د جرمني محافظه کاره مسیحي ډیموکرات او مسیحي سوسیال ګوندونو د دې هیواد د بهرنیو چارو له وزارته غوښتنه کړې چې د نوي حکومت تر جوړېدو پورې د افغانانو د بیا میشتیدنې پروګرام وځنډوي.
د دغه ګوندونو د پارلماني ډلې مرستیالې مشرې اندریا لیندهولتس پرون له فرانسې له خبرې اژانس سره په خبرو کې ویلي، د افغانانو د انتقال پرېکړه باید د نوي حکومت صلاحیت وي.
نوموړې ویلي، باید داسې نه وي چې د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوک چې د کار موده یې پای ته رسېدونکې ده اوس هم هره اونۍ جرمني ته پروازونه تنظیم کړي.
لیندهولتس د نیوکې په ډول وویل دا حیرانونکې ده چې د بهرنيو چارو وزارت د چارشنبې لپاره د افغانانو بله چارټر الوتنه پلان کړې ده.
هغې په جرمني کې د افغانانو د منلو پروسه پوښتونکې وبلله او وې ویل چې" په یو غیر شفافه پروسه کې داسې کسان انتخابېږي چې ظاهرا هویت یې ناسم معلومیږي."
په یو غیر شفافه پروسه کې داسې کسان انتخابېږي چې ظاهرا هویت یې ناسم معلومیږيد جرمني د محافظه کاره مسیحي ګوند غړې
مسیحي دموکرات او سوسیال مسیحي ګوندونو د جرمني په وروستیو ټاکنو کې تر نورو ډېرې رایې ترلاسه کړي دي.
دغه څرکندونو په پاکستان او ایران کې هغه افغان پناه غوښتونکې اندېښمن کړي چې جرمني ته د لېږد په تمه دي ځکه د دوی په خبره ښايي د دولت په بدلون سره د پناه غوښتونکو په وړاندې د جرمني په سیاست کې هم بدلون راشي.
په پاکستان میشت افغان پناه غوښتونکي مهدي طارق چې تېر کال په جرمني پورې اړوند بنسټونو له لوري پاکستان ته انتقال شوی د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل،
"موږ ته یې ویلي وو چې ستاسې پروسه د دریو یا شپږمو میاشتو په موده کې بشپړیږي، په همدې هیله راغلي وو، خو له بده مرغه دا کیسه ډېره اوږده شوه، اوس اندېښنه داده چې که دا پروسه وتړل شي، نو بیا به یا شروع شي یا نه، نه پوهیږو زموږ برخلیک به څنګه کیږي".
موږ ته یې ویلي وو چې ستاسې پروسه د دریو یا شپږمو میاشتو په موده کې بشپړیږي، په همدې هیله راغلي وو، خو له بده مرغه دا کیسه ډېره اوږده شوهجرمني ته د تګ په تمه افغان
مدني فعال بشیر طارق چې له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسي جرمني ته د تګ په هیله په ایران کې استوګن دی ورته اندېښنه لري،
"زموږ جدي اندېښنه اوس داده چې بلاخره د ایراني پولیسو له لوري ونه نیول شو، دا دوه نیم کاله کیږي چې منتظر یو او معلومه نه ده چې اخر به څه کیږي، دلته جرمني ته په تمه ټول کډوال سخت اندېښمن دي، که دا پروسه له دې ډېره ځنډیږي زموږ ستونزې ورسره نورې هم ډېریږي".
دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې تېره اونۍ له اسلام اباده په یو چارټر شوې الوتکه کې ۱۵۵ افغانان جرمني ته انتقال شول.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه ټولو کسانو د بیا میشتېدنې ټول شرایط پوره ، ویزې لري، مرکې ورسره شوي او امنیتي څېړنې یې هم ترسره شوي دي.
پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته د خبریالانو، مدني فعالانو، هنرمندانو، او پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو په ګډون یو ډېر شمېر افغانان د امنیتي لاملونو له امله له خپل هیواده ووتل او پاکستان او ایران ته لاړل.
دوی ټینګار کوي چې د جرمني په څېر هیوادونه بباید ژر تر ژره له دې هیوادونو د دوی د ویستلو چاره تېزه کړي ځکه د دوی په خبره د امنیتي ستونزو له امله افغانستان ته د بېرته تګ لاره نه لري.