اسحاق ډار د ترکیې له ټي ار ټي ټلویزیوني چاینل سره په مرکه کې، چې د شنبې په ورځ (د کب ۴ مه/ فبروري ۲۲ مه) خپره شوې، ویلي، دوی به پر موضوع د امریکا له متحدو ایالتونو سره خبرې وکړي.
زرګونه هغه افغانان چې د امریکا متحدو ایالتونو ته د تګ په تمه شپې، ورځې تېروې که چېرې یې د بیا میشتېدنې قضیې یې رد یا په وخت ونه څېړل شي نو هغوی به په پاکستان کې غیرقانوني کډوال وګڼل شي او ژر به خپل اصلي هيواد افغانستان ته واستول شي.
دا خبرداری د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ترکیې له TRT ټلویزیوني شبکې سره په یوه مرکه کې چې جزییات یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم خپاره کړي، ورکړی دی.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له دې سره سره لیوالتیا ښودلې چې دا مسله به له واشنګټن سره د خبرو له لارې هواره کړي او زیاته کړې یې ده چې حکومت یې دا موضوع څېړي.
نوموړي دا هم ویلي چې متحدو ایالتونو ژمنه کړې وه چې دا افغانان به د روان کال تر سپتمبر میاشتې له پاکستان څخه وباسي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جنورۍ په ۲۰ مه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه هیواد ته د بهرنیو کډوالو د انتقال پروګرام د ۹۰ ورځو لپاره وځنډاوه.
د امریکا حکومت ويلي، هغه افغان کډوال چې دې هیواد ته لېږدول شوي، په سمه توګه یې امنیتي څیړنه نه ده شوې، نو له همدې امله یې امریکا ته د نورو کډوالو د انتقال کار ځنډولی دی.
دغه ځنډ په پاکستان کې زرګونه هغه افغانان چې دې هیواد ته د تګ په تمه دي له نامعلوم برخلیک سره مخامخ کړل.
په پاکستان کې میشت یو شمیر دا افغان وايي رون وضعیت سخت اندېښمن کړي دي.
په اسلام اباد کې میشتې افغان کډوالې نورزیه روان وضعیت ته په پام ازادي راډيو ته وویل:
«موږ ته دې وضعیت سختې ذهنې اندېښنې راپیدا کړي دي،دلته اقتصادي او امنیتي ستونزې، په افغانستان کې هم وضعیت ناسم دی نو دا ټول زموږ لپاره ډېره ځورونکې ده.»
یو بل افغان کډوال هم چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم او په پاکستان کې د استوګنې ځای خپور شي، وايي، خپل په وطن کې یې ژوند په خطر کې دی او د مخکې لاره هم ورته تیاره ښکاري:
«که رښتیا هم پاکستان دا پرېکړه عملي کړي دا به د افغان پناه غوښتونکو لپاره ډېره سخته وي، او دوی به له یوه تیاره او تورتم راتلونکې سره مخامخ کړي.»
پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته زرګونه افغانان چې په کې خبریالان، مدني فعالان، د ښځو د حقونو غوښتونکي، د بهرنیو ځواکونو افغان همکاران او د تېر جمهوري حکومت امنیتي ځواکونه شامل دي امریکا، کاناډا او اروپايي هیوادونو ته د تګ موخه دریمو هیوادونو ډیر ګاوندي پاکستان ته ولاړ.
دوی ویلي چې په خپل وطن کې له امنیتي، اقتصادي او د زده کړو له ستونزو سره مخ دي.
د راپورونو پر بنسټ په تېرو نژدې دریو کلونو کې شاواخوا ۸۰ زره افغان کډوال د امریکا په ګډون نورو اروپايي هیوادونو ته ایستل شوي خو زرګونه نور لا هم په پاکستان کې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.
د یادونې ده چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې په دې هیواد کې د میشتو بې اسناده بهرنیانو په وړاندې چې ډېری یې افغانان دي عملیات پیل کړي چې د رسمي شمېرو له مخې تر دې مه یې له ۸ لکه ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.
د پاکستان حکومت په دې تورن دی چې د کډوالو له موضوع سره سیاسي چلند کوي.
پاکستان تور پوري کوي چې د دې هیواد مخالفه وسله واله ډله ( ټي ټي پي) په افغانستان کې فعاله ده خو د طالبانو حکومت دا تورونه په وار وار رد کړي دي.
پاکستان د طالبانو پر حکومت د دغو فشارونو په ترڅ کې ډیر ځله د دواړو هیوادونو تر منځ لارې هم د موټرو او مساپرو پر مخ تړي.
تازه پاکستان له پرون راهیسي د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ په وړاندې تړلې ده.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی چې پاکستاني لوري دا دروازه وروسته له هغې وتړله چې طالبانو د ډیورنډ کرښې دې غاړې تاسسیات جوړول خو د پاکستان حکومت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.