د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

هرات کې د ګازونیولو پېښې زیاتې شوي


د هرات د سیمه ییز روغتون ځینې چارواکي وايي، چې په تیرو دوو میاشتو کې په دې ولایت کې د ګازو نیولو ۱۲۳ پېښې ثبت شوې دي.

د هرات د سیمه ییز روغتون سرطبیب ډاکټر فرهاد افضلي د جمعې په ورځ د جنوري پر ۲۴مه له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل چې په تېرو دوو میاشتو کې په دې ولایت کې د ګازو د نیولو ۱۲۳ پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې درې تنه مړه شوي دي.

د ښاغلي افضلي په خبره، له دغو پېښو څخه ۶۸ یې مېرمنې وې:

"د ۱۴۰۳ کال د عقرب له ۲۹مې نیټې څخه د همدې کال د دلوې تر ۴مې نيټې پورې د هرات په حوزوي روغتون کې د ګاز نیولو ۱۲۳ پېښې ثبت شوي دي، چې ۶۸ یې ښځې او ۵۲ یې نارینه دي او له بده مرغه ۳ کسان مړه شوي چې درې واړه یې نارینه وو."

دا په داسې حال کې ده چې هر کال د ژمي او سړې هوا په پیلېدو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ګاز نیولو پېښې د ډیری افغانانو د مړینې لامل کیږي.

د کابل اوسېدونکې صبرینا ازادۍ راډيو ته وویل چې یوه اوونۍ وړاندې دې او کورنۍ یې د ګاز نیونې ترخه تجربه تېره کړې:

"یوه اوونۍ وړاندې مې خپله لور د چله‎ ګرېز لپاره غوښتې وه، د دې لپاره چې د شپې برق نه و او هوا هم سړه وه، ګاز مې روښانه کړ، ځکه وېرېدم چې د لمسي مې ساړه ونه شي، دروازې تړلې وې، په کوټه کې اکسیجن کم شوی و، زه خپله سر درد شوم او ساه مې بندېده، لمسي مې د مور شیدې نه رودلې، پوهه شوم چې ګاز نیولي یو، بهر ووتو او واورې ته کېناستو، بیا ډاکتر ته ولاړو او درمل مو واخیست."

دا په داسې حال کې ده چې هر کال د ژمي او سړې هوا په پیلېدو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ګاز نیولو پېښې د ډیری افغانانو د مړینې لامل کیږي.

د پروان ولایت اوسېدونکې شازیه چې د څو ماشومانو مور ده، ازادۍ راډیو ته د خپل او د هغې د ماشومانو د ګاز نیونې د تجربې په اړه وویل:

"زه او ماشون مې ګاز ونیولو، هوا سړه وه او د کوټې کړکۍ بندې وې، له ښه مرغه ګاونډي موږ سره مرسته وکړه او ښیښې یې ماتې کړې او موږ یې بهر وایستلو، نږدې و چې مړه شو، له لیمو او نارنج څخه مو کار واخیست بیا ښه شوو."

خو مسموم شوی کس د ګاز نیولو پر مهال کومې نښې لري او د مخنیوي لارې چارې او لومړنۍ مرستې یې څه دي؟

په هرات کې د داخله او ماشومانو برخې متخصص ډاکټر میرویس عابدي په دې اړه ازادۍ راډيو ته وویل:

"هغه کس چې ګازو نیولی وي ګنګس او ګیچ وي، د زړه بدوالي احساس لري، د مخنیوي لپاره یې باید له ویده کېدو څخه مخکې، ګازي بخارۍ بنده شي او که څوک مسموم شي باید ژر تر ژره ازادې هوا ته وایستل شي، او روغتیايي مرکز ته انتقال شي، که د مرستې لپاره امبولانس وغوښتل شي ښه دی ځکه په امبولانس کې د اکسیجن ورکولو وسیله شته، که امبولانس نه وي نو باید له هرې ممکنې وسیلې څخه په استفادې سره ډاکتر ته ولاړ شي."

د طالبانو  حکومت د عامې روغتیا وزارت تر دې  مخکې اعلان کړی و، چې د سږ کال ژمي له پیل راهیسې په افغانستان کې د ګاز نيونې له امله ۲۴ کسان مړه شوي دي.

ډاکټران خبرداری ورکوي، چې په کوټه کې د کاربن مونو اکساید ګاز تنفس کول د مسمومیت او ان مرګ لامل کیدی شي.

دوی، خلکو ته سپارښتنه کوي چې د ګازي بخاریو د کارولو پر مهال لږ تر لږه په ساعت کې یو ځل د کوټې دروازه او کړکۍ خلاصې او هوا يې بدله کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت تر دې مخکې اعلان کړی و، چې د سږ کال ژمي له پیل راهیسې په افغانستان کې د ګاز نيونې له امله ۲۴ کسان مړه شوي دي.

د یاد وزارت د شمېرو له مخې، په دې موده کې د ګاز نیونې پورې اړوند د ۸۹۴ کسانو درملنه شوې ده.

XS
SM
MD
LG