په داسې حال کې چې يو شمېر ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او تاجکستان تل د افغانستان له خوا د امنيتي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، د طالبانو حکومت د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسيون ادعا کړې چې په تیرو دریو کلونو کې بهرني اتباع په ځانګړې ډول د پاکستان او تاجکستان اتباعوو په افغانستان کې د بریدونو په طرحه او ترسره کولو کې لاس درلود.
دغه کمیسیون د چهارشنبې په ورځ په خپل کلني راپور کې چې پر ایکسپاڼه یې خپور کړی، ادعا کړې چې ډېری دا بریدونه له افغانستانه بهر تنظیم شوي او عاملان یې له بیلابیلو جامو څخه په استفادې دې هېواد ته رادننه شوي دي.
په راپور کې پاکستان ته په اشارې سره راغلي، چې په دې هیواد کې ځینې جریانونه بیا تنظیم شوي او په بلوچستان او د خیبر پښتونخوا په ځینو قبایلي سیمو کې میشت شوي دي، د دوی لپاره روزنیز کمپونه جوړ شوي او د مالي مرستو راټولولو لپاره ورته امکانات برابرشوي دي.
دې کمیسیون زیاته کړې چې د دوی د معلوماتو پر بنسټ، یو شمیر خلک له ځینو اسیایي او اروپایي هیوادونو څخه نوي جذب شوي ځواکونه د کراچۍ او اسلام آباد د هوایی ډګرونو له لارې په بلوچستان او د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمو کې خپلو مرکزونو ته انتقالوي.
په راپور کې راغلي، چې له پراخو هڅو سره سره، دا ډلې په افغانستان کې خپلو موخو ته نه دي رسیدلي، او په تیر یوه کال کې، د دوی بریدونه په پراخه کچه مهار شوي، د دوی ډیری محدود عملیاتونه د امنیتي ځواکونو لخوا شنډ شوي، او د د دې بریدونو عاملین یا نیول شوي او یا هم وژل شوي دي.
د طالبانو حکومت د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمیسیون په دې راپور په خپریدو سره، د افغانستان د پلازمینې او یو شمیر نورو ولایتونو ځينې اوسیدونکي په افغانستان کې د بریدونو او د ناامنیو د زیاتیدو په اړه اندیښمن دي او د طالبانو له حکومت څخه د دې ډول بریدونو د عاملینو د نیولو غوښتنه کوي.
د کابل ولایت اوسیدونکې، مرسل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: «له کله نه چې طالبان راغلي بریدونه او انتحاري بریدونه وو او لا هم شته او ډیر شوي دي، کله چې زموږ د کورنۍ یو غړی ځي، تر څو چې بیرته راځي ډیر ورته په اندېښنه کې وو.»
د ننګرهار ولایت یو اوسیدونکی چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله نوم یې په راپور کې واخیستل شي هم ورته اندیښنه لري: «که انتحار وي یا د بمونو ایښودل دې ټولو موږ اندیښمن کړي یو، موږ د طالبانو له حکومته غواړو چې په هیواد کې د دې ډول بریدونو او نا امنیو مخه ونیسي. »
د امنیتي او پوځي چارو یو شمیر پوهان د طالبانو حکومت دې ادعا ته په اشارې سره وایي چې پاکستان له پخوا وختونو راهیسې د ترهګریزو ډلو په روزنې او تجهیز کې فعاله ونډه درلوده او دا ډلې د افغانستان د ورانولو لپاره لیږدول شوي.
یو له دوی څخه احمد خان اندړ ادعا کوي «اسلامي ډلې او تنظیمونه له کلونو راهیسې په تاجکستان کې کار کوي چې ویل کیږي په پاکستان کې د دوی لپاره مدرسې او روزنیزې سیمې جوړې شوي چې دوی وروزي او بیا یې افغانستان، د هند تر ولکې لاندې کشمیر او ان نورو هیوادونو ته استوي.»
دا ادعاوې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې تاجکستان په وار وار په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) د خراسان څانګې له شتون او فعالیتونو په اړه اندیښنه ښودلې او په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا هم زیاته شوې ده.
دواړه لوري یو بل د ترهګرو ډلو په ملاتړ او د یو بل پر ضد په بریدونو تورنوي.
تېره میاشت، پاکستاني ځواکونو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په یو شمیر سیمو بمباري وکړه، او ادعا یې وکړه چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي یې په نښه کړي دي.
خو طالبانو، وویل چې دې بریدونو د کډوالو یو کمپ په نښه کړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۵۰ کسان پکې وژل شوي دي.
په ځواب کې، طالبانو ادعا وکړه چې دوی د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې، څو مرکزونه او پټنځایونه په نښه کړي، چې په ټکو یې له هغه ځایه په افغانستان کې بریدونه پلان او تنظیم شوي وو.