوې معاملې شرطونه لا سخت شوي او په وروستي وړاندیز کې چې دې ورځپاڼې هم کتلی، له اوکراین څخه غوښتل شوي چې له خپلو سرچینو څخه ترلاسه کیدونکي عواید دې د امریکا تر کنټرول لاندې یوه صندوق ته تر هغو پورې استوي چې ذخیره یې پنځه سوه ملیارډ ډالرو ته ورسیږي.
د ۲۰۲۲ کال د فبروۍ له میاشتې راهیسې چې روسیې پر اوکراین برید کړی، له کییف سره د واشټنګټڼ د پوځي او ملکي مرستو اندازه له ۱۶۰ ملیارډ ډالرو اوړي.