وروسته له دې چې یو افغان کډوال د چړې په ګوزارونو دوه کسان ووژل او ونیول شو، د جرمني د کورنیو چارو وزیره نانسي فایزر وايي، هغه افغانستان ته د نورو مجرمینو د لېږلو لپاره هڅه کوي.
میرمن فایزر د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ پر ۲۳مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل:
"موږ په اروپا کې یوازینی هېواد یو چې د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې مو د لومړي ځل لپاره جدي مجرمین بېرته افغانستان ته شړلي، غواړم دا په واضح ډول ووایم چې موږ په شدت سره کار کوو څو نور مجرمین هم افغانستان ته ستانه کړو."
د جرمني د کورنیو چارو وزیرې د اروپايي ټولنې د دوبلین پر مقرراتو نیوکه وکړه او ویې ویل چې دوی یو ځل بیا ولیدل چې دغه سیستم نور کار نه کوي.
د ډوبلین د قانون له مخې، که یو څوک د اروپايي اتحادیې یو هېواد ته د کډوال په توګه ننوځي، دا قانون ټاکي چې کوم هېواد د هغه د پناه غوښتنې د پروسس کولو مسوولیت لري.
د جرمني حکومت دغه توند غبرګون وروسته له هغه راپورته شو چې د یوه دوه کلن ماشوم په ګډون دوه تنه په یوه برید کې چې ویل کېږي د یوه افغان له خوا ترسره شوی و، د چړو په ګوزارونو ووژل شول.
د جرمني د کورنیو چارو وزیرې دغه دریځ د هغه افغانانو انديښنې راپارولي دي، چې د دوبلین د قانون پر اساس او یا له قاچاقي لارې جرمني ته تلل.
په جرمني کې یوې افغان کډوالې، منیرې حسیني چې اووه میاشتې مخکې له خپلې کورنۍ سره له ايتاليا څخه جرمني ته راغلی ازادي راډيو ته یې وویل:
"د دې په تمه وم چې دوبلین مې پای ته ورسیږي او کیس مې پروسس شي، خو له بده مرغه د یو شمیر ستونزو له امله چې افغانانو رامنځته کړي، سره له دې چې جرم یو شخصي عمل دی، خو باید یوه ټولنه يې قیمت پرې کړي، که څه هم دا هیواد حق لري چې دوبلیني کسان ستانه کړي خو دوی باید يواځې د جرمونو عاملین وشړي."
"په جرمني کې د افغان کډوال له خوا ترسره شوی برید د دې لامل شوی چې د کډوالو پر سیاستونو فشار زیات شي" یو افغان کډوال
یو بل افغان کډوال چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي او شپږ میاشتې وړاندې له هسپانیا څخه جرمني ته کډوال شوی، هم ورته اندېښنه لري:
"موږ هم له هغو کسانو څخه یو چې تېر کال د دوبلین قانون له مخې جرمني ته راغلي یو او د دې هېواد حکومت پرېکړه کړې چې هغه کسانو سره به جدي چلند وکړي چې دوبلین لري، موږ ډېر اندېښمن یو او د جرمني له حکومت څخه غواړو چې ټولو ته په یوه سترګه ونه وګوري، هغه چې په رښتیا مجرم دي هغوی دې وپېژني، خو هغه کسان چې وړ دي، هغوی سره دې له زغم څخه کار واخلي."
د کډوالۍ برخې فعالان هم د هغو افغان کډوالو وضعیت چې په دې هېواد کې د خپلو پناه غوښتنې دوسیو د څېړلو په حال کې دي، د اندېښنې وړ بولي.
په جرمني کې د کډوالۍ چارو سلاکار علي رضا کریمي ازادي راډیو ته وویل:
"په جرمني کې د افغان کډوال له خوا ترسره شوی برید د دې لامل شوی چې د کډوالو پر سیاستونو فشار زیات شي، او د دې هیواد دولت ښايي سخت دریځه قوانین خپل کړي او د رد شویو کډوالو شړل زیات کړي، چې دا امکان لري د هغو زرګونه کډوالو دوسیو باندې اغیز وکړي چې دوبلین لري او په دې هیواد کې په یوه نا څرګنده وضعیت کې ژوند کوي."
ښاغلي کریمي د جرمني پر حکومت غږ وکړ چې د افغان کډوالو د اخراج په برخه کې دې رونټیا په پام کې ولري.
جرمني رسنیو، په خپلو راپورونو کې دا بریدګر "اسلامپال او ترهګر" بللی او ویلې يي دي، چې دا پېښه د چهارشنبې په ورځ، د جنوري پر ۲۲مه، د جرمني د اشافنبورګ ښار په یوه وړکتون کې شوې ده.
د دې پېښې انګېزه لا نه ده څرګنده شوې.
د راپورونو له مخې، مشکوک کس درې کاله وړاندې د بلغاریا له لارې جرمني ته ورغلی و.
هغه د مخدره توکو د درلودلو په تور په جرمني کې د زندان مخېینه هم لري.
تر دې مخکې، د تېر کال په جون میاشت کې د جرمني په مانهایم کې یو افغان کډوال د چاقو په برید کې یو پولیس وواژه.
د جرمني حکومت مخکې ویلي وو، چې په تېر یوه کال کې یې له جرمني څخه له ۱۳۰۰ څخه زیات افغان کډوال ایستلي دي.