د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

یوناما د افغانستان طبیعي یخچالونه د ویلي کېدو په حال کې دي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا «یوناما» وايي په افغانستان کې طبعي یخچالونه د ویلي کېدو په حال کې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت دفتر یا «یوناما» خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې طبعي یخچالونه په خواشینوونکی چټک ډول د له منځه تللو په حال کې دي.

یوناما پرون چهارشنبه ناوخته په خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلي چې طبعي یخچالونه د طبعیت او بشریت لپاره حیاتي ارزښت لري او څیړونو ښودلې چې د اقلیمي بدلونونو له امله دغه یخچالونه په تېرو ۲۵ کلونو کې د ویلي کېدو په حال کې دي.

یوناما په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې افغانستان له کلونو راهیسې دوامداره وچکالي تجربه کوي او په بېلابېلو ولایتونو کې د ځمکې لاندې اوبه د پام وړ کمې شوې دي.

وچکالۍ نه یوازې د څښلو اوبه ته د خلکو لاس رسی ستونزمن کړی بلکې پر کرهنې یې چې د افغانستان د خلکو د معیشت لویه برخه له همدې لارې تمولیږي ناوړه اغیز پریښی دی.

د

د اقلیمي بدلونونو له امله دغه یخچالونه په تېرو ۲۵ کلونو کې د ویلي کېدو په حال کې دي

غزني ولایت اوسېدونکی حبیب الرحمن چې دا مهال د بزګرۍ په چارو اخته دی وايي په دغه ولایت کې د اوبو کاریزونه وچ شوي دي.

نوموړي په دغه ولایت کې د اوبو د کمښت له کبله د خلکو د ستونزو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

« ټول کاریزونه وچ شوي دي، اوس له ژورو څاه ګانو ګټه اخلو او د ماشینونو په واسط اوبه راوباسو، لویه ستونزه مو همدا ده چې کاریزونه بند شوي دي او اوس اوبه نه لرو.»

د تخار ولایت د خواجه دوکوه ولسوالۍ اوسېدونکې سمیه چې د وچکالۍ له کبله اوس شبرغان ښار ته راکډه شوې په دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل:

« د خواجه دوکوه ولسوالي خوږې اوبه نه لري، اوبه په پیسو اخلي، د جامو وینځلو او نورو اړتیا لپاره بېلر بېلر اوبه اخلي، دلته خلک یوازې د څښلو لپاره په اوونۍ کې له ۵۰۰ تر ۶۰۰ افغانیو اوبه پیري.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت دفتر یا «یوناما» وايي چې په افغانستان کې نږدې ۳ زره واړه طبعي یخچالونه شته چې شاوخوا ۲،۵۰۰ کلیو میتر مربع ځمکه یې پوښلې او تر ډېره دغه یخچالونه د هندوکش او پامیر په غرونو کې دي.

د یوناما د معلوماتو پربنسټ افغانستان یوازې ۱،۹۴۲ یخچالي ډنډونه لري چې د څښلو د اوبو او په ورته وخت کې د اوبو لګولو په برخو کې د پام وړ اهمیت لري.

په افغانستان کې د طبعي یخچالونو د ساتنې په اړه د چاپیریال ساتنې د برخې کارپوه محمد اقبال همدرد ازادي راډیو وویل:

«که موږ چیرته یخچالونه ونه ساتو، د افغانستان سمسورتیا ته کار ونه کړو، شنه کمربندونه رامنځته نه کړو، له اقلیمي بدلونونو سره مبارزه ونه کړو او د ګلخانه ای ګازونو په کمښت کې خپل رول ونه لوبوو نو له شک پرته چې د یخچالونو د ویلي کېدو لړۍ چټکه کیږي.»

ملګرو متلونو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ځمکې لاندې د اوبو د زیرمو د کمښت په اړه خبرداری ورکړی و او ویلي و که په دې برخه کې اقدام ونشي ښايي تر ۲۰۳۰ کاله د کابل د ځمکې لاندې د اوبو زیرمې په بشپړ ډول وچې شي.

د یادونې ده چې افغانستان په ورستیو کې د وچکالۍ سربیره د سیلابونو، زلزلو، د ځمکې ښویدنې او د هوا د سړو څپو په څېرو له ډول ډول طبعي افتونو سره مخامخ دی چې د ځینو نړیوالو بنسټونو په وینا د کمزورو زیربناوو، د سرچنیو د کمښت او د نه مدیریت له امله د افغانستان د زیان مننې کچه د ناورینونو په وړاندې لوړوي.

XS
SM
MD
LG