په کندهار کې متشبثې ښځې وايي، د طالبانو د سرپرست حکومت بندیزونو یې اقتصادي فعالیتونه له خنډ سره مخامخ کړي دي.
دغه ښځې چې اوسمهال په کورونو کې کار کوي، شکایت لري چې د محدودیتونو له امله نه شي کولای د پخوا په څېر خپل لاسي توکي جوړ او بازار ته وړاندې کړي.
د خیاطۍ کوچنۍ کارخونه
په دې خیاطي کارخونه کې، چې یو وخت ګڼ شمیر ماشینونه یې چلېدل، اوس یوازې څو محدود ماشینونه فعال دي.
معصومه حیدري، چې د کندهار ښار یوه متشبثه ده، څو کاله وړاندې یې دا کارخونه جوړه کړه.
د کارخونې د فعالیت په لومړیو کلونو کې، شاوخوا ۴۰ میرمنو پکې کار کاوه، خو اوس یوازې شپږ میرمنې ورسره کار کوي.
معصومه حیدري وايي:
“زه اوس مهال شپږ میرمنې کارمندانې لرم، خو مخکې مې ۳۰ یا ۴۰ میرمنو ته د کار زمینه برابره کړې وه.
د سختو شرایطو له امله اوس نه شم کولای چې نورې کارمندانې وګمارم.”
پد ښځو پر کار او زده کړو د طالبانو د محدودیتونو له امله، ډېری ښځو هڅه وکړه چې خپل فعالیتونو ته په کورونو کې دوام ورکړي.
خو د حکومتي بندیزونو او بازار ته د نه لاسرسي له کبله، د دغو ښځو کارونه له ستونزو سره مخامخ دي.
هیله حیا درخانۍ، چې په کندهار کې افغاني کالي جوړوي او پخوا یې خپل تولیدات بهر ته صادرول، وايي، د طالبانو حکومت بندیزونو یې کار ته جدي خنډونه جوړ کړي دي.
هیله حیا درخانۍ وايي:
“زه خیاطي کوم، افغاني کالي رغوم.
مخکې مو اقتصادي وضعیت ښه و، ځکه چې زموږ تولیدات بهر ته تلل، خو اوس د محدودیتونو له کبله زموږ کارونه ټپ ولاړ دي.”
دنیا ناصري، چې د کندهار بله متشبثه ده، وايي د طالبانو له راتګ وروسته، کله چې پر انجونو د زده کړو بندیز ولګېد، دې هم ښوونځی پرېښود او د خیاطي کار یې پیل کړ.
دا زیاتوي چې اوس د جوړو شوو توکو د پلورلو لپاره هیچ ځانګړی بازار نه لري چې له کبله یې دغه پیل کړی کار هم ورځ تر بلې د بندیدو خواته روان دی.
دا د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې میرمنو ته د کار او زده کړو اجازه ورکړې او هغوی ته اسانتیاوې رامنځته کړي.
دنیا ناصري وايي:
“د هرې انجلی لپاره اوس ستونزې ډېرې شوې دي.
مخکې ما تر اتم ټولګي پورې زده کړې کولې، خو طالبان راغلل او ټول تعلیمي مرکزونه یې وتړل.
اوس موږ مجبوره یو چې یوازې په کورونو کې خیاطي وکړو.”
په کندهار کې ډېری بې وزله میرمنې د لاسي صنایعو له لارې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کوي، خو د بازار د نشتوالي او حکومتي محدودیتونو له کبله د دوی کارونه ورځ تر بلې کمزوري کېږي.
پخوا په کندهار کې د میرمنو لپاره ځانګړی بازار موجود و، چې هغوی د خپلو تولیداتو د پلور لپاره کارولی شو، خو طالبانو هغه بازار هم بند کړی دی.
وروسته تر هغه چې د طالبانو مشر، ملا هبت الله اخندزاده، د ښځو پر کار او فعالیتونو یو شمېر سخت بندیزونه و لګول د هغوی اقتصادي وضعیت له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.
د دې محدودیتونو له مخې، ښځې نه شي کولای د محرم پرته له کوره ووځي او کار وکړي.
همداراز، په ۲۰۲۲م کال کې طالبانو ښځې له ټولو محلي او نړیوالو غیر دولتي موسسو څخه منع کړې، او په ۲۰۲۳م کال کې یې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د دوی پر کار کولو هم بندیز ولګاوه.
سربېره پر دې، د ښځو لپاره ځانګړي سوداګریز مارکیټونه، چې دوی پکې خپل تولیدات پلورل، تړل شوي دي، او دولتي ادارو کې یې د کار کولو اجازه هم بنده شوې ده.