د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

هغو افغانانو چې په جرمني کې په بریدونو تورن دي، کډوالي یې په دې هېواد کې د ټاکنو اصلي موضوع ګرځولې ده


په اشافن بورګ کې د هغو قربانیانو د یاد مراسم چې یو افغان د چاقو په ګوزارونو وژلي وو.
په اشافن بورګ کې د هغو قربانیانو د یاد مراسم چې یو افغان د چاقو په ګوزارونو وژلي وو.

د جرمني د فیبرورۍ ۲۳ سراسري ټاکنو ته د نږدې کېدو سره، د جرمني لپاره بدیل (AfD) ګوند د لا زیات ملاتړ ترلاسه کولو په حال کې دی، خو هممهاله له سختو مخالفتونو سره هم مخامخ دی. خلک دا ګوند تورنوي چې د کډوالو له لوري د تاوتریخوالي پېښو څخه د سیاسي موخو لپاره ګټه اخلي.

یو له وروستیو بریدونو د بایرن ایالت په اشافن‌بورګ ښار کې وشو، چېرې چې پولیسو هغه افغان ونیو، چې د ماشومانو د ساتنې په یو مرکز د چاقو په برید تورن و. په دې برید کې یو ۲ کلن ماشوم او یو سړی ووژل شول.

"ټاکل شوې وه چې هغه وایستل شي." دا هغه جمله ده چې د AfD ګوند نوماند، هرمان پریګنیتز، هغه مهال چې د برلین په یوه ساړه سهار یې د سړک د څراغونو پر پایو د انتخاباتي پوسټرونه لګول، موږ ته وویله.

هغه هماغه ټکی بیان کړ چې د جرمني د سوسیال ډیموکرات ګوند د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر هم بیان کړی و، خو AfD د مهاجرت په اړه له نورو ګوندونو توند دریځ لري.

دا ګوند د سوریایانو او افغانانو ډله‌ییز اخراج غواړي.

منتقدین AfD ګوند نژادپاله او حتی فاشیستي بولي. د جرمني استخبارات دا ګوند د ښي اړخو افراطي ډلو سره د احتمالي اړیکو له امله څاري.

هرمان پریګنیتز - د جرمني لپاره د بدیل ګوند کاندید
هرمان پریګنیتز - د جرمني لپاره د بدیل ګوند کاندید

هرمان پریګنیتز، چې ادعا کوي ګوند یې "هدف ګرځېدلی"، موږ ته یوه ویډیو وښوده چې پکې خلک د دوی انتخاباتي پوسټرونه څېرې کوي. نوموړی اوس پوسټرونه دومره لوړ لګوي چې خلک یې نشي څېرلی.

دی د مهاجرو د اخراج کلک ملاتړ کوي او دا ردوي چې بیرته خپلو هېوادونو ته ستنېدونکو ته خطر متوجه دی.

"په افغانستان کې تل جګړه روانه وه، هلته مختلف قومونه له یو بل سره جنګېږي. موږ نشو کولی دلته په جرمني کې ورته سوله راولو. دا قبیلې، دا خلک، د افغانستان اوسېدونکي باید خپله ستونزه په خپل هېواد کې حل کړي."

له دې وروسته، موږ د سارا سیرت کور ته لاړو. هغې په کابل کې د ښځو چارو وزارت کې کار کړی و او په ۲۰۲۰ کې یې د نجونو او ښځو د زده‌کړې او کار د زمینې برابرولو له امله د فرانکو-جرمن د بشري حقونو جایزه ترلاسه کړې وه.

"ما د امنیت احساس نه کاوه."

کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کې واک ته ورسېدل، نوموړې له خپلو دوو وروڼو او مور او پلار سره جرمني ته وبلل شول. اوس دوی د برلین په څنډه کې په یو کوچني درې خونو لرونکي اپارتمان کې ژوند کوي.

سیرت وايي، د اشافن‌بورګ برید هغه او نور افغانان اندېښمن کړي دي.

سارا سیرت، د د افغانستان د ښځو د چارو د پخواني وزارت کارکونکې
سارا سیرت، د د افغانستان د ښځو د چارو د پخواني وزارت کارکونکې

"ما د امنیت احساس نه کاوه. کله چې به زه بهر ووتلم یا به درس ته تلم، داسې احساس مې کاوه چې خلک راته ګوري او فکر کوي: ‘دا یوه افغانه ده، شاید هماغه فکر ولري، او کېدای شي زموږ هېواد ته خطرناکه وي.'

هغه یوازې نه ده. څو ورځې وړاندې، یوه ویډیو خپره شوه چې پکې یوه ۱۲ کلنه افغانه نجلۍ د یوې عامه غونډې پر مهال ژاړي او د یوه برید له امله بښنه غواړي. خو یوه جرمنه ښځه یې تسلي ورکوي او ورته وايي: "ته اړتیا نه لرې چې بښنه وغواړې."

سیرت اندېښنه لري چې دا ډول پېښې به د جرمني پر ټولنه بد اغېز وکړي، خو دا باور نه لري چې د مهاجرو ډله‌ییز اخراج به عملي شي.

هغې وویل: "هیڅ بل ګوند دا سیاست نه لري، او ډېر امکان نشته چې AfD به د انتخاباتو وروسته د ائتلافي حکومت برخه شي."

د کلونو راهیسې په جرمني کې له AfD سره همکاري یو ډول نادوده وه، خو د دې ګوند سخت دریځ، د وروستیو بریدونو تر څنګ، د جرمني پر سیاستونو جدي اغېز کړی.

"خلک د مهاجرت د محدودولو غوښتنه کوي."

نور جرمني ګوندونه هم د مهاجرت د سخت محدودولو ژمنې کوي. تېر کال، جرمني ۲۸ افغانان د یوه ځانګړي پرواز له لارې کابل ته ولېږل.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې وویل: "جرمني یوازینی اروپایي هېواد دی چې دا کار یې کړی."

اوس، د عیسوي ډیموکراتانو ګوند (CDU/CSU)، چې احتمالاً به راتلونکو ټاکنو کې بریالی شي، د AfD سره یوځای د جرمني پر پولو د لا سختو تدابیرو وړاندیز کړی.

دې اقدام پراخ اعتراضونه راوپارول، او شاوخوا ۲۵۰,۰۰۰ کسانو په مونشن کې مظاهره وکړه، ترڅو له AfD سره د نه همکارۍ د دود ماتیدل وغندي.

په هغو هظاهرو کې د خلګو ګډون چې "مونشن د ښې اړخ پر ضد" په نوم جوړې شوې وې. ۸ فیبروري ۲۰۲۵
په هغو هظاهرو کې د خلګو ګډون چې "مونشن د ښې اړخ پر ضد" په نوم جوړې شوې وې. ۸ فیبروري ۲۰۲۵

د CDU/CSU استازي، یورګن هارډت، وویل چې دا دریځ د جرمني د خلکو غوښتنه ده.

دی د زولینګن ښار استازی دی، چېرې په اګست کې د چاقو په برید کې درې کسان ووژل شول او اته تنه ټپیان شول.

د دې برید مسوولیت داعش منلی و، او پولیسو یې په تړاو یو تورن سوریایې وګړی نیولی و.

هارډت وویل: "د زولینګن دوه قربانیان د ورزشي کلب غړي وو، چې د کلب کلنۍ غونډې ته تللي وو."

"خلک د سختو تدابیرو غوښتنه کوي."

د هغې ورځې په سبا چې موږ له سارا سیرت سره ولیدل، یو افغان سړي په مونشن کې پر خلکو قصداً موټر ور وخیژاوه.

پولیسو وویل، بریدګر نیول شوی او د هغه څه په اړه چې ویل کیږي دا برید د "اسلامپالې انګیزې" له مخې شوی، څېړنې روانې دي.

په دې برید کې یوه ۳۷ کلنه الجزایري-المانۍ ښځه او د هغې دوه کلنه لور ووژل شوې.

د دې کورنۍ پلار غوښتنه وکړه: "له برید څخه دې د سیاسي موخو لپاره ګټه نه اخیستل کېږي."

خو بیا هم، دې پېښې د جرمني په ټاکنو کې هغه بحث نور هم تود کړی چې لا دمخه تود و، او هغه د دې هېواد د کډوالو د منلو پالیسۍ دي.

XS
SM
MD
LG