د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

یوناما له طالبانو د نجونو پر تعلیم د محدودیتونو لیرې کېدو غوښتنه وکړه


په غزني کې یو محلي ټولګی
په غزني کې یو محلي ټولګی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت دفتر «یوناما» د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت د هغو میلیونونو افغان نجونو په اړه ژور خفګان او اندیښنه ښودلې چې لا د زده کړو له بنسټز حقه محرومې دي.

په افغانستان کې د زده کړو په ګډون پر افغان ښځو او نجونو د محدودیتونو پر وړاندې د غبرګونونو په دوام، تازه د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت دفتر «یوناما» د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې له ځنډ پرته د زده کړو په برخه کې وضع شوي محدودیتونه لیرې کړي.

یوناما نن د جنورۍ ۲۴مه د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت د هغو ملیونونو افغان نجونو په اړه ژور خفګان او اندېښنه ښودلې چې لا هم د زده کړو له بنسټیز حقه محرومې دي.

یوناما نن جمعه په خپله اېکس پاڼه کې په یوه بیان کې ویلي ۱۲۲۵ ورځې یا نږدې څلور کاله کېږي چې طالبانو له ۱۲ کلونو پورته نجونې له زده کړو منع کړي دي.

په بیان کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزوا اوتنبایووا له قوله ویل شوي چې «د زده کړو له بنستیز حقه د میلیونونو افغان نجونو بې برخې کول یو ناورین او تراژیدي ده.»

«د زده کړو له بنستیز حقه د میلیونونو افغان نجونو بې برخې کول یو ناورین او تراژیدي ده.» اوتنبایووا

په همدې حال کې یو شمېر افغانې نجونې چې له زده کړو منع شوې وايي د خپل راتلونکې په اړه ډېرې ناهیلې شوي ديږ

د کابل اوسېدونکې نرګس چې د لسم ټولګي زده کوونکې وه ازادي راډيو ته یې وویل:

« زه د لسم ټولګي زده کوونکې وم چې طالبان راغلل، دوی ښوونځي زموږ پرمخ وتړل او له زده کړو بې برخې شوو، کومې هیلې او ارمانونه چې موږ د راتلونکي په اړه لرل هغه ټول له منځه لاړل اوس خپلې راتلونکې ته ډېره ناهیلې یم او خفه یم.»

د کابل ښار یو بله اوسېدونکې کوثر چې دا هم له زده کړو محرومه شوې له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د طالبانو له مشرتابه غواړي چې دوی ته نور د زده کړو اجازه ورکړي:

« له ټولو مسوولانو غواړم چې زموږ پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته خلاصې کړي، څو موږ د دیني زده کړو سربېره عصري زده کړو ته دوام ورکړو او د هېواد په پرمختګ کې فعاله ونډه واخلو.»

د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزوا اوتنبایووا په بیان کې هم ټینګار شوی چې «هېڅ هېواد د خپلو نیمايي وګړو له حذف او شاته کولو سره پرمختګ نه دی کړی او حاکم چارواکي باید له ځنډ پرته پر افغان نجونو د زده کړو بندیزونه لیرې کړي.»

« له ټولو مسوولانو غواړم چې زموږ پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته خلاصې کړي، څو موږ د دیني زده کړو سربېره عصري زده کړو ته دوام ورکړو او د هېواد په پرمختګ کې فعاله ونډه واخلو.»

یوناما همدا راز ویلي چې افغانستان یوازینی هېواد دی چې په ښکاره په کې ښځې او نجونې له زده کړو منع شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما د تازه غوښتنې په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو وړاندې طالبانو ویلي چې د افغان نجونو د زده کړو موضوع کورنۍ مسئله ده او بهرنیان باید په کې مداخله ونه کړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واکمنېدو سره سم له شپږم ټولګي پورته افغان نجونې له ښوونځیو منع کړې، وروسته یې د پوهنتونو دروزاې هم د افغان نجونو پر مخ وتړلې او د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې یې هغوی د طبي زده کړو موسسو ته هم له ورتګه راوګرځولې.

XS
SM
MD
LG