د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۴ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۵

د طالبانو سیاسي او پوځي مخالفان: د افغانستان راتلونکې ته مو جامع طرحه جوړه کړې


د ویانا غونډه، ارشیف
د ویانا غونډه، ارشیف

په ویانا کې د طالبانو را غونډ شوي سیاسي او پوځي مخالفان وایي، د افغانستان د راتلونکې لپاره یې " جامع طرحې" جوړې کړي. دغه لسګونه سیاسي څېرې د ویانا بهیر پنځمه غونډه کې راټول شوي چې پرون سه شنبه پيل او نن هم دوام کوي. د طالبانو حکومت بیا دغه ډول غونډې " تکراري او بې ګټې" بولي.

د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې دا د ویانا بهیر پنځمه غونډه ده چې ګډونوال یې وایي، د افغانستان د راتلونکې لپاره د لارې پر نقشې کار کوي.

که څه هم د دغې نقشې یا تګلارې جزیات روښانه نه دي، خو د ویانا د غونډې ګډونوال وایي، دوی د یوه ولسواک او داسې افغانستان د جوړولو تکل لري چې ټول خلک په کې ځان وویني.

د ملي مقاومت په نوم جبهې مشر او د ویانا د غونډې ګډونوال احمد مسعود وایي، دوی داسې یوه طرحه جوړه کړې چې د ټول افغانستان لپاره ده." نن زه لازمه ګڼم چې له تاسو مننه وکړم، له تېرو غونډو تراوسه مونږ داسې یوې طرحې ته رسیدلي یو چې د ټولو په خوښه جوړه شوې ده. داسې نه ده چې مونږ دې کار نه وي کړی او پلان دې ونه لرو، زمونږ پلان او برنامه داسې ده چې کوم شخص، ګوند، ډلې یا قوم ته نه ده جوړه شوې، بلکې افغانستان ته جوړه شوې."

که څه هم ښاغلي مسعود د طرحې جزیات په ډاګه نه کړل، خو د ویانا د غونډې ګډونوالو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دوی د طالبانو د نظام دوام نه غواړي.

دوی وایي، هدف یې دادی چې د طالبانو مخالفان ټول سره یوموټی کړي او د سیاسي او پوځي مبارزې له لارې د اوسني نظام د له منځه وړلو لپاره کار وکړي.

د غونډې یوشمېر ګډونوالو دا خبرداری هم ورکړی چې د طالبانو په ضد به د دوی جګړه ییز فعالیتونه هم ډير شي.

د یادونې وړ ده چې د ملي مقاومت او د افغانستان د ازادۍ جبهې وسله وال وخت نا وخت پر طالبانو چریکي بریدونه کوي چې د دوی د ادعا له مخې مرګ ژوبله هم لري.

د غونډې بل ګډونوال او د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو د یوې مخالفې ډلې مشر یاسین ضیا وایي، دوی د طالبانو نه، بلکې د ټولو ترهګرو ډلو خلاف دي.

" د ترهګرۍ او د سیمې وضعیت ته په کتو، مونږ یوازې طالبانو سره مبارزه نه کوو، مونږ او تاسو د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې ځواکونه یو. مونږ او تاسو ترهګرۍ سره مبارزه لرو."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د ویانا د غونډې ګډونوال " جګړه غوښتونکي اودسیسه جوړونکي" بولي او وایي دا ډول غونډې تکراري او بې ګټې دي.

مجاهد د افغانستان له خصوصي ټلویزیون شمشاد سره تېر ماښام په خبرو کې وویل " دغسې ناستې مکررا په نورو هېوادونو کې هم شوي دي، چاته یې ګټه نه ده کړې. ټول هېوادونه پر دې پوهیدلي چې افغانستان کې یو قوي نظام جوړ دی. او زمونږ هغه افغانان چې د جګړې خوبونه ویني، بیا د توطیو او دسیسو خوبونه ویني، هغوی نه مو غوښتنه داده چې وروڼو راځی، افغانان یی، د دې هېواد اوسیدونکي یی، زمونږ او ستاسې هېواد او ګټې ټولې سره مشترکې دي، تاسو هم راشی د دغه هېواد د آبادۍ لپاره کار وکړی او خپل رول ادا کړی."

د ویانا د غونډې په ګډونوالو کې پر سیاسي او یوشمېر پخوانیو امنیتي څېرو سربیره مدني او د ښځو د حقونو فعالان هم ګډون لري.

XS
SM
MD
LG