د دې ناستې یو ګډونوال مشکور کابلي چهارشنبه (د فیبرورۍ ۱۹مه) د غونډې په دوهمه او وروستۍ ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ، د غونډې ګډونوالو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې روان وضعیت له بېلابېلو اړخونو ارزولی او پر حل لارو یې بحث کړی دی:
"په دې ناسته کې د طالبانو د حکومت د ړنګولو د لارو چارو څېړل شامل وو، د طالبانو اوسنی وضعیت هم ډیپلوماتانو، او ( پخوانیو ) پوځي جنرالانو له بېلابېلو اړخونو وارزوو، یو بل سره یې خپل لیدلوري شریک کړل، او په دې برخه کې یې د ملي مقاومت او د ازادۍ جبهو د ځواکونو په منسجمولو ټینګار وکړ."
ښاغلی کابلي وايي، چې په ناسته کې یو ولسواکه افغانستان ته د رسېدو، د بشري حقونو، د خلکو ازادیو، د ښځو د حقونو او مبارزو، او د افغانستان د راتلونکي لپاره د لارې د نقشې پر برابرولو تاوده بحثونه شوي دي.
احمد مسعود: یوه ملي طرحه مو جوړه کړې
د ملي مقاومت جبهې مشر او د ویانا د غونډې ګډونوال احمد مسعود د یادې ناستې په لومړۍ ورځ ویلي وو، چې دوی داسې یوه طرحه جوړه کړې چې د ټول افغانستان لپاره ده.
خو ده د یادې طرحې جزییات په ډاګه نه کړل.
د ښاغلي مسعود دا خبرې د ملي مقاومت جبهې په خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه خپرې کړې وې.
د غونډې بل ګډونوال، او د طالبانو د حکومت د یوې بلې مخالفې جبهې، د افغانستان د ازادۍ جبهې مشر محمد یاسین ضیا بیا ویلي، چې دوی یوازې د طالبانو پر ضد نه، بلکې د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه کوي.
د ښاغلي ضیا د دې خبرو ویډیو د ازادۍ جبهې په خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه خپره کړې ده.
د طالبانو غبرګون: د ویانا ناسته ناکامه ده
د ملي مقاومت او د افغانستان د ازادۍ جبهې وسله وال وخت په وخت پر طالبانو چریکي بریدونه کوي، چې طالبانو ته د مرګژوبلې د اړولو راپورونه هم ورکوي.
که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه، خو پرون دوشنبه (د فیبرورۍ ۱۸مه) یې له ځینو کورنیو رسنیو سره خبرو کې د ویانا ناسته "ناکامه" وبلله او د دې ناستې له ګډونوالو یې وغوښتل چې افغانستان ته ستانه شي او له دوی سره د تعامل لاره خپله کړي.
مجاهد د دې ناستې ګډونوال "جګړه غوښتونکي او دسیسه جوړونکي" بللي او ویلي یې دي چې دا ډول غونډې تکراري او بېګټې دي.
د سیاسي چارو شنونکي فیض الله جلال د ویانا ناستې د اغېزمنتوب په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"دوی ونه شو کولی چې له ټول افغانستانه مهم او مؤثر عناصر راټول کړي. د افغانستان ستونزه د ټولو خلکو ستونزه ده، د دې ستونزې د حل لپاره باید پاک، مهم، ملياند لرونکي شخصیتونه راټول او له نوي فکر سره، پرته له دې چې د واک د انحصار غوښتنه ولري، خبرې کړې وای. خو اوس داسې نه دي شوي، دې ناسته کې د پردیو هېوادونو د استخباراتو په اشارو او ګټو او مشورو راټول شوي، نو دا ناسته به د افغانستان د مسالې د حل لپاره هېڅ ډول ګټه ونه لري."
خو د ناستې ګډونوال وايي د طالبانو شا او خوا نوي محالفو ډلو او ګوندونو استازو په دې ناسته کې برخه درلوده.
د ویانا د بهیر د مخکنیو ناستو ځینو ګډونوالو، لکه د افغانستان د دفاع وزارت پخواني مرستیال شاه محمود میاخېل او په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې شکریه بارکزۍ د دې بهیر په پنځمه ناسته کې له ګډون ډډه کړې.
د ویانا بهیر په ۲۰۲۱ کال کې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته پیل شو.
تر اوسه یې څلور ناستې کړې دي، چې کوربتوب یې د نړیوالو چارو لپاره د اتریش انستیتوت کړی دی.