په سختۍ ساه اخلي، شونډې يې له درده وچې دي.
په وجود کې يې د خوارځواکۍ نښې له ورایه ښکاري. نیا يې ترڅنګ ناسته ده او د خان محمد له هرې ستړې ساه سره اوښکې تویوي.
درې کلن خان محمد چې نژدې شپږ میاشتې کیږي له خپلې سره نیا سره د کندهار په مرکز، میرویس حوزوي روغتون کې بستر دی، له شدیدې خوارځواکۍ کړیږي.
له خان محمد سره په همدې روغتون کې یاسر په بله کوټه کې د کورنۍ د ټیټ اقتصاد او د کافي خوړو د نه ترلاسه کولو له کبله بستر شوی دی.
یاسر په وجود ډير کوچنی دی او خوارځواکۍ دومره ضعیفه کړی چې وزن يې له درې میاشتې ماشوم کم ښکاري.
د یاسر مور بخت بي بي وايي، هغه میاشت وروسته یو کلن کیږي.
له کله چې پیدا شوی وده نه کوي، هر کلنیک ته مې یوړه، دلته مې له مجبورۍ راوستی دی، شیدې مو ورته راوړې، د وزې شیدې مو ورکړې، خو وده نه کوي، خپلې شیدې مو نشتهد یاسر مور
د بخت بي بي په خبره خپلې شیدې يې نشته، او د وچو شیدو د اخیستو وس نه لري.
"له کله چې پیدا شوی وده نه کوي، هر کلنیک ته مې یوړه، دلته مې له مجبورۍ راوستی دی، شیدې مو ورته راوړې، د وزې شیدې مو ورکړې، خو وده نه کوي، خپلې شیدې مو نشته".
بخت بي بي وايي، میړه يې روزمزدوري کوي او کله داسې هم کیږي چې خالي لاس او پرتله دې چې کار يې کړی وي، کور ته راستنیږي.
د هغې په خبره، د یاسر سربیره نور ماشومان هم لري او دې ته حیرانه وي چې څنګه ورته درې وخته ډوډۍ برابره کړي.
کندهار د افغانستان هغه ولایت دی چې د نورو ولایتونو پرتله په کې له پنځو کلونو کم عمره ډېر ماشومان او امیندوارې میندې د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کې د خوارځواکۍ په څانګه کې ټول چپرګټونه له خوارځواکو ماشومانو ډک دی.
په بل چپرګټ کې د احمد ژاړه او نارامي د هغه نیا عایشه ستړې کړې، احمد د اتو میاشتو ماشوم دی او خوارځواکۍ سخت ځپلی دی.
عایشه وايي، د احمد مور پر هغه د زیږون پر مهال مړه شوې ده.
د احمد نیا چې اوس د هغه ساتنه کوي وايي، د وچو شیدو د اخیستو وس نه لري او هغه ته، تور چای او یا بارتنګ ورکوي.
"که مې پیسې پیدا کړې شیدې ورته راوړم، که پیسې نه وي د الله رضا ته مې پریښی دی، له کومې ورځې چې دا پیدا شوی دی لوږې، تندې او هره سخته په ځان تیروم سره له دې چې معیوبه یم".
د عایشې په خبره، د احمد پلار په ښاروالۍ کې کار کوي او د میاشتې ۵زره تنخوا اخلي.
عایشه وايي، په کور کې يې ماشومان ډیر دی او عاید يې کم دی، نو ځکه د احمد ترڅنګ نورو وړو ته يې هم کافي خواړه نه رسیږي.
د میرویس په حوزوي روغتون کې مسوول داکټران چې نه غواړي نوم او غږ يې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، "یوازې په تیرو شپږو میاشتو کې پنځه نیم زره په خوارځواکۍ اخته ماشومان دې روغتون ته وروړل شوي دي".
یوازې په تیرو شپږو میاشتو کې پنځه نیم زره په خوارځواکۍ اخته ماشومان دې روغتون ته وروړل شوي ديپه میرویس حوزوي روغتون کې داکټران
کله چې ماشومان د مور په نس یا له پیداښت وروسته په کافي اندازه هغه خواړه چې د دوی بدن ورته اړتیا لري، ترلاسه نه کړي په خوارځواکۍ اخته کیږي.
خو د ماشومان د خوارځواکۍ ستونزه یوازې پر کندهار ورټوله نه ده، دلته د کابل په درالامان کې، خاطره چې د دریو ماشومانو مور ده وايي، ماشومان يې صحتمنده پیدا کیږي خو دا چې اقتصاد يې ټیټ دی وروسته په خوارځواکۍ اخته شي.
هغه وايي، پخوا به يې د ماشومانو لپاره د خوارځواکۍ ځانګړي خواړه په کلینکونو کې ترلاسه کول، خو په خبره يې اوس هغه هم بند شوي دي.
"دا دویم زوی مې هم خوارځوارکی و، دلته مو کلینک ته یوړه، ستونزه يې دا ده چې خبرې نشي کولی، د شدیدې خوارځواکۍ په برخه کې و، اوس يې کارتونه بند دي، ځکه په کلینکونو کې د خوارځواکۍ خواړه نشته".
د سره صلیب نړیوالې کمیټې درې میاشتې وړاندې په یو راپور کې ویلي و، نژدې درې میلیونه ماشومان په افغانستان کې په خوارځواکي اخته دي.
په راپور کې راغلي و چې د دې کمیټې ګرځنده ټیمونو دماشومانو د شدیدې خوارځواکۍ ټکان ورکوونکې پېښې ثبت کړې او ثبتوي.
په افغانستان کې خراب اقتصادي وضعیت، بې کاري، د نړیوالو مرستو کموالی او وچکالي د کم عمره ماشومانو او امیدواره منیدو د خوارځواکۍ عمده لاملونه دي.
افغانانو ته د بشري مرستو، رسونکو یو شمیر نړیوالو ادارو له هغې ډلې د خوړو نړیوال پروګرام، د ناروې د کډوال شورا، اوچا، د روغتیا نړیوال پروګرام او نړیوال بانک په افغانستان کې د بد اقتصادي وضعیت او د خوړو د نه خوندیتوب په اړه خبرداری ورکړی دی.
نړیوال بانک د همدې روانې جنورۍ میاشتې په ۲۱ په یو راپور کې ویلي، نژدې ۱۲میلیونه افغانان چې د ټول هېواد ۲۵سلنه نفوس جوړوي کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.
دغو نړیوالو ادارو که څه هم له دې وړاندې د بودیجې د کمښت له کبله بشري مرستې راکمې کړې وې، خو د تیر کال په وروستیو کې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و، د بودیجې د کموالي له امله اړ دي، تر یو میلیون ډیرې ښځې او ماشومان د خوړو په برخه کې له خپلو مرستو محروم کړي.
بل پلو، د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هغه پیسې بندې کړې چې افغانستان ته د بشري مرستو په نوم راتلې.
په افغانستان کې بشري بحران، د خوړو نه خوندیتوب او د امریکا په ګډون د نړیوالو ادارو په مرستو کې کموالی ښايي د هغوو ماشومانو په شمیر کې چې د خوړو له نه حوندیتوب او په ځانګړې توګه له خوارځواکي مخ دي زیاتوالی راولي.