له هغه وروسته چې د نړیوالې جنايي محکمې یا (ICC) لخوا د طالبانو د عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده او د طالبانو د سترې محکمې د ريیس عبدالحکیم حقاني د نیولو د حکم درخواست صادر شو، يو شمېر د بشري حقونو فعالانو، د معترضو ښځو بېلابېلو بنسټونو او يو شمېر نړيوالو سازمانونو له دې پرېکړې تود هرکلى کړى او د دې حکم د عملي کېدو غوښتنه یې کړې ده.
له ډلې په نيويارک کې د " open society Foundations " يا د پرانيستې ټولنې په نوم نړيوال بنسټ پرون د جنورۍ پر ٢٣ پر خپله ويبپانه په ليکلي بيان کې دا پرېکړه د افغان ښځو او نجونو لپاره د عدالت په لوري یو تاریخي ګام ګڼلى، څو طالبانو سره د بشریت پر وړاندې د جنسیتي توپير د جرم له امله حساب کتاب وکړي.
دغه شان د ملالې یوسفزۍ بنسټ يا "Malala found" هم د جنورۍ پر ٢٣ پر خپله ايکس پاڼه د نړيوالې جنايي محکمې د مخکښ څارنوال د دې پرېکړې هرکلی کړی او دا یې د افغان ښځو پر وړاندې د سختو بېعدالتيو په برخه کې یو مهم بدلون بللی دی.
دغه بنسټ ویلي چې دا ګام د جنسیتي اپارتاید د پېژندنې قضیه نوره هم پیاوړې کوي.
یو شمېر معترضو ښځو او د مدني ټولنې فعالانو هم د بېلابېلو اعلاميو په خپرولو سره د هبت الله اخندزاده او عبدالحکیم حقاني د نیولو او محاکمې د حکم د ژر تر ژره د عملي کېدو غوښتنه کړې.
"د افغانستان د ښځو د تاريخ د بدلون خوځښت"، "د پياوړو ښځو غورځنګ"، د "ملي نبرد جبهې" او "د ښځو د سياسي مشارکت شبکې له خوا" د جنورۍ پر ٢٣ مه خپرې شوې اعلاميې وايي چې د طالب مشرانو محاکمه کول به د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د افغان ښځو لپاره د عدالت د ترلاسه کولو په برخه کې يو مهم ګام وي.
بلخوا په افغانستان کې يو شمېر ښځې وايي چې د دې حکم عملي کېدل به افغان مېرمنې له ډېر ستونزو ظلم او بې عدالتۍ څخه را وباسي.
"د ښځو ژوند په افغانستان کې د طالبانو د فرمانونو پر اساس ډېر سخت شوى" د کابل یوه اوسېدونکې
د کابل ولايت اوسېدونکې چې د موضوع د حساسيت له امله د نوم له ښودلو ډډه کوي آزادي راډيو ته يې وويل:
"طالب مشرانو خو رښتيا هم پر افغان ښځو ډېر زيات بنديزونه ولګول نجونې يې له زدکړو راوګرځولې د ډېرو ښځو وظيفې يې ځينې واخيستې له ډېرو سخيو سره يې مخ کړل هغوى چې ښه معاشونه درلودل ټول يې په کور کړل او د ټولو هيلې يې له خاورو سره خاورې کړلې نو اوس که نړيواله ټولنه په دغه برخه کې هر اقدام کوي هغه به د افغان ښځو پر ګټه وي."
د کابل ولايت بله اوسېدونکې ماريه نوري وايي چې د دې حکم عملي کېدل به د ښځو او ټولو افغانانو ته د عدالت راوستلو په برخه کې ستره هيله ده:
"کوم حکم چې صادر شوى د بشري حقونو د نقص او کوم ظلمونه چې شوي پر هغه اساس صادر شوى، د ښځو ژوند په افغانستان کې د طالبانو د فرمانونو پر اساس ډېر سخت شوى د هغه د نيول کېدو د حکم عملي کېدل به ټولو افغانانو ته عدالت راولي او د طالبانو نورو مشرانو ته به وښيي چې د خپلو کارونو پر وړاندې بايد ځواب ووايي دا اقدام افغانانو ته يوه هيله ده او دا ښيي جې ظلم بې ځوابه نه پاتې کېږي"
دا په داسې حال کې ده چې پرون نړیوالې جنايي محکمې یا (ICC) د طالبانو د عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده او د طالبانو د سترې محکمې د ريیس عبدالحکیم حقاني د نیولو د حکم درخواست صادر کړ.
د محکمې مخکښ څارنوال کریم خان یوه کنفرانس کې د حکم د اعلان پر مهال وویل، د طالبانو دغه مشران د بشريت پر خلاف په جنایتونو او د جنسیت پر اساس په ځورونو کې لاس لري.
طالبانو د نړیوالې جنايي محکمې له خوا د دوی د رهبر هبت الله اخندزاده او د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو جلب دوه ګونی چلن او سیاسي هڅول شوې موضوع بللې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې په دغو طالب مشرانو د نړیوالې جنايي محکمې تورونه بې بنسټه بللي او رد کړې یې دي.
پرون نړیوالې جنايي محکمې یا (ICC) د طالبانو د رهبر ملا هبت الله اخندزاده او د طالبانو د سترې محکمې د ريیس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړ چې د بشري حقونو ګڼو فعالانو یې ملاتړ کړی دی.
د دې محکمې څارنوال کریم خان د حکم د اعلان پر مهال وویل چې د طالبانو دغه مشران د بشريت پر خلاف په جنایتونو او د جنسیت پر اساس په ځورونو کې لاس لري.
له هغه وخته چې طالبان په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په افغانستان کې واک ته رسېدلي، د زده کړو او کار په ګډون یې پر افغان ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي دي او د ځینو په باور هڅه کوي چې د ټولنې دا نیمايي نفوس د ژوند له ټولو برخو څنډې ته کړي.