د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

ډېری افغان ښځې د وینې د کموالي په ناروغۍ اخته دي


په افغانستان کې یو شمېر ښځې او نجونې وایي چې د وینې په کمښت اخته شوي خو د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای درملنه نه شي کولی.

دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د سالم خوراکي پروګرام برابرول او اوسپنې تابلیتونو پېرل ورته اسانه نه دي.

د کابل ښار اوسېدونکي او پخوانۍ زده کوونکې مریم وایي، ډاکتر ورته ویلي چې د وینې په کمښت اخته ده.

“داسې احساس کوم چې بدن مې کمزوری شوی، زر ستړې کېږم، سر مې ګنس وي او د مخ رنګ مې هم د تېر په شان نه دی.”

خو دې ازادي راډیو ته وویل چې اقتصادي ستونزو یې د روغتیا د رغولو مخه نیولې ده:

“کله چې ښوونځي ته تلو موږ ته یې د وینې د کمښت لپاره د فولیک اسید تابلیت راکول خو اوس چې ښوونځي تړل شوي دا تابلیتونه هم نشته او د پېرلو وسه یې هم نه لرو.”

د کابل ښار یوې بلې اوسېدونکې مېرمنې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وویل چې له زېږون وروسته شدیدا د وینې په کمښت اخته شوې خو د مناسب خوراکي پروګرام د برابرولو وس نه لري.

ډاکتران وایي، د وینې د کمښت ناروغي په نجونو او ښځو کې د میاشتنۍ ناروغۍ او د ماشوم د زېږون له امله رامنځته کېږي او بل لامل یې د اقتصادي ستونزو له امله د مناسب خوراک نه لرل دي.

د نسایي ولادي ناروغیو متخصصه ډاکتره سونیتا بهرام وایي چې د وینې کمښت کولای شي د ښځو د روغتیا پر وړاندې نه جبرانېدونکې پایلي ولري چې په خبره یې په ځینو مواردو کې ان د مړینه سبب ګرځي.

نوموړې له ازادي راډيو سره په خبرو کې د وسپنې د ټابلیټونو پر موجودیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د نسبي ارزانه خوړو په کارولو هم د وینې د کمښت مخه نیول کېدای شي.

“باید هڅه وشي چې له خوړو حد اقل یو یا دوه ساعته وروسته چای ونه څښل شي، د وینې د کمښت لپاره باید بېلابېل خواړه ،نخود چې شور نخود ترې جوړېږي،هغه خواړه چې ویټامین سي او اوسپنه ولري او هغه ترکارۍ چې شنې پاڼې ولري وکارول شي، د دې تر څنګ خرما او شیدې هم باید وخوړل شي.”

د روغتیا د برخې د کارپوهانو په وینا، د وینې کمښت هغه حالت دی چې بدن ته د وینې د سرو حجرو د کمښت او یا د کافي هموګلوبینو له امله د بدن حجرو او غړو ته د اړتیا وړ اکسیجن نه رسوي، چې د دایمي کمزورتیا، ستړیا، سرخوږي، سر درد، ټوخی، د زړه د تېز ضربان او د لاسونو او پښو د سړېدو احساس لامل کیږي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د نجونو او ښځو د وینې د کمښت د ستونزې د هواري لپاره د پلان په اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا د وزارت نظر هم واخلي، خو د دغه وزارت ویاند شرافت زمان پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د نړیوالو موسسو د راپورونو له مخې افغانستان دا مهال له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دی او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لاسرسی کم شوی دی.

یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق شاوخوا ۷ میاشتې وړاندې په یوه راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان کې ۴۰ سلنه ښځې د انیمیا یا د وینې د کمښت په ناروغۍ اخته دي او دغې ادارې هڅه کړې چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر امیندواره مېرمنو منرالونه او ویټامینونه ووېشي.

XS
SM
MD
LG