په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د زده کړې نړیوالې ورځې په مناسبت، د هغو ملیونونو افغان نجونو په اړه "ژوره خواشیني او اندیښنه" څرګنده کړې چې لاهم د تعلیم له اساسي حق څخه محرومې دي.
یوناما نن په یوه اعلامیه کې ویلي نږدې څلور کاله کېږي واکمنو طالب چارواکو له ۱۲ کلونو پورته افغان نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړي دي.
په دې اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا په حواله ویل شوي دا یو ناورین او تراژیدي ده چې په ملیونونو افغان نجونې د تعلیم له حق څخه محرومې دي.
د ملګرو ملتونو استازولۍ ټینګار کړی چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چیرته چې ښځې او نجونې په ښکاره ډول د زده کړې له ټولو کچو څخه منع دي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته افغان نجونې له ښوونځیو منع کړې.
د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې یې د پوهنتونو دروزاې هم د افغان نجونو پر مخ وتړلې او د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې یې افغان نجونې د طبي زده کړو موسسو ته له تلو منع کړې.