د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۴ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

باخبره سرچینه: د طالبانو رهبر د کابینې د څو وزیرانو استعفاوې رد کړې. د طالبانو یو چارواکی: " دا خبر ریښتیا نه دی"


کابل کې د طالبانو یوې سرچینې ازادي راډیو ته تایید کړې ده چې ددې ډلې د مشر د پرېکړو، په تېره بیا د نجونو د زده‌کړو د مخنیوي په اړه د دریځ له امله د طالبانو د کابینې ډېری وزیران خوابدي دي او ځینو یې استعفاوې کړي چې نه دي منل شوي. خو د طالبانو یوې بلې سرچینې بیا ازادي راډیو ته دا رد کړې ده.


د خپل مشر څخه د ځینو طالب مشرانو دا خوابدي هغه مهال زیاته او علني شوه چې ملا هبت‌الله اخوندزاده د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د نیولو حکم ورکړ.

ستانکزی، چې په کابل کې د کابینې د نورو غړیو په مرسته په پټه له هېواده د باندې واستول شو، له څه باندې یوې میاشتې راهیسې په متحده عربي اماراتو کې اوسي.

داسې ویل کېږي چې په وروستیو کې ځینو نورو مهمو وزیرانو هم استعفاوې ورکړي چې قبولې شوي نه دي، په هغو کې یو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي دی چې هغه ته منسوب یو غږ د طالبانو په خپلمنځي وټس‌اپ ګروپونو کې خپور شوی او په کې وايي چې استعفا یې نه ده منل شوې. که څه شرعي ته په منسوب غږیز کلیپ کې هغه د خپل ناخوښۍ سبب ددې وزارت په چارو کې د نورو لاسوهنې او د د دولتي مځکو د غصب په مخنیوي کې خنډونه ګڼي.

ښاغلی شرعي دوې اوونۍ کېږي چې له کابله وتلی دی او د راپورونو له مخې په دوبۍ کې مېشت شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني هم له څو اوونیو راهیسې له هېواده وتلی. که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد اوونۍ وړاندې د طلوع نیور خصوصي تلویزون سره مرکه کې ادعا وکړه چې نوموړی بېرته هېواد ته ستون شوی خو اوس راپورونه وايي سراج‌الدین حقاني لا هم له هېواده بهر دی.

په عین حال کې د طالبانو د حکومت د رئیس‌الوزا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم څو ورځې وړاندې د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی او تر اوسه یې بېرته کابل ته د ستنېدو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

د هغو طالب مشرانو شمېر په زیاتیدو دی چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخواندزاده د واک په انحصار تورنوي. اخوندزاده ډیر کله نوموړي ته په منسوب ویناوو کې ټینګار کوي چې ټول یې باید اطاعت وکړي.
د هغو طالب مشرانو شمېر په زیاتیدو دی چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخواندزاده د واک په انحصار تورنوي. اخوندزاده ډیر کله نوموړي ته په منسوب ویناوو کې ټینګار کوي چې ټول یې باید اطاعت وکړي.

په کابل کې د طالبانو دې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل " دا مهال ډېر نور وزیران او مهم مسوولان په دې فکر کې دي چې په نږدې ورځو کې خپل کارونه پریږدي. " د سرچینې په وینا دوی په دې باور دي چې مشر یې "له خپلو پرېکړو لاس نه اخلي او ولس او د امارت په لیکو کې دننه خلک د مایوسۍ اخري حد ته رسېدلي دي. " سرچینې همدارنګه وویل چې د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملا یعقوب او رئیس‌الوزا محمد حسن اخوند هم د طالبانو مشر ته استعفاوې کړي خو منل شوې نه دي.

د طالبانو د حکومت یوې بلې لوړپوړې سرچینې چې ده هم نه غوښتل نوم یې یاد شي د یو شمېر وزیرانو د استعفاوو د ګواښ په اړه راپورونه رد کړل او ازادي راډیو ته یې وویل چې " دا راپورونه سم نه دي. " د طالبانو د حکومت یوې بلې سرچینې هم ازادي راډیو ته وویل چې ددې موضوع په اړه ډیر معلومات نه لري خو د نوموړې په وینا دا په دې ډله کې د کار د تجربې په بنسټ ویلی شي چې " په امارت کې استعفا نه شته "

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت مرکزي ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، خصوصي ټلوېزیون "طلوع نیوز" ته هم د طالب مشرانو تر منځ د جدي مخالفتونو خبرونه رد کړي وو او ویلې یې وو دوی "هیڅکله دنني اختلافات نه کوي، د بېلتون سبب نه ګرځي، او داسې ګام نه اخلي، چې هېواد بېرته بې‌ثباته کړي.""

طالبانو کلونه د نړۍ په وړاندې ځان یوموټی ښودلی او د خپل تحریک دننه یې اختلافات پټ ساتلي دي.

خو اوس داسې ښکاري چې د دې ډلې ترمنځ اختلافات هغه حد ته رسېدلي چې نور یې د دوی لپاره پټول ممکن نه دي.

کارپوهان خبرداری ورکوي، چې دا دنني اختلافات ښايي تر تاوتریخوالي ورسېږي او یوه نوې کورنۍ جګړه پیل کړي، چې نه یوازې به د افغانستان بې‌ثباتي لا زیاته کړي، بلکې ټولې سیمې ته هم خطر پېښولی شي.

"بې‌نظمه او نامعلوم وضعیت"

د اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو پخواني سلاکار، مایکل سیمپل، وایي: "سره له دې چې طالبانو د اختلافاتو د پټولو او یووالي دود درلود، خو اوس یې دنني اختلافات عام محضر ته راوتلي، چې دا ښيي دا تحریک له جدي فشارونو سره مخ دی."

د ډیسمبر په میاشت کې، د طالبانو د کډوالو وزیر، خلیل حقاني، په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو. دا د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د وژل شویو لوړپوړو چارواکو تر ټولو مهم کس و.

که څه هم پر نوموړي د برید پړه د داعش خراسان څانګې ومنله خو د شنونکو په وینا، د حقاني ډېری پلویانو په شخصي توګه د طالبانو دنني سیالان د ده په وژنه تورنوي.

د طالبانو په حکومت کې د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي، د جنورۍ په میاشت کې د دې ډلې پر مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده، له انتقاد وروسته افغانستان پرېښود. ملا هبت‌الله، چې په افغانستان کې د طالبانو د " اسلامي امارت " مشر دی، وروستۍ پرېکړې کوي.

ستانکزی چې تر دې مخکې یې هم د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په برخه کې د خپل حکومت پر پالیسیو نیوکې کړې وې هغه غږیز پېغام یې د نیولو د امر سبب شو چې په کې یې ویلي وو: "هغه (ملا هبت‌الله) ته تابع اوسئ، خو تر دې حده نه، چې خدای مه کړه، د پیغمبر یا خدای مقام ورکړئ.."

عباس ستانکزي تایید کړې چې متحده عربي اماراتو ته تللی، او دلیل یې روغتیايي ستونزې یادې کړي. خو راپورونه ښيي چې نوموړی وروسته له هغې له افغانستان ووت، چې ملا هبت‌الله یې د نیولو امر وکړ او پر ده یې د سفر بندیز ولګاوه.

خو د طالبانو یو شمېر سرچینې، چې د نومونو نه ښودو په شرط یې د ازادي راډیو ته خبرې کړې، اوسنی وضعیت "بې‌نظمه" او "نامعلوم" بللی.

سرچینو ویلي، چې ګڼ طالب چارواکي نشي کولی پرته له دې چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده مستقیمه اجازه ترلاسه کړي له هېواده ووځي او هغوی چې وتلي هم په کابل کې د یو بل په همکارۍ له هېواده بهر تللي دي.

د طالبانو د حکومت ریس الوزرا ملا محمد حسن اخوند (په منځ کې) او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ محمد خالد (ښي لور ته) د طالبانو په حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم ( کیڼ لور ته ) په ارګ کې د یوې غونډې پر مهال
د طالبانو د حکومت ریس الوزرا ملا محمد حسن اخوند (په منځ کې) او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ محمد خالد (ښي لور ته) د طالبانو په حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم ( کیڼ لور ته ) په ارګ کې د یوې غونډې پر مهال

خپلمنځي سیالۍ

ملا هبت‌الله، چې ډېر کم له خپل مرکز، کندهار، وځي، خوابدي طالب مشران یې " د واک په انحصارولو " تورنوي. نوموړي د نسبتاً نرم دریځ لرونکي طالبان څنډې ته کړي، او داسې سخت قوانین یې وضع کړي، چې افغانستان یې نړیوال انزوا ته ور ټیل وهلی دی.

د ملا هبت‌الله له مهمو سیالانو څخه یو، سراج‌الدین حقاني دی، چې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر دی. هغه څو ځلې په خپلو ویناوو کې له اوسني وضیعت ناخوښي ښودلې او په غیرې مستقیمه توګه یې " د واک انحصار " ته هم اشاره کړې ده. حقاني چې د ناټو او پخواني افغان جهوریت پر وړاندې د جګړې پر مهال یې یې ډله د " حقاني شبکې " په نوم یادیده او یوه ځواکمنه ډله ده ، د افغانستان په ختیځ کې پراخ نفوذ لري.

د طالبانو په حکومت کې د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني سربېره د ملا هبت‌الله اخوندزاده نورو مهمو سیالانو کې ، د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر زوی، ملا محمد یعقوب، چې د طالبانو د دفاع وزیر دی، او ملا عبدالغني برادر، چې د قطر دفتر مشري یې کړې او اوس د طالبانو د حکومت د رئیس‌الوزاره اقتصادي مرستیال دی، شامل دي.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مشر، هاتف مختار، وایي: "د طالبانو دنني اختلافات د دوی د یووالي لپاره یو لوی ننګونه ده، خو دا یوازینی تهدید نه دی، او شاید تر ټولو لوی تهدید هم نه وي."

د طالبانو دننه د ایډیالوژیکي اختلافاتو یادونه هم شوې. ځینې مشران غواړي، چې نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي او اقتصادي پانګونې ته لار هواره کړي، خو نور بیا غواړي، چې که افغانستان په نړیواله کچه منزوي کېږي هم دوی باید سخت اسلامي قوانین پلي کړي.

مختار وایي، چې په کندهار کې د ملا هبت‌الله اخوندزاده شا او خوا راجوړه شوې د رهبرۍ ډله اوس د طالبانو د پخوانیو نظامي قوماندانانو او سیاسي دفتر د مشرانو پر ځای د پرېکړو واک لري.

بل لور ته، د داعش خراسان څانګه لا هم طالبانو ته تهدید دی، او پر افغانستان یې د دې ډلې امنیتي واکمني تر یوه حده ننګولې ده.

د فیبرورۍ ۱۱مه، داعش د افغانستان په شمال کې د کابل بانک مخې ته ځانمرګی برید وکړ، چې طالبان وایي، پکې ۵ کسان ووژل شول.

خو د طالبانو دوو سرچینو، چې د رسنیو سره د خبرو اجازه یې نه درلوده، ویلي، چې په برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي، چې ځینې یې د طالبانو غړي وو.

په عین حال کې کارپوهان وايي د طالبانو حکومت، چې په تېره نژدې درې نیمه کلنه واکمنۍ کې یې تر اوسه نه نړیوال مشروعیت ترلاسه کړی او نه مالي سرچینې لري، د سختو اقتصادي فشارونو سره هم مخ دی.

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل هېواد نړیوالې مرستې وځنډولې په لړ کې یې له افغانستان سره هم بشري مرستې وځنډېدې چې په دې هېواد کې یې بشري بحران لا ژور کړی دی.

بل لور ته، د افغانستان ملي اسعارو، افغانۍ، په وروستیو اوونیو کې خپل ارزښت بایللی، چې د بیو د لوړوالي لامل شوی.

کارپوهان وایي، که څه هم طالبان تر دې دمه توانېدلي چې خپل داخلي اختلافات پټ او کابو کړي خو اوس داسې ښکاري چې په کندهار کې د دوی د مشر یو اړخیزې پرېکړې او د نورو طالب مشرانو منزوي کول هغه حالت رسېدلي چې د دې ډلې یووالی یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

هاتف مختار زیاتوي: "تر ټولو احتمالي سناریو به یې ترمنځ ناڅرګندې وژنې، په ټیټه کچه جګړې، او داخلي تصفیه وي، نه د طالبانو د متقابلو لورو تر منځ ښکاره نظامي تقابل."

خو دا هم ویل کېږي چې که چېرې طالبان د اوسنیو خپلمنځي اختلافاتو د هواري لاره ونه مومي، افغانستان ښايي یو ځل بیا د اسلامپالو ډلو د خپلمنځي جګړو شاهد وي.

یادونه: دا راپور په نویو معلوماتو اپډیټ شوی دی

XS
SM
MD
LG