د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

پاکستان د ټرمپ د هغو هڅو ملاتړ کوي چې غواړي افغانستان کې د امریکا پاتې پوځي تجهیزات بیرته ترلاسه کړي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ناوخته (د مارچ ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې تأیید کړې چې د سه‌شنبې په ورځ د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار، او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والتز ترمنځ ټیلیفوني خبرې شوي دي.

په دې خبرو کې د امریکا له‌خوا له افغانستانه د پوځي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو موضوع یاده شوې، او خبرپاڼه زیاتوي، چې اسحاق ډار د ټرمپ د دې دریځ هرکلی کړی، چې غواړي خپلې پاتې وسلې له افغانستانه بېرته ترلاسه کړي.

سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې مایک والټز د پاکستان د ترهګرۍ ضد هڅې ستایلي دي.

د طالبانو سره وسلو ته د پاکستان اندیښنې

د امریکا او پاکستان لوړپوړي چارواکي په داسې حال کې له طالبانو د امریکايي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو په اړه خبرې کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې هم ټینګار کړی و، چې دا وسلې باید بېرته ترلاسه شي.

بل‌خوا، پاکستاني چارواکو چې له طالبانو سره یې وروستیو کې اړیکې ظاهرا ترینګلې ښکاري پرلپسې اندېښنه څرګنده کړې چې په افغانستان کې پاتې امریکايي وسلې د پاکستان پر ضد بریدونو کې کارول کېږي.

شنونکي: امریکا دا وسلې د سیاسي فشار وسیله کوي

افغان سیاسي او پوځي شنونکي باور لري، چې امریکا غواړي د دې وسلو د بېرته ترلاسه کولو له لارې پر طالبانو فشار راوړي، څو هغوی نړیوال تعاملات ومني.

سیاسي شنونکی حکمت‌الله حکمت وایي:
"هغه وسلې او تجهیزات چې په افغانستان کې پاتې دي، د ستراتېژیکو جګړو لپاره کوم ارزښت نه لري. دا یوازې د پلي ځواکونو لپاره دي، او امریکا نور د پلې جګړې پالیسي نه لري. امریکا دا وسلې نه غواړي، بلکې یوازې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه یې کاروي. که امریکا د افغانستان په قضیه کې د پاکستان له لارې مداخله وکړي، بدنامه او ناکامه به شي."

پوځي شنونکی احمد خان اندر هم ورته نظر لري:
"پاکستان غواړي له دې موضوع ګټه واخلي، ځکه دوی مخکې هم د افغانستان له تجهیزاتو څخه د استفادې تجربه لري. په ۱۹۹۲ کال کې یې د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو وسلې پاکستان ته یووړې. پاکستان تل د بهانو په لټه کې وي، او هېڅکله نه غواړي چې افغانستان یو باثباته هېواد شي."

طالبان: دا وسلې "غنیمت" دي

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد نظر واخلي، خو هغه ځواب ونه وایه.

خو مجاهد مخکې ویلي، چې دا وسلې "غنیمت" دي، چې د پخواني نظام له ځواکونو څخه نیول شوې دي.

طالبانو هم په وار وار د پاکستان اندېښنو ته ځواب ورکړی او ویلي یې دي، چې دا وسلې په خپلو دیپوګانو کې ساتل کېږي او هېڅ بهرني ګروپ ته اجازه نه ورکول کېږي چې ترې استفاده وکړي.

د امریکا او پاکستان د اړیکو پراخېدل

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې دا هم ویلي، چې د اسحاق دار او مایک والټز ترمنځ خبرو کې د پاکستان د صدراعظم مرستیال ټینګار کړی، چې اسلام‌اباد له واشنګټن سره د اړیکو د پراخولو لیوالتیا لري، او ژمنه یې کړې چې د ترهګرۍ ضد د امریکا له هڅو سره همکاري ته دوام ورکوي.

دا خبرې داسې مهال شوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د کانګرس د دواړو جرګو ګډې ناستې ته په خپله لومړۍ وینا کې اعلان وکړ، چې د کابل د هوایي ډګر د خونړي برید طرحه کوونکی د پاکستان په همکارۍ نیول شوی دی.

ټرمپ له پاکستانه د دې عملیاتو په برخه کې د همکارۍ مننه وکړه.

XS
SM
MD
LG