په دغه هېواد کې، که له یوې خوا تر شپږم ټولګي پورته دوه نیم میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې دي، بل لور ته د هلکانو لپاره هم د تعلیم او تحصیل په ډګر کې یوشمېر ننګونې رامنځته شوې دي.
د بشري حقونو او معارف فعالان وایي، طالبان توانیدلي چې په درې نیمو کلونو کې پر تعلیمي او تحصیلي سیستمونو خپله ایډیولوژي حاکمه کړي.
د مسلکي ښوونکو کمښت او په تعلیمي او تحصیلي ادارو کې د نوم لیکنې لیوالتیا کموالی هغه اساسي ستونزې دي چې ملګري ملتونه ورته اندېښمن دي.
د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي ادارې یونسکو د ۲۰۲۴ کال یو راپور ښيي چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو څو کلونو کې یوازې د لومړنیو ښوونځیو د زده کوونکو شمېر څه باندې یو میلیون را کم شوی دی. دوی ویلي چې د پوهنتونونو د محصلانو شمېر هم، پخوا ته په کتو، سم نیمایي کم شوی دی. خو دا تفکیک نشته چې دا کمښت پوهنتونونو ته د نجونو په ورتګ د بندیز له کبله راغلی او که په ټوله کې د هلکانو محصلانو شمېر کې کموالی راغلی.
د هلمند د واشیر ولسوالۍ اوسېدونکی وکیل احمد احمدي ازادي راډیو ته ویلي:
"دلته د مکتبونو ستونزه ده، مکتبونه نشته، هغه چې شته هم د مسلکي ښوونکو کمښت په کې دی، باید مسلکي استادان وګمارل شي."
د پکتیکا د وازې خوا ولسوالۍ یوه ښوونکي بیا راته ویلي چې دوی له تېر کال راهیسې محلي ټولګی پرانستی، خو په وینا یې تراوسه د تدریس لپاره کتابونه نه دي ور رسېدلي:
"زه د یوه محلي ټولګي ښوونکی یم، دغه محلي ټولګی د تېر کال د سنبلې په میاشت کې پرانستل شوی، خو تراوسه دغه ټولګي ته تدریسي کتابونه نه دي را رسېدلي."
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونسف) له خوا په تېره یوه لسیزه کې شاوخوا ۲۱ زره محلي ټولګي جوړ شول، چې په کندهار، هلمند او ارزګان کې یې زرګونه هغه طالبانو بند کړي او لا هم نه دي پرانستل شوي.
د ښوونکو او درسي موادو د کمښت ترڅنګ، بله ننګونه پر تعلیمي او تحصیلي نصاب باندې د طالبانو د ایډیولوژۍ حاکمیت دی چې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ادارو یې په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د پکتیا ولایت یوه ښوونکي د نوم نه ښودلو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو حکومت د ښوونځیو له نصابه یوشمېر هغه مضمونونه حذف کړي چې د بشري حقونو او مدني حقونو اړوند و:
"زه د پکتیا یو تن ښوونکی یم. طالبانو د مدني زده کړو مضمون لرې کړ، د هنر مضمون یې لرې کړ، دوی د تعلیم القران په نوم مضمون اضافه کړ. زده کوونکي مخکې خوښ و چې مدني زده کړې او د هنر مضمون یې درلود، خو هغه اوس نشته. زده کوونکي او ښوونکي پر دې خفه دي. پر ځای یې دیني زده کړې اونۍ کې دوه درې ساعته اضافه شوي."
د البیروني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي یوه محصل د پوهنتون په نصاب کې هم د ورته بدلونونو خبره وکړه. هغه د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل:
"د اسلامي امارت په راتګ سره پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت د مضامینو او کریډیټونو شمېر ډېر شوی دی. ترڅنګ یې د تجوید القران په نوم یو بل مضمون هم موږ ته تدریسېږي. د ادبیاتو په پوهنځي کې د یوشمېر هغو لیکوالانو او شاعرانو، لکه خان عبدالغفار خان، غني خان او ورته نورو شخصیتونو پر شعرونو او لیکنو باندې هم بندیز لګول شوی دی. وایي چې دا لیکوالان د علماو خلاف خلک وو."
د یونسف یو پخوانی کارکوونکی شیر علي ظریفي چې کلونو کلونه یې په تعلیمي نصاب کې کار کړی وایي، طالبانو د ښوونځیو پر نوي تعلیمي نصاب باندې کار پیل کړی چې په وینا یې تر ډېره د دوی د مفتیانو له نظرونو اغېزمن دی:
"دوی ملي بیرغ له کتابونو لرې کړ، ملي سرود یې لرې کړ او د ژوندیو موجوداتو عکسونه یې لرې کړي دي. نور یې په پښتو، دري، ریاضي، فزیک، کیمیا، بیولوژي، تاریخ او جغرافیه کې ګوتې نه دي وهلي."
د پوهنې وزارت پخوانی معین محمد ابراهیم شینواری بیا د طالبانو له خوا په معارف کې بدلونونه په مثبت او منفي ډلو ویشي:
"ځینې برخې یې ښې دي او ځینې یې ښې نه دي. لکه د نصاب په برخه کې دوی د کتابونو شمېر کم کړی چې دا زموږ د اصلاحاتو برخه وه، ځکه د نصاب اصول دادي چې محتویات باید کم، خو مهم او ستراتیژیک وي. ځینې مضامین یې له منځه وړي، هغه کې باید وکتل شي چې که کوم ضروري مضامین کم شوي وي، نورو کې باید مدغم شي. دوی بیا دیني مضامین زیات کړي. موږ مسلمانان یو، خو د نړۍ ۵۳ اسلامي هېوادونو ته په کتو، پخوا لا زموږ په نصاب کې دیني مضامین زیات و، هماغه کافي وو، خو اوس طالبانو نور هم زیات کړي دي."
د طالبانو یوشمېر تګلارو او پر مهمو څوکیو او بستونو د هغوی د خپلو کسانو مقررېدو، زده کړو او تحصیل ته د هلکانو پر انګېزه هم ناوړه اغېزه کړې ده.
دې ټولو ستونزو ته په پام، د زده کړو فعالان وایي چې د افغانستان ښوونځي او پوهنتونونه باید د اوسنۍ عصري نړۍ پر امکاناتو او اړتیاوو سمبال شي.
دوی اندېښنه ښيي که د تحصیلي او تعلیمي سیستم پر بنسټونو او ستراتیژیکو برخو کار ونه شي، له پوهنتونونو او ښوونځیو افغان فارغان به هغسې لازمې مسلکې وړتیاوې ونه لري لکه ټولنه چې ورته اړتیا لري.