د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

په امریکا کې د کډوالو د مېشتولو د پروګرام پر ځنډېدو د کانګریس د ځینو غړیو اندېښنه


د امریکا د متحدو ایالتونو د کانګرس یو شمیر استازو، د کډوالو د بیا مېشتېدو د پروګرام د ځنډولو په تړاو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستي اجرايي فرمان د پایلو په اړه خبرداری ورکړی.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د کډوالو د مېشتېدو پروګرام د ځنډولو په تړاو د دې هیواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اجرایي فرمان په اړه د اندېښنو او غبرګونونو په دوام، د کانګرس یو شمېر غړو په دې برخه کې د ښاغلي ټرمپ پر پرېکړه نیوکه کړې او د سمدستي بیا کتنې غوښتنه یې کړې ده.

دوی په یوې تازه بیان کې د دې فرمان د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د ډونالډ ټرمپ دا اقدام د امریکايي ځواکونو پخوانیو همکارانو ته د شا کولو په مانا دی.

د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې یوې جګپوړې غړې جین شاهین، د شاوخوا ۱۶۶۰ افغان کډوالو د الوتنو لغوه کېدو ته په اشارې سره دې هیواد ته د کډوالو د منلو پروګرام د ځنډولو په تړاو د اجرایوي فرمان په اړه اندیښنه څرګنده کړې.

اغلې شاهین، چې د امریکا متحده ایالاتو ته د افغانانو د بیا میشتیدنې د پروګرام یوه کلکه ملاتړې ده، زیاته کړې چې دا هغه خلک وو چې په افغانستان کې یې د متحده ایالاتو د ماموریت سره د مرستې لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولی و.

په ورته وخت کې، د امریکا د استازو جرګې غړې، دینا ټیټوس، د ښاغلي ټرمپ پر پریکړې نیوکه وکړه، او ویې ویل چې "ټرمپ د هغو ۱۶۰۰ افغانانو الوتنې لغوه کړې چې د امریکایي ځواکونو سره یې کار کاوه او د طالبانو له غچ څخه د خلاصون لپاره یې د پناه غوښتنې حق ترلاسه کړی و. "

نوموړې زیاته کړې دا د امریکا متحده ایالاتو متحدین دي او ټرمپ دوی یواځې پریږدي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دې اجرایوي فرمان وروسته ډېری هغه افغانان چې په پاکستان کې امریکا ته د کډوالۍ د کیسونو د پړاونو بشپړولو په حال کې دي او یا هم د دوی د پناه غوښتنه یې تایید شوې او الوتنې ته په تمه دي، له نامعلوم وضعیت سره مخ شوي دي.

یو له دوی څخه چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې د خپل نامعلوم برخلیک په اړه اندېښمن دی: «زمونږ د الوتنې وخت تاکل شوی و کنسل شو. اوس د شپې هیڅ خوب نلرو ځکه چې له ډيرو ستونزو سره مخ یو. درې کاله کیږي چې دلته منتظر یو. باور وکړئ په خپګان اخته شوی یم.»

سید حسیب چې له یوه کال راهیسې په پاکستان کې د خپلې "اس ای وي" دوسیې ته انتظار دی، ازادي راډیو ته وویل: «موږ له ترامپ څخه غواړو چې د خپلې دې پریکړې په اړه له سره غور وکړي، موږ د خپل ځان په قیمت کار کړی او تر ټولو نا امنه ولایتونو ته تللي یو، امریکا باید موږ داسې له پامه ونه غورځوي، پخوا زموږ په کار کې پرمختګ و، دلته په پاکستان کې په تمه و، پولیسو ځورولو، اوس چې د اوسیدو لپاره کوم دلیل هم نلرو نو موږ به له دې ځایه وشړي، په افغانستان کې هم له خطر سره مخ یو.»

د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د خپلې ولسمشرۍ د دوهمې دورې له پیل سره سم یو اجرایوي فرمان صادر کړ چې له مخې به یې په امریکا کې د کډوالو د بیا میشتیدنې پروګرام د جنوري له ۲۷ نیټې وروسته ځنډیږي.

خو ځینې هغه سازمانونه چې د دې پروسې ملاتړي دي، ټینګار کوي چې دا حکم په هغو خلکو باندې نه پلي کیږي چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې (اس. ای. وي ) لري.

که څه هم په زرګونه افغانان چې د امریکا د کډوالۍ کیسونه لري په افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کې متحده ایالاتو ته د تګ په تمه دي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، د جو بایډن حکومت نږدې ٢ لکه کسان د امریکا متحده ایالاتو ته لېږدولې دي.

XS
SM
MD
LG