په ننګرهار کې د طالبانو چارواکي وایي، د تورخم د جګړې له کبله یوازې د افغانستان لوري ته شاوخوا درې سوه کورنۍ بې ځایه شوي چې یوشمېر یې د کډوالو کمپونو او ځینې نور بیا خپلوانو کره دیره شوي دي.
دغلته د طالبانو د حکومت یوې باخبره سرچینې، چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم او غږ یې خپور شي، د سه شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، حالات دواړو خواوو ته نظامي دي او سملاسي د کوم جوړجاړي څرک نه لګیږي.
د تورخم له وړکي سیمې څخه د ننګرهار مارکو او نورو سیمو ته راکډه شوي کسان بیا وایي چې د سرپنا په ګډون لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.
یوه بې ځایه شوي ازادي راډیو ته وویل چې د موسسو له خوا د سروې ټیمونه ورغلي، خو تر اوسه ورسره مرسته نه ده شوې." زه د تورخم د وړکي ساحې اوسیدونکی یم، د پاکستان له خوا غټې ګولۍ او هاوانونه راځي. مونږ مجبور شو چې ډکې ساحې ته خپل خپلوانو کره راغلو، ځینې بیا مارکو او نورو نژدې سیمو ته تللي. ځينې کمپونو کې ځای پر ځای شوي. د مرستې ټیمونه راغلي، خو مرسته لا نه ده شوې."
د تورخم له نژدې سیمې یو بل بې ځایه شوی افغان وایي، وروسته له هغه کډه کولو ته اړ شو چې کور یې په درنو او وړو ګولیو ولګېد.
" مونږ له دې وجهې راغلو چې پاکستان خوانه ګولۍ راتلې، غټې او وړې مرمۍ راتلې، د دهشکې او هاوانونو، نو ځکه راکډوال شو. الله مهربانه دی، موسسو مو پوښتنه کړې، خو تراوسه مرسته نه ده شوې."
په تورخم کې د دوشنبې په شپه د دواړو لوریو د پوله ساتو ترمنځ جګړه ونښته چې ترڅ کې یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله او مالي زیان ورسېد.
تورخم کې د طالبانو د حکومت یوه سرچینه وایي، جګړه کې د دوی یو سرتیری وژل شوی او درې نور کسان برسیرن ټپيان شوي، خو وایي د کمیسارۍ په ګډون دولتي ودانیو او تاسیساتو ته زیانونه رسیدلي دي.
د تورخم هغې غاړې ته د پاکستان یوه چارواکي د سه شنبې په ورځ اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې د پولې له هغې غاړې هم شاوخوا ۱۵ سوه کسان لنډي کوتل ته کډه شوي دي.
د پولې هغې غاړې ته هم د پاکستان د څو تنو ملیشه سرتیرو د ټپي کېدو او مالي زیانونو خبره شوې ده.
په لنډي کوتل کې د مشال راډیو خبریال فرهاد شینواري تېر ماخوستن وویل چې دواړه لوري لا هم یو بل ته لاس په ماشه دي. " په تورخم کې اوس هم حالات ترینګلي دي، له تورخمه پاکستاني ځواکونو ټوله دولتي عمله ایستلې ده، د دغې ټولې علاقې کنټرول یې په خپله ولکه کې اخیستی دی. د مچینۍ له چک پوست نه لاندې چاته اجازه نه ورکوي چې تورخم خواته سفر وکړي."
تورخم لاره د فبرورۍ له ۲۱مې، یعنې تېرو ۱۳ ورځو راهیسې د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ په مخ تړل شوې ده.
دواړو خواوو ته زرګونه مسافر او سلګونه سوداګریز موټر بند دي او د لارې خلاصېدو ته شیبې شماري.
که څه هم د لارې بندېدو دواړو خواوو ته عام خلک او سوداګر زیانمن کړي، خو هیڅ څرک نه لګیږي چې وضعیت به څه وخت عادي او لاره به بیرته پرانستل شي.؟